په افغانستان کي د امریکایې ښکېلاک جنایتونه- دتیر کال۲۰۱۱ مستند راپور
د تېر په څېر۲۰۱۱ز،کال هم دافغان ولس لپاره دوژنو اوورانیو څخه ډک ؤ، په همدې کال کي دافغانستان په بیلا بیلو سیمو کي دامریکایې ښکېلاک ځواکونو په زرهاوو ملکي هیوادوال شهیدان، ټپیان اواسیران کړي دي .
کورونه ، باغونه ، فصلونه اوټولګټي ځایونه یې بمبار اوپه بلدوزرونو وران کړ ي دي .یادشوي اونورډول ډول جنایتونه دهغه چاه له خواشوي چي ځان دبشردوستۍ سرخېل بولي اوپه تأسف سره چي نړیوال یې هم په پټوسترګودتمدن اوتهذیب علمبرداران اودبشردوستۍ اوعدالت مخکښان ګڼي !!.
راځئ چي دهمدې متمدنووحشت په خپلوسترګووګورواوبیاقضاوت وکړوچي واقعابشردوستان دي ، که بشردښمنان !؟.دلوستونکوپه حضورکي دملکي تلفاتوانځوردتېر۲۰۱۱ز،کال هغه دقیق ارقام دي چي وخت په وخت دمشهورواومعتبروسرچینوله خواخپاره شوي اوبیادکره لاسوندونوپربنسټ راغونډاوترتیب شوي دي .مثلادهري پیښي نیټه ،ځای ، نوعیت ، دشهیدانو او ژوبلو شمېر او نور پکي په نښه شو ي دي .
جنوري :
دجنوري پر۲مه نیټه دکونړولايت له اسمارولسوالۍ په شال نومي سیمه کي دبهرنیوځواکونوپه یوهوایې بریدکي «دوه تنه ماشومان اویوه ښځه »په شهادت رسیدلي دي . دجنوري پر۸مه نیټه دکونړولايت دماڼوګي ولسوالۍ په ترري سيمه کي دامریکایې الوتکود بمبارله امله «درې »تنه ملکي هیوادوال شهیدان سوي دي .دجنوري پر۱۶مه نیټه رسنیوخبرورکړچي امریکایې الوتکودميدا ن وردګ ولايت د سيدابادولسوالۍ دتنګي درې په جوزرین کلي کي «څلور»تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي .
دغه رازدجنوري پر۲۴مه نیټه دلوګرولايت په پل علم کي دوه تنه ملکي وطنوال په داسي حال دیرغلګرودبریدښکارسول چي په غره کي یې تیږي ماتولې ،دبمبارله امله دشهیدانویو ډامپرموټرهم په بشپړه توګه سوځیدلي دي .
فبروري :
دفبروري پر۴مه نیټه دننګرهارولايت د لعلپورولسوالۍ په دریناپارچاوسیمه کي امریکایې ځواکونودیوې چاپې په ترڅ کي دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي .
دفبروري پر۶مه نیټه رسنیوخبرورکړچي : دکندهارولايت دخاکريزولسوالۍدچنارپه سيمه کې امریکایانوپه یوهوایې بریدکي څلورتنه ملکیان شهیدان کړي اودرې تنه یې ژوبل کړي دي .
دفبروري پر۸مه نیټه د هلمندولايت دګریشک ولسوالۍدقلعه ګزدګوندیانوپه سیمه کي دامریکایې ځواکونوپه بمبارۍ کي دیوې کورنۍ څلورتنه غړي (پلاراودرې زامن ) شهيدان شول .څلورواړه شهیدان سوي ملکي افغانان ووچي دچاسره یې کوم سیاسي یاپوځي تړون نه درلود.ويل کيږي چي په دې بمباري کې ملکي خلکو ته دځاني تلفاتوسربيره مالي زیانونه هم اوښتی دي .په همدې نیټه دلغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کي هم دامریکایانوپه چاپه کي څلورتنه ولسي وګړي شهیدان اوزخمیان سوي دي .
دفبروري پر۹مه نیټه خبرونوکي ویل سوي چي :دهلمندولايت دموسی کلاولسوالۍدخواجه دادپه سیمه کې امریکايي عسکرودخپلوعملیاتوپه ترڅ کي ددووتنوسپين ژروپه شمول شپږتنه بي ګناه کسان شهيدان اودرې نوريي ژوبل کړي دي .
دباوري سرچینوپه حواله دفبروري پر۱۶مه نیټه د هلمند ولايت مرکز (لشکرګاه) ته نزدې دناوې ولسوالۍ دنګاري په سیمه کې امريکايي ځواکونودخپلوعملیاتوپه لړکې دیوې کورنۍ څلورتنه غړي پلار( حاجي عبدالخالق) اودرې زامن يي په خپل کورکي په ډزوشهيدان کړي دي .
دفبروري پر۲۰مه نیټه رسنیودکونړدوالي فضل الله وحیدي له خولې خبرورکړچي :د کونړولايت دغازي ابادولسوالۍ په ايلګل، څوکۍ اوادره ګل سيموکي دامریکایې ځواکونوددرنوبمباریوله امله «څلورشپیته »تنه ملکي هیوادوال شهيدان سوي اویوشمېرنورټپیان سوي دي .
والي وحیدي وویل چي : دپیښي دڅیړني په موخه یې سیمي ته پلاوی لیږلی دی ؤچي اوس بیرته راستون سوی دی ، دپلاوي دڅیړني په اساس په دغوبمباریوکي «څلورشپیته »تنه ولسي وګړي وژل سوي چي شل تني یې ښځي اونهه ویشت یې ماشومان دي .
په ټوله کي ددې ولسي مرګ ژوبلي زیاتره قربانیان ښځي اوماشومان دي . پرځاني تلفاتو سربېره په سیمه کي پنځوس کورونه هم وران شوي دي .
ددې پیښي څخه دوې ورځي مخکي بهرنیو ځوکونو ادعا کړې وه چي دکونړپه غازي ابادولسوالۍ کي یې دهوایې بریدپه پایله کي پنځه دیرش تنه طالبان وژلي دي ، خو وروسته معلومه سوه چي ټول زیان ملکیانو ته رسیدلی دی .
په افغانستان کي دبهرنیو ځواکونو تر ټولو لوي قوماندان پیټریوس دیادو ملکي ځاني اومالي زیانونه دخبر په غبرګون کي وویل چي :«افغانانو خپل بچیان خپله قصدا سوځولي اووژلي دي چي دولسي مرګ ژوبلي شمېره زیاته وښیې !!».
دپیټریوس دیادو اوتو بوتو په اړه ډیری افغانانول ه هیواده بهر او دننه غبرګونونو وښوده ، دپیټریوس خبره یې دافغانانو دکلتور او عنعناتو سپکاوی اودده ماشومانه اواحمقانه توجې وبلله .
رسنیو خبر ورکړ چي : دفبروري پر۲۱مه نیټه دبهرینو ځواکونو په بمبار دکي دننګرهار ولايت دخوګياڼو ولسوالۍ په قيلغو سيمه کي شپږ تنه ولسي وګړي شهيدان سوي دي .
خبروایې چي : دغه سړي چې په کوريې بمبارشوی په ياده سيمه کي دامريکايي سرتېرو په بيس کي اشپزي کوله، نوموړی په بمبارکي وژل شوی اودده ښځه اوڅلور ماشومان هم شهيدان شوي دي .
دهمدې بمبار په ترڅ کي یاد کور ته څیرمه دیره څلورتنه طالبان هم وژل سوي دي .
دفبروري پر۲۴مه نیټه د کاپيسا ولايت دآله سای ولسوالۍ کي بهرنیو ځواکونو پر هغو پنځو تنو ولسي وګړو بمباري وکړه چي غره ته دخس خاشاک د راټ ولواوښکارله پاره تللي ووچي له امله یې پنځه واړه هیوادوال شهیدان سول . په همدې نیټه دهلمندولایت دمارجې ولسوالۍ دوردوګوبلاک په سیمه کي هم بهرینوعسکرودرې تنه ملکي هیوادوال شهیدان اودوه نوریې ټپیان کړي دي .
مارچ :
دمارچ پرلومړۍ نیټه دکونړد ماڼوګي ولسوالۍ دننګلام تنګي څخه رسنیوخبرورکړچي دبهرنیوځواکونودبمباریوله امله « نهه »تنه ماشومان شهيدان سوي دي .یاده پیښه هغه مهال رامنځته سوې چي وژل سووماشومانو دسون توکي (لرګي )راټول چي دبریدښکاراوټول شهیدان سوي دي .
درسینو دهغو راپورونو پربنسټ چي دمارچ پر۵مه نیټه یې خپاره کړل ویل سوي چي : امریکایانوپه یوه چاپه کي دخوست ولايت د نادرشاکوټ ولسوالۍ دشمباوټ سيمي په جکي کلاکلي کي دګڼوکورونودتلاشیووروسته دوه وروڼه اويوبل کليوال شهيدان کړي دي .
خبر زياتوي چې یرغلګروعسکروله يادي سيمي نه نهه تنه کليوال له ځان سره دبنديانو په توګه هم بیولي دي .
دمارچ پر۸مه نیټه رسنۍ خبرورکوي چي : دهلمند ولايت دسنګين دجګړه ځپلي ولسوالۍپه بېلابیلوسیموکې دیرغلګرو ځواکونو له خوا دمارچ په لومړۍ اونۍ کي «ده پنځوس » (۵۲)تنه ولسي وګړي شهیدان سوي دي .
دیرغلګرو دچاپو او ډزو له امله ډیری ولسي خلګ دخپلوکورونوڅخه نورونسبتااراموسیموته کډه سوي دي اوهغه کورنۍ چي پاته دي دامریکایانوله خوامجبوریږي چي یاددوی په ملاتړټوپک واخلي اوپه اصطلاح دمخالفینوپرضدوجنګیږي اویاخپل کلی کورتخلیه کړي ،دڅوخالي کړل سووکلیونومونه په لاندي ډول دي: دخانانوکلی ،پيرزوکلی ،بارګزوکلی ،بخشک کلی ،خاشوکلی،ملاعزيزالله کلي ،هزارګانوکلی،ملک عبدالله اکاکلي ،دکلاميانوکلی ،دچيناری کلی،زعفرانی کلی ،ګاروکلی ،چارده ،خواجه ګدای ،داحمدزوکلي ،ګنبتي ،اوسرکيله داهغه سيمي دي چې اوسيدونکي يي ټول کوچیدلي دي .دمارچ پر۸مه نیټه دلوګرولايت دڅرخ ولسوالۍ په خروټوکلي کي اشغالګرودوه تنه عام وګړي شهيدان کړي .دباوري منبع دخبرپه اساس بهرنیوعسکرولومړی د وژل سوو هیوادوالوپرکورچاپه اچولې وروسته یې کوروالا سخت وهلي اوبیایې په شهادت رسولي دي .دمارچ پر۹مه نیټه د نيمروز ولایت دخاشرودولسوالۍدقلعه نوپه اړونده سیمه کې دبهرنیانوپه چاپه کي یوتن ولسي هیوادوال شهيدسوې اودوه نوريي خارجیانوله ځانوسره خپلومرکزونوته وړي دي .دمارچ پر۱۰مه نیټه دکندهار ولايت دژړۍ ولسوالۍدسنګحصارپه سیمه کې دامريکايي ځواکونوپه بمباري کې «درې »تنه بي ګناه خلک شهيدان اودوه نورژوبل شوي دي .دمارچ پر۱۵مه نیټه دکونړ ولايت دڅوکۍ ولسوالۍ په کتوقلعه سيمه کي دامريکايي ځواکونوودبمبارله امله «دوه» تنه عام خلک شهيدان سوي دي .دسیمه ییزورسنیوله قوله دمارچ پر۱۹مه نیټه دکونړولايت د شيګل ولسوالۍ دلاحسين سيمي په لاهوري کلي کي امريکايي عسکرودخلکوپه کورونوچاپه ووهله اوپه بې رحمانه توګه يې دخلکودکورونوتالاشي پيل کړه،چي په پایله کي یې «لس »تنه ولسي هیوادوال دښځواماشومانوپه شمول شهیدان او«پنځه »تنه ټپیان سوي دي . دځایې استوګنوپه ویناچي زیانمن سوي خلګ ټول بزګران اوغریب کاروو،دطالبانوسره یې کوم تړاونه درلود.دمارچ پر۲۴مه نیټه خبروکړچي :د هلمندولایت دمارجي ولسوالۍ دقاري صدي دکنجک په کلي کي امریکایانودعاموخلکوپه کورونوبمونه غورځولي دي ،چي له امله يي «پنځه» تنه ملکي هیوادوال شهیدان سو ي دي . ويل کيږي په وژل شويوکسانوکي دوه تنه سپين ژري هم شامل ديدمارچ پر۲۷مه نیټه خبرورکړچي :دهلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې بهرینو ځواکونو دملکي وګړو دسپرلۍ پرموټر بمبارکړی دی ،چې له امله یې اووه تنه ولسي وګړي شهیدان او اته تنه نور ټپیان شوي دي .بهرنیانویاد بمبارتائیدکړی خودایې هم منلې چي دناسمومعلوماتوله مخي یې بریدکړی دی .دمارچ پر۲۹مه نیټه خبرورکړچي :د جوزجان ولايت دقوشتپه ولسوالۍ په قريه طالب خيل اوقريه پاره شورکي دامریکایې وعسکروله خوادیوې چاپې په ترڅ کي څلورتنه عام وګړي شهیدان سوي دي . دسمیه ییزوخلګوپه ویناچي وژل سووکسانودکوم سیاسي یاپوځي جریان سره تړاونه درلود،بلکي ټول غریب کلیوال ووچي دناسمواستخباراتي معلوماتوپربنیاد دنړیوالودبریدښکارسول .
