ادبي لیکني

د خوشال په شاعرۍ کې د قافیې (۹) توري

 ضیاءالحق سیند

تر هر څه دمخه اړینه ده چې په لنډ ډول پښېله(قافیه) وپېژنو، چې قافیه څه ته وایي.
قافیه:
د عربو په اصطلاح کې وروسته شا څټ او ورپسې تلونکي ته وایي، او په اصطلاح کې هغه پوهنه ده ، چې د بیتونو د دورونو د پای دکلیمو له همغږیو څخه بحث کوي.
۲ : ۹

لکه په لاندې بیت کې:
صورتګر چې ښه صورت په دېوال ساز کا
کل عالم یې په صفت زبان دراز کا
۳: ۱
د خوشال د پورتني بیت د مسرو په اخره چې کومه هماهنګي (ساز او دراز) په کلیمو کې لیدل کېږي دې ته قافیه پوهنه کې د قافیې کلیمې او قافیه پوهنه همدا د قافیې کلیمې تر څېړنې لاندې نیسي.

د قافیې توري:

د قافیې توري (۹) دي چې څلور یې تر روي مخکې یو روي او څلور نور یې تر روي وروسته راځي ، په دې اړه د ستر خوشال زوی (صدر خان خټک ) په خپل اثر (مثنوی ادم درخانۍ) څه ښه ویلي دي:

نه حروف د قوافي دي
وړاندې وروسته تر روي دي
د هر یک مقام معلوم دی
په درست شعر کې منظوم دی
۳: ۱۴
لکه په دې لاندې نوملړ کې چې د قافیې (۹) توري په ترتیب سره ښودل شوي دي:
۱ ـ روي
۲ ـ تاسیس الف
۳ ـ دخیل توري
۴ ـ قید
۵ ـ ردف
۶ ـ وصل
۷ ـ خروج
۸ ـ مزید
۹ ـ نایر

اوس به د پورته مطلب په رڼا کې به د قافیې (۹) توري په ترتیب سره د خوشال په غزلو کې وښیو:

۱ ـ روي:
په لغت کې رسۍ ، پریمانه خوږې اوبه ، هوښیار سړی او ساقي ته وایي، او د قافیې په اصطلاح کې د هماهنګې برخې د نهو تورو څخه هغه بنسټیز توری دی، چې بې له دې قافیه نