شعـــــرونه

غزل: نوراحمد صدیقي

 

نوراحمد صدیقي                         
ما ویل د چا رنګ به یو چا پسې، څنګه ژیړیږي
په یو چا پسې رنګ د یو چا اوس خپله  ژیړیږي

لکه ونه چې خزان کې بهار پسې ژیړیږي
داسې زما هم یو چا پسې د ژوند پاڼه ژیړیږي

اوف اوف فراق او جدایي څومره مشکله ده چې
زه هره ورځ ګورم آینه کې مې چهره ژیړیږي

دا چې لمر هم ښکلا د طبیعت باندې مین دی
نښه دا مازدیګر کې چې د لمر سترګه ژیړیږي

زه صدیقي د دواړو مینې ته حیران شم پاتې
پتنګ ور وغورځوي ځان د اور لمبه ژیړیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x