اپریل :
داپریل پرلومړۍ نیته یرغلګرودکندوزولايت د امام صاحب ولسوالۍ دمرکزاړوندملاافغان کلي کي دیوې چاپې په ترڅ کي دکورونودروازې ماتي کړي اوبیاتلاشي کړي ، خلګ یې وهلي ټکولي اوبالاخره یې «دوه » تنه عام وګړي شهیدان کړي او«دوولس »تنه یې بندیان کړي دي .
داپریل پر۳مه نیته امریکایانود هلمندولایت دکجکي ولسوالۍ دزمينداوردچارده په سیمه کي دولسي خلکوپه کورونوچاپه اچولي او«دوه »تنه عام وګړي یې په ناتارډزوکي شهیدان سوي دي .
داپریل پر۳مه نیته دزابل ولايت دشاه جوی ولسوالۍ مرکزته نژدې دفخان په کلي کي امریکايي ځواکونودبي ګناه خلکوپه کورونويرغل اوډزي کړی ،چي په پایله کي یې «یو»تن ملکي هیوادوال اومیرمن یې شهیدان سوي او«یو»ماشوم یې ژوبل سوي دي .
داپریل پر۴مه نیټه رسنیوخبرورکړچي :دکابل ولايت په چهاراسياب ولسوالۍ کي امریکایانوچاپه وهلې چي په ترڅ کي یې «یو»تن ملکي هیوادوال (حاجي محمدیاسین ) تروهلووروسته شهیدکړی اودهغه زوی یې دبندي په توګه له ځان سره کوم نامعلوم ځای ته وړی دی .دسیمه ییزوخلګوپه ویناچي وژل سوي حاجي صاحب دمجاهدینوسره تړاونه درلودنوځکه نه پوهیږي چي ولي دیادي پیښي ښکارسو.
داپریل پر۴مه نیته نیواکګرو دهلمندولايت دکريشک ولسوالۍ دقلعه ګزپه سیمه کي دحاجي مسعودپه کلي درنه بمباري کړې ده ،په بمبارکي دولسي خلګوکورونه په نښه سوي چي له امله یې ديوه کور«څلور»تنه غړي (پلار،دوه زامن اويوه ميرمن) شهيدان شوي دي .په دغه بمباریو کي ملکي خلګوته دځاني تلفاتوسربیره مالي زیانونه هم اوښتي دي .
داپریل پر۵مه نیته امریکایانوپه سرپل ولایت کي پریوکورپه حمله کي «شپږ»تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي .امریکایانودعوه وکړه چي په یادبریدکي یې طالب سرتېري په نښه کړي دي ،خووالي وویل چي : وژل سوي کسان ټول ملکیان دي .
داپریل پر۱۰مه نیټه دميدان وردګ ولايت دسيدابادولسوالۍ په تنګي سيمه کي یرغلګروعسکرودملکي خلګودسپرلۍ په موټرډزي کړي چي له امله یې «درې »تنه ولسي وګړي شهیدان او«دوه» تنه ژوبل سوي دي .
داپریل پر۱۲مه نیته د بادغيس ولایت دغورماچ ولسوالۍ دتزناوه په سیمه کي امریکايی ځواکونو دولسي خلکوپه کورونو يرغل کړی چي په نتيجه کي يي «ديارلس» تنه ملکي هیوادوال شهيدان اوګڼ نورژوبل سوي دي . سمیزخلک وايي شهيدان اوژوبل کسان ټول ددې سيمي عام خلک دي او د طالبانو سره یې هيڅ ډول تړاونه درلود.
داپریل پر۱۲مه نیټه دمیدان وردګوولایت دسیداباد ولسوالۍ دتنګي درې دګلابخېلوکلي ته پرغځیدلې لار امریکایانو«دوولس » تنه ملکي هیوادوال په ډزوشهیدان کړي اوژوبل کړي دي .
پیښه هغه مهال رامنځته سوه چي یرغلګرځواکونه په سیمه کي دموجودبیس پرېښوولوته اړایستل سول ، نوپه لاره چي تلل او کوم څوک یې لیدل هغوی یې په نښه کول .ړشهیدانواوټپیانوپه جمله کي موټرچلونکي ،بایسکل سواره ،پیاده تلونکي اونورلارویان اودخپلوکورونوڅخه راوتونکي افغانان شامل دي .
