افغانستان

چارواکي : طالبانو د کندز تخار پر لويه لار لسګونه مسافر له موټرو کښته کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): نن سهار شاوخوا اته نيمي بجې د کندز تخار پر لويه لار د ملرغي په سيمه کې لسګونه تنه مسافر ناپېژاندو وسله والو له موټرو کښته کړي .

۴۷ تنه مسافر د ملرغي په سيمه کې هغه مهال له موټرو کښته شوي چې له کندوز نه تخار ته په لار وو .

نن ټکي آسيا ته په راغلي راپورونه کې ويل شوي چې د ۴۷ مسافرو له جملي ۷ تنه له وسله والو په تېښته بريالي شوي .

د کندز د ولايتي شورا مشر يوسف ايوبي وايي : نن سهار طالبانو د کندز تخار پر لويه لار مسافر له موټرو کښته کړي او له ځان سره بېولي خو طالبانو لا تر اوسه رسنيو ته د پيښي اړوند څه نه دي ويلي .

حکومتي چارواکي وايي د نيول شويو کسانو د خلاصون په موخه يې عمليات پيل کړي او ژر ده چې د وسله والو کسانو له منګولو يې وژغوري .

ياده پېښه په داسي حال کې را منځته کيږي چې څو ورځي وړاندي طالبانو د کندز پر لويه لار په انګور باغ سيمه کې ځيني حکومتي منسوبين د بايومټريک په واسطه معلوم کړل ، ۶ تنه يې ددوی په وينا هغه مهال ووژل چې د تيښتي هڅه يې کول او ۲۰ تنه نور يې له ځان ژوندي يووړل ، د راپورونه په اساس ۸ تنه لا تر اوسه له طالبانو سره بنديان دي .

طالبانو په لویو لارو کې د مسافرو له مینځه د امنیتي سرتیرو د راجلا کولو لړۍ وروسته تر هغه پیل کړه چې تېره میاشت د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ۱۵۰ تنه مسافرین له طالبانو سره د تړاو په تور د سفر پر مهال له بسونو کښته کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x