ورزش

استرالیا د سویلي افریقا په وړاندې په ۴۷ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د دریو هیوادونو تر منځ د یوه ورځنیو لوبو درییمه لوبه د استرالیا او سویلي افریقا ترمنځه وه چې دغې لوبې کې استرالیا په ۴۷ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د سویلي افریقا لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د سویلي افریقا توپ وهوونکي ښه لوبه ونشو کړای او په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره يي ۱۸۹ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لپاره بېهارډین تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې. نوموړی په ۸۲ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۲ منډې جوړې کړې. هاشم امله هم په ۴۶ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۳۵ منډو جوړولو سره ښه وځلید.

د استرالیا لوبډلې لپاره هذلووډ، کولټر نیل او میکوسیل دوه دوه ویکټې او لیون او زامپا یوه یوه ویکټه واخیسته. هذلووډ خپل ۱۰ اورونو کې ۲۰ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

په ځوابي توپ وهنې کې د استرالیا لوبډلې توپ وهوونکي د سویلي افریقا توپ اچوونکو پر وړاندې پاتې راغلل. د استرالیا لوبډلې په ۳۴.۲ اورونو کې خپل ټولو لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۲ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره فیچ تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. فینچ په ۱۰۳ توپونو کې د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۲ منډې جوړې کړې. لیون هم په ۳۱ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۰ منډو جوړولو سره ښه لوبه وکړه.

د سویلي افریقا لپاره ربادا درې، پارنېل، عمران طاهر او فنګیسو دوه دوه ویکټې او شمسي یوه ویکټه واخیسته. د سویلي افریقا په توپ اچوونکو کې ربادا خپل ۷ اورونو کې یوازې ۱۳ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x