داپریل پر۱۳مه او۱۴مه نیټه دامریکاپه فلوریډاایالت کي دمتعصب اووحشي پادري ټیري جونزله لوري دقرآن عظیم الشان دسوځوني دغندني په موخه په ټول افغانستان په ځانګړې توګه دکندهارپه ښاراوولسوالیوکي پراخ ولسي لاریونونه ترسره سول .مظاهره چیانودوحشي تورزړي پادري یادعمل په سختوټکووغانده اودنړیوالوڅخه یې دهغه (کافر)دمحاکمې غوښتنه وکړه چي دبیان دازادۍ په پلمه یې دیونیم ملیاردمسلمانانومؤمن به کتاب (قرآن مجید)لولپه کړ،خودډیموکراسي پوځیانوپه کندهارکي پرمظلومومظاهره چیانودخپلوټوپکوخولې راواړولې چي په ترڅ کي یې «شپاړل »تنه ددین په مینه مست افغانان شهیدان اوتر«سل «تنه ډیرژوبل سول .
داپریل پر۱۵مه نیته رسینوخبرورکړچي : یرغلګروعسکرودکابل ولایت په چهارآسیاب ولسوالۍ کي پریوکوردیرغل په ترڅ کي ددغه کور«یو»تن وژلی اوبل تن یې بندي کړی دی .سیمه ییزوخلګورسنیوته ویلي چي بهرنیوپوځیانودعملیاتوپه پایله کي ددغه کورمیرمني په سپیوداړلي دي ،دکورنیوچارووزارت هم یادعملیات تائیدکړي دي خودپیښي په څرنګوالي یې ناخبري ښوولې ده .
داپریل پر۱۸مه نیټه رسنیوخبرورکړچي : دپروان ولايت په مرکزکي دولسي خلکویوپراخ لاریون روان دی ،ولسي خلګووروسته له هغه په مظاهره لاس پوري کړچي بهرنیوعسکرودتلاشیوپه ترڅ کي پنځه تنه ولسي وګړي دبندیانوپه توګه خپلومرکزونوته یووړل .لاریون کونکوچي ددولت اویرغلګروپرضدیې شعارونه ورکول ژرترژره یې دبندي سویوخلګودخوشي کیدوغوښتنه کوله ،عسکروچي قهریدلي مظاهره چیان ولیدل نودټوپکوشپیلۍ یې ددوی پرخواورواړولې چي له امله یې «څلور»تنه ملکي وګړي شهیدان اوزیات شمېرنورټپیان سول .
داپریل پر۲۰مه نیته نیواکګرو دکونړولايت د دانګام ولسوالۍ په سابندۍ نومي سيمه کي دطالبانوسره ترمخامخ جګړې وروسته سیمه بمباري کړې چي په ترڅ کي یې «نهه »تنه ولسي وګړي (دوې ښځي اووه ماشومان )شهیدان سوي دي .
داپریل پر۲۱مه نیته امریکایې ځواکونود هرات ولایت دکشک کهنه ولسوالۍدزمان کاريزپه سيمه کي وروسته له هغه چي دطالبانوپه کمین کي راګیرسول اوځاني تلفات ورواوښتل ،پرملکي وګړواوکورونویې دتوپونوناتارډزي وکړې چي په ترڅ کي یې «اته »تنه ولسي خلګ شهیدان سوي دي ،پرځاني تلفاتوسریره ملکي خلګوته مالي زیانونه هم اوښتي دي.داپریل پر۲۴مه نیته خارجي عسکرو دتخارولايت داشکمش ولسوالۍ په پخرک کلي کي ديودهقان سړي په کور چاپه وهلې،ملکي خلګ یې وهلي ټکولي دي ،څلورتنه یې بندیان کړي او«یو»کس یې په شهادت رسولی دی .داپریل پر۲۵مه نیټه یرغلګروځواکونوداروزګان ولايت دچارچينوولسوالۍ دګورګين په سیمه کي دولسي خلکوپه کورونوچاپه اچولي چي په ترڅ کي یې «څلور»تنه ملکي وګړي شهیدان او«دوه »تنه ژوبل سوي دي .دسیمه ییزوخلګوپه ویناچي بهرنیانو«درې »کسه ملکي وګړي دبندیانوپه توګه دځان سره وړي دي .داپریل پر۲۷مه نیته یرغلګروعسکرودکابل ولايت دده سبزولسوالۍ په تره خېل کلي کي چاپه وهلې اوپه ډیره بې رحمانه توګه یې دکورپه انګړکي ډزي کړي چي له امله یې «یوه »میرمن شهیده سوې او«یو»ماشوم ژوبل سوی دی .دپکتياله ګردي څېړۍ ولسوالۍ څخه داپریل پر۲۷مه نیته رسنۍ خبرورکوي چي بهرنیوځواکونوددغي ولسوالۍ په سرانه کلي کي پریوکوردیرغل په ترڅ کي « درې» تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي اودوه تنه بندیان کړي دي .داپریل پر۲۸مه نیته د بادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ دجان دوستي په کلي کي یرغلګروځواکونودعاموخلکوپه کورونوچاپه اچولې چي په ترڅ کي یې «اووه »تنه عام هیوادوال شهیدان سوي او«دوه »تنه نورژوبل سوي دي . بهرنیوعسکرو«اووه »تنه ملکي وګړي هم بندیان کړي دي .
