افغانستان

تېرو ۵ مياشتو کې زرګونه افغان کډوال له پاکستان وتلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): په ګاونډي هيواد پاکستان کې شاوخوا درې ميليونه افغان کډوال ژوند کوي چې وخت په وخت خپل هجرت ته د پای ټکي ږدي او هيواد ته د راستنېدو بهير يې روان ساتلی .

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هيواد ته د بيرته را ستنېدونکو افغان کډوالو اړوند راپور خپور کړی .

د عالي کمېشنرۍ راپور کې په ډاګه شوي چې په تېرو پنځو مياشتو کې زرګونه افغان کډوال له پاکستان نه هيواد ته را ستانه شوې .

راپور کې راغلي : د روان کال را په دې خوا د بلوچستان ، خيبر پښتونخوا ، سند او نورو سيمو څخه ۶۶۰۰ افغان کډوال هيواد ته ستانه شوي .

په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه ويل کيږي چې هيواد ته د بيرته را ستنېدو بهير يې د لږوالي له امله د خوښۍ وړ نه ښکاري .

هيواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو له کمزوري بهير سره ناهيلۍ زياتي شوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x