مئ :
دمئ پرلومړۍ نیته دلوګرولایت دبرکي برک ولسوالۍ په فندي نومي سیمه کي یرغلګرودهاوان په ګولۍ مرمۍ دوه ماشومان شهیدان اودرې تنې ښځي ژوبلي کړي دي .پر۲مه یې دبادغیس ولایت دسنګ اتش ولسوالۍ دعمرزوپه کلي کي دیوې چاپې په ترڅ کي «یو»تن قومي مشرشهیدکړی او«دوه »نورقومی مشران یې بندیان کړي دي .دمئ پر۶مه نیواکګرودبادغیس مقرولسوالۍ دربوم په سیمه کي قومي مشرحاجي سخي دادبندي کړی او مشهورروحاني شخصيت (سيدحاجي ګل جان آغا)چې په سيمه کي يي په زرګونومريدان اومخلصان درلودل له خپلي خانقاڅخه راایستلی اوبیایې په شهادت رسولی دی ،دغه رازڅوروځي مخکي هم ایتلافي ځواکونودهرات ولایت دکشک کهنه ولسوالۍ کي یوقومي مشراغاګل شهیدکړی دی .دمئ پر۱۶مه شپه یرغلګروځواکونود کونړ ولایت دغازي اباد ولسوالي کې دماشومانوپریوټولۍ ډزي کړي چي له امله یې «یو»ماشوم شهیداو«درې »نوریې ژوبل شوي دي . چي وروسته بیادګوډاګۍ ادارې چلونکوهم په یاده پیښه کي دماشومانومرګ ژوبله تائیدکړه .دغه رنګه پرهمدغه نیټه یې دغزني ولایت داندړوپه عبدالرحیم کلي کي هم دملکي خلګوپرکورونوبمباري کړې چي له امله «درې »تنه شهیدان او«پنځه »ټپیان شوي دي . پر۱۴مه شپه یې د ننګرهارولايت دحصارک ولسوالۍ دلاجګړپه کلي کي دولسي خلګوپرکورونویرغل کړی ،کورونه یې تلاشي کړي دي ، خوکله چي یې څه پکي ونه موندل نوترتلاشۍ وروسته یې لس کلن ماشوم «بلال داول ګل زوی »چي په خواږه خوب بیده ؤ،ویشتلی اوشهیدکړی دی . دمئ پر۱۸مه شپه یرغلګروعسکروداروزګان ولایت مرکزترینکوټ ته نژدې دلنګردسیدانوکلي کي دملکي خلګوپرکورونودچاپې پرمهال «پنځه »تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او«څوارلس »تنه یې بندیان کړي دي .دمئ پر۱۸مه شپه یرغلګروځواکونود تخار ولايت دمرکزتالقان اړوندپه درې کيلومتري کي دآهن درې په سيمه کي «پنځه »تنه ملکي وګړي چي ښځي هم پکي شاملي دي شهيدان کړي دي . دپیښي په غبرګون ولسي خلګوپراخ لاریون پیل کړاودقاتلانودمحاکمې ،دبندیانودخوشي کیدوغوښتنه یې کوله خوپولیسودډیموکراسۍ ترسیوري لاندي هم دولس دحق غوښتلواوازونسوای زعملای اودخپلوټوپکوشپیلۍ یې پربرابري کړې چي په ترڅ کي یې «یوسل پنځه دیرش »تنه ملکي وګړي شهیدان اوټپیان سول .دمئ پر۱۹مه نیټه دهلمندولايت دسنګین ولسوالۍ دساروان کلاد سیمي دمیرودي په کلي کي «درې »تنه ولسي وګړي هغه مهال شهیدان سول چي دامریکايي عسکروله خواتوغول سوی راکټ یې پرکورولګید.یرغلګروځواکونودمئ پر۲۰مه شپه دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ دلوړې په سیمه کې دیوواده پرموټرانوډزي کړې چي له امله یې یو مشهور دیني عالم او شیخ الحدیث مولوي نورآغاشهیدسوی اوشپږتنه نورولسي وګړي ټپیان سوي .
دمئ پر۲۰مه نیته نیواکګروعسکرود بادغيس ولايت ددره بوم ولسوالۍ دلکي سرخ په سیمه کي دیوې چاپې په ترڅ کي «درې» تنه ولسي وګړي شهیدان کړي اوهمدغه راز«درې »تنه یې بندیان کړي دي .دسیمه ییزوخلګوپه وینایاده پیښه په داسي حال کي رامنځته سوه چي خلګ دشپې په خوب بیده وو،ناڅاپه امریکایانودکورونودروازې په بمونووالوزولې اوډزي یې وکړې چي له امله پورته ملکي مرګ ژوبله رامنځته سوه .هلته په هلمندکي هم په همدې نیته اشغالګروعسکرو دهلمندولایت دديشوولسوالۍ مرکزته نژدې پر یوکورچاپه اچولې ده ،چي په ترڅ کي یې دکورڅښتن حاجي دین محمداکاله ځانه سره دبندي په توګه وړی اودهغه ماشومه لوریې په مخامخ ډزوکي په شهادت رسولې ده .دمئ پر۲۵مه نیته اشغالګروځواکونود نورستان ولايت په دوآب ولسوالۍ کي وروسته له هغه درنې ړندې بمبارۍ وکړې چي دغه ولسوالي طالبانوولکه کړه ،په لومړۍ ورځ رسنیود«دیرشو»ملکي خلګودوژلوخبرورکړ،خووروسته دملکي تلفاتوشمېره آن ترسلګونوتنوورسیده ،په ولسي جرګه کي دنورستان ولایت استازووویل چي : «درې سوه »تنه په یادوبمباریوکي شهیدان اوټپیان سوي دي چي اوس هم دجګړې په ډګرکي بې درملني پراته دي اوڅوک دبمباریوله ډاره سیمي ته نسي ورننوتلی چي دتلف سووانسانانوغم وخوري ،دوی داهم وویل چي :دوژل سوواوژوبل سووکسانو مطلق اکثریت یې ملکي وګړي په ځانګړې توګه ښځي اوماشومان دي ،نوریې پولیس دي اویوشمېرطالب سرتیري هم پکښې دي .دمئ پر۲۹مه نیته دهلمنددوالي ویاندداوداحمدي رسنیوته وویل چي : ددغه ولایت دنوزادولسوالۍ دسلام بازارپه سیمه کي امریکایې ځواکونو«دوه »کورونه بمبارکړي دي چي له امله یې «څوارلس »تنه بې ګناه ولسي وګړي شهیدان سوي اویوشمېرنورټپیان سوي دي ،دوژل سووله جملې څخه پنځه نجوني اووه هلکان اودوې ښځي دي ،دغه رازپه یاده پیښه کي «یوه »ښځه او«درې »ماشومان ژوبل سوي هم دي . دمئ پر۳۱مه نیته د ميدان وردګو ولايت دسيدابادولسوالۍ داونخي سيمي په بادام کلي امریکایې ځواکونودیوې چاپې په ترڅ کي «یوه »ښځه شهیده او«یو»سړی ټپي کړی دی او«شل »تنه ولسي هیوادوال یې بندیان کړي دي .دنیواکګروپه دغه یرغل کي ملکي خلګوته پرځاني تلفاتوسربیره درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي ،دعیني شاهدانودویناله مخي چي امریکایانو دعاموخلکو«اووه » موټران «درې »کورونه او«یوه »دیني مدرسه په مکمله توګه سوځولي دي .
جون :
دجون پر۲مه نیټه رسینوخبرورکړچي دننګرهارولايت په پچيراګام ولسوالۍ کي يوتن قومي مشرملک شيرين دخپلودووزامنوسره يوځای وژل شوی دی. دسرچینې په حواله ملک شيرين او دوه زامن یې (اوه کلن رضوان الله اوشپږکلن عبيدالله )ماخستن په خپل کورکي وژل شوي دي ،سیمه ییزخلګ په یاده پیښه کي په یرغلګروپوري تړلي کسان محلي پولیس لتاړګڼي .طالبانویاده پیښه په سختوټکوغندلې اومرتکبینوته یې دسزاغوښتنه کړې ده .
په هلمندولایت کي بیاهم پرهمدې نیټه امریکایانو ددغه ولایت دنادعلي ولسوالۍ په شین کلي کي «دوه »تنه ولسي هیوادوال چي دخپل پټي په خواروان وو،په ډزوویشتلي چي له امله یې یوتن شهیدشوی اوبل یې ژوبل شوی دی . دغه رازیې پرهمدې نیټه دغزني ولايت د ګيلان ولسوالۍ په پردل کلي کي چاپه وهلې اودوسلوپیداکولوپه پلمه یې کورونه تلاشي کړي ،خوکله چي یې دتلاشۍ په ترڅ کي هیڅ ډول وسلې ترلاسه نه کړې نود یادي سیمي مربوط ددغندي کلي ملاامام (مولوي محب الله )یې په شهادت رسولی دی .
دجون پر۴مه نیته یرغلګرو د ننګرهارولايت دخوګياڼوولسوالۍ دوزيروپه احمدخيل سيمه کي یودولس کلن زلمی (دفضل مولازوی )بې له کومي پلمې اوبهانې په ډزوشهیدکړی دی .دجون پر۶مه نیټه یې بیا دغزني ولايت دخواجه عمري ولسوالۍ په کبرکلي کي دشپنیوعملیاتوپه لړکي «څلور»تنه ولسي وګړي شهیدان کړي اوهمدومره یې هم بندیان کړي دي .ولسي خلګورسینوته ویلي چي وژل شوي اوبندیان شوي ټول ملکي غریب کارخلګ دي چي دمجاهدنیوسره یې تړاونه درلود.
دجون پر۹مه نیټه بهرنیوعسکرودلوګرولايت د څرخ ولسوالۍ بازارته نژدې يو ملکي سراچه ډوله موټرپه نښه کړی اوپکښي سپاره « درې »تنه ملکي وګړي یې ځای پرځای شهیدان کړي دي .
دجون پر۱۳مه نیته اشغالګرودلوګرولايت د ازري ولسوالۍ دعاشق ابادپر کلي راکټونه اوتوغندۍ اورولي چي له امله یې «شپږو»تنوولسي وګړوژوندله لاسه ورکړی دی .
دجون پر۱۴مه نیټه نیواکګرود لوګرولايت دبرکي برک ولسوالۍ په شيخانوسيمه کي ديوبې ګناه کليوال په کورچاپه وهلې اوترتلاشیۍ وروسته یې ددغه کور«یو»تن غړی بې موجبه شهیدکړی او«دوه »تنه یې دبندیانوپه توګه کوم نامعلوم ځای ته بیولي دي .
دجون پر۱۹مه نیټه یرغلګرودکاپیساولایت دتګاب ولسوالۍ دبل احمدزي په سیمه کي داحمدزیودلیسې مدیرقدرت الله دڅلوروزده کوونکوپه ګډون په شهادت رسولي دي .دکاپیسادولایتي شوری غړي معلم رحیم الله رحیمي هم یاده پیښه تائیدکړې ده .
دجون پر۲۰مه نیټه یرغلګروعسکرودبدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ په باشندکلي کي دیوعام سړي په کوردچاپې په ترڅ کي دنوموړي کور«یو»تن غړی شهیدکړی اوبل یې بیاژوبل کړی دی .
دجون پر۲۱مه نیټه امریکایانویوواربیادهلمندولایت دنوزادولسوالۍ دسرغچ کاريزپه سیمه کي بمباري کړي چي له امله يي «شپږ»تنه ملکي وطنوال شهيدان شوي او«پنځه »نورژوبل شوي دي .
دجون پر۲۲مه نیټه رسنیود هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د اوسېدونکوپه حواله خبرورکړ چې نیواکګرو ځواکونو په دغه ولسوالۍ کي پر ملکي خلکو بمباري کړې چي له کبله یې لږترلږه «شپږویشت »تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي .یرغلګرویاده پیښه تائیدکړې خوادعا یې کړي ده چي شپږتنه مخالفین (مجاهدین )یې شهیدان کړي دي ،مګرولسي وګړي بیاټینګارکوي چي وژل شوي کسان ټول ملکي خلګ دي .
څه وخت مخکي هم بهرنیوعسکروپه یاده ولسوالي کي «څوارلس »تنه ملکي وګړي شهیدان کړل چي په غبرګون کي یې دکابل ادارې مشرکرزي ګوتڅنډنه وکړه چي که ایتلافي قواوي بیا داډول پیښه تکرارکړي نوافغانان به دیرغلګروپه سترګه ورته وګوري اودایې هم پسي زیاته کړه چي تاریخ شاهددی چي افغانانو له متجاوزینوسره څه ډول چلندکړی اوکوي .په تاسف سره دولسمشر!! دخبرداري څخه وروسته هم بهرنیانودهیوادپه ګوټ ګوټ کي په لسهاووملکي هیوادوال شهیدان کړي اولاهم خپلوجنایاتوته دوام ورکوي .
دجون پر۲۳مه نیټه بهرنیوځواکونو دلوګر ولایت دبرکي برک ولسوالۍ دعیدخیلو په سیمه کې په څو کور نوچاپه وهلي ،دخلګوکورونه یې تلاشي کړي اوپه اخرکي یې پرولسي وګړوډزي کړي چي له امله یې «څلور»تنه شهیدان شوي او«درې »تنه ژوبل شوي دي .
دغه رازدهمدې میاشتي پر۲۳مه نیټه امریکایانو دميدان وردګ ولايت دمرکزاړوندپه ملاخيلوسيمه کي «يو»تن ملکي هیوادوال چي په خپل فصل کي یې اوبه لګولې په ډزوشهيدکړی اودمقتول دوه وریرونه یې سخت وهلي دي .
دجون پر۲۵مه نیټه د کندزولايت دخان ابادولسوالۍ په مرکزي چوک کي دیوې چاودني له امله «اته ویشت »تنوملکي هیوادوالوته مرګ ژوبله واوښتله . رسنیودسیمه ییزومنابعوپه حواله خبرورکړی چي یاده پیښه دکابل ادارې مربوط دوو قومندانانو( قومندان ضابط رحيم او قومندان صوفي حبيب ) ترمنځ دشخصي دښمنۍ پربنسټ رامنځته شوې ده .په پیښه کي ولسي خلګوته دځاني تلفاتوسربیره مالي زیانونه هم اوښتي دي ،ترچاودني وروسته خلګو لاریون پیل کړاودکندزادارې اوپوري تړلورقیبوقوماندانوپرضدیې شعارونه ورکول .
دجون پر۲۸مه نیټه اشغالګروځواکونودهلمندولایت دموسی کلاولسوالۍ دمزرآباددشيخرانوپه کلي کي بمباري کړي چي په پایله کي یې « شپږ»تنه ماشومان او«دوې »ښځي په شهادت رسيدلي دي .دغه رازپرهمدغه نیټه یرغلګرودشپنیوعملیاتوپه لړ کي د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ په روزي کلي باندي چاپه وهلې اوپه ترڅ کي یې «يو»تن کليوال (حاجي اخترمحمد)په ډزوشهيدکړی اودسيدامين په نامه يوکليوال يې له ځان سره کوم نامعلوم ځای ته وړی دی .
دجون د۲۷- ۳۰دکونړولايت د وټه پورولسوالۍ په مربوطاتوکي دمجاهدينواویرغلګروځواکونوترمنځ دڅلورورځنۍ جګړې په پای کي چي بهرنيو پوځیانو له سیمي پښې سپکولې نوپراخه بمباري یې پیل کړه چي په ترڅ کي یې دڅوتنومجاهدینوترڅنګ «درویشت »تنه ولسي وګړي شهیدان شوي اوګڼ شمېرنورټپیان شوي دي .
دجون پر۲۹مه نیټه امریکایې عسکرو داروزګان ولايت دچارچينوولسوالۍ مرکزته نژدې داستوګني پرسیمه دهاوان بریدونوکړي چي په لړکي یې یوه ګولۍ دحاجي غلام نبي اکاپه کورلګيدلي اوله امله یې دنوموړي « درې» تنه ماشومان شهيدان شوي دي .
دجون پر۳۰مه نیټه یرغلګرود پکتياولايت دزرمت ولسوالۍ دسهاکوپه حيدري کلاسيمه کي چاپه وهلې ،کورونه یې تلاشي کړي اوخلګ یې کړولي دي . اشغالګروچي چاپه یې د حاجي برات، خان ګل اکااو….. په کورونوترسره کړه «دوه »تنه یې چي یویې دسهاکودلیسې محصل اوبل یې ورورؤشهیدان کړي او«څلور»تنه یې ژوبل کړي دي .
جولایې :
دجولایې پر۵مه نیټه یرغلګرودننګرهارولایت شيرزادو ولسوالۍ د مرکیخیلودشنډي توت په سیمه کي پریوکوریرغل کړی او«څلور»تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي دي .
دغه رازیې پرهمدې نیټه دسمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ په زيرکلي کي هم «درې »تنه ملکي هیوادوال شهيدان کړي دي .
دجولایې پر۶مه نیته نیواکګروځواکونو دخو ست ددو مندو ولسوالۍپه سمجي سیمه کي پریوکوربمباري کړې چي په ترڅ کي یې «دیارلس »تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي .ددې ولسوالۍ امنیه قوماندان حمیدالله هم یاده پیښه تائیدوي اوزیاتوي چي ناټوځواکونودغلطومعلوماتوپراساس دغه عملیات ترسره کړي دي چي په پایله کي یې دیوه کور«اته » ماشومان «دوې » میرمني او«درې »تنه نارینه وژل شوي دي .په سلهاووولسي وګړي دیرغلګرودهمدې کړني پرضددلاریون په موخه لارواوکوڅوته راوتلي وو اودښځواوماشومانودقاتلانودمحاکم
اګست :
داګست پر۳مه نیته دننګرهارولايت دحصارک ولسوالۍ دلاجکرسیمه کي خلګودیونامعلوم کس جسد پیدا کړ تر پلټني وروسته معلومه شوه چي شهیدجسد ددغي سیمي دملاامام قاري اجمل دی کوم چي څوورځي مخکي امریکایانوپه نوموړې سیمه کي دیوې چاپې پرمهال نیولی ؤ.
سپټمبر:
دسپټمبرپرلومړۍ نیټه امریکایې الوتکو دکندهارولايت دبولدک ولسوالۍدرباط په سیمه کي «دوه »تنه کوچيان چي پلي روان وو،ویشتلي اوشهیدان کړي دي .
دسپټمبرپر۳مه نیته نیواکګرودجلال ابادپه انګورباغ سیمه کي دپخواني جهادي قوماندان حاجي صبرلعل پرکوریرغل کړی ،دنوموړی کوریې تلاشي کړی اوپه اخرکي یې حاجي صبرلعل او«دوه »تنه نورشهیدان کړي دي .
دسپټمبرپر۱۰مه نیټه امریکایانودزابل ولايت ددايچوپان ولسوالۍ دداووپه سیمه کي دولسي هیوادوالوپرکورونویرغل کړی دی ،«څلور»تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي اویوشمېرنوریې دبندیانوپه توګه له ځان سره کوم نامعلوم ځای ته وړي دي . دغه رازپرهمدې نیټه یې دهلمندولايت مرکزلشکرګاه ښارته څېرمه دسره ګودرپه سیمه کي هم دیوې چاپې په ترڅ کي «یو»تن ولسي سپین روبی په شهادت رسولی او«پنځه »تنه نوریې دبندیانوپه توګه خپلوقرارګاووته وړي دي .
دسپټمبرپر۲۱مه نیټه اشغالګرودبلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ په سیړانوسیمه کي چاپه وهلې چي په پایله کي یې «یو»تن ولسي هیوادوال شهیدشوی او«دوه »تنه یې اسیران کړي دي .
اکتوبر:
داکتوبرپر۳مه نیټه بهرنیوپوځیانودکندزولايت په زرخریدسیمه کي دیوولسي هیوادوال پرکوردچاپې په ترڅ کي «یو»ملکي کس شهیدکړی او«درې »تنه یې بندیان کړي دي .د
داکتوبرپر۱۴مه نیټه امریکایې پوځیانودپکتياولايت مرکزګردېزښاراړونده دلرګیواډې ته نژدې دزرمت اوګردېزدلوي لاري پرسر یوماشوم په ټانګ وهلی ،چي له امله یې نوموړی ماشوم شهیدشوی دی ،خوقاتلینویې ځان ته ددرېدوتکلیف !!هم ورنه کړبیخي لکه هیڅ پیښه چي نه وي رامنځته شوې ،بې غمه دخپل بیس په لورولاړل .
داکتوبرپر۱۸مه نیټه داشغالګروځواکونوپه یوهوایې بریدکي د کنړ په اسمار ولسوالۍ کې دیوه کور«څلور»تنه غړي «یوه »نجلۍ «یوه »میرمن او«دوه »سړي ژوبل شوي دي .داکتوبرپر ۱۹مه نیته دبهرنیوځواکونوله لوري د ننګرهارولايت د شيرزادولسوالۍ په غنډۍ کلي کي «يو»تن ملکي افغان شهیدشوی او«پنځه »نوربندیان شو ي دي .داکتوبرپر۲۲مه نیټه رسنیوخبرورکړچي :دکونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې دیرغلګروځواکونوپه بمباریوکي «دیارلس »تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي ،دکونړوالي فضل الله وحیدي پیښه تائیدوي اوزیاتوي چي :دنړیوالوځواکونوپه بمباریوکي «یوولس »تنه ماشومان ،ښځي اونارینه ژوبل شوي دي .ددغه ولایت دعامي روغتیامشرډاکټرفاروق سهاک وایې چي په زخمیانوکي د«درو»تنوحالت داندېښنې وړدی .داکتوبرپر۲۴مه نیټه امریکایانودشپنیوعملیاتوپه لړکي دکندهارولايت دشاوليکوټ ولسوالۍ په لوړګي اوکوندل سيموکي دخلګوپرکورونویرغل کړی اوپه پای کي یې «دوه »تنه ملکيان شهیدان کړي او«پنځه »تنه یې اسیران کړي دي .داکتوبرپر۲۴مه نیټه امریکایانود هلمندولایت دکجکي ولسوالۍدزمينداوردغاون کاريزپه سیمه کي پریوکوردغدۍ په ترڅ کي «یو»ولسي وګړی شهیدکړی او«یو»بل تن یې بندي کړی دی .داکتوبرپر۲۴مه نیټه اشغالګرو دپکتياولايت دګردي څېړۍ اودپکتيکاولايت دنکي ولسوالۍ په سرحداتوکي دسيمه ييزوخلکودخپلمنځي لانجې وروسته پرهغوی بمبارکړی دی چي له کبله یې دسوري خېل قوم «پنځه »تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي . داکتوبرپر۲۷مه نیټه امریکایې بې بیلوټه الوتکودهلمندولایت دکریشک ولسوالۍدښورکي دمکتب ددوکانوسره پرملکي خلګوچي دلمانځه لپاره یې تیاري نیوله دوې توغندۍ ویشتلي دي ، چي له امله یې «اووه »تنه شهیدان او«درې »ژوبل شوي دي ،په شهیدانوکي «دوه »تنه کلیوال سپین ږیري دي اونورددې سیمي دوکانداران دي . دغه رازپرهمدې نیته یرغلګروعسکروددشپنیوعملیاتوپه ترڅ کي دپکتياولايت دزرمت ولسوالۍ دمموزوپه نوي کډوس کلي کي «یو»تن ولسي هیوادوال شهیدکړی او«درې »کسه نوریې له ځان سره کوم نامعلوم ځای ته وړي دي .داکتوبرپر۲۸مه نیټه رسنیوخبرورکړچي دننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍکي دبهرینوځواکونواوګوډاګۍ ادارې له خوابمباري شوې چي له امله یې تر«سلو»(۱۰۰)تنوډیرملکي هیوادوال مړه اوژوبل شوي دي ،یاده شوې پیښه وروسته له هغه رامنځته شوه چي په سیمه کي ددوومېشتوقومونو«سه پای اوعلي شېرخېلو»ترمنځ داوږدې مودې راهیسي دمځکي پرسرلانجه روانه وه ،چي بالاخره دننګرهاردولایتي ادارې اودسه پای قوم ترمنځ هم نښته وشوه چي په پایله کي یې دوالي ګل اغاشیرزي په غوښتنه امریکایې چورلکي راغلې اودسه پای قوم پروسله والویې بمباري وکړه چي له امله یې پورته ذکرشوې مرګ ژوبله ملکي خلګوته ورواښته .
نومبر:
دنومبرپرلومړۍ نیټه رسینوخبرورکړچي دبادغيس ولايت دسنګ آتش ولسوالۍ دغرشورې په کلي باندي دداخلي عسکروله خواتوغندۍ وارشوي چي له کبله یې «دوې »ښځي ،«یو»نارینه او«درې »ماشومان شهیدان شوي دي .دغه رازپرهمدې نیټه داسترالیاددفاع وزارت اعلان وکړچي په کټوازکي یې «یو»افغان کلیوال وروسته له هغه چي دوی ددریدوامرورته وکړخوهغه ونه مانه شهیدکړی دی .
دنومبرپر۲مه نیټه نیواکګروعسکرودکابل ولایت دسروبي ولسوالۍ دتورغره په سيمه کي دملکي خلګوپرکورونوچاپه وهلې ده ،دکورونو ترتلاشي کولووروسته یې «دوه »تنه ولسي هیوادوال ټپیان کړي او«یو»کس یې بندي کړی دی .
ډیسمبر:
مأخذونه :
[بي بي سي راډیو،ازادۍ = پژواک اژانس ،افغان اسلامي اژانس ،تاندویبپاڼه ،بینوا= روهي = اولراوبر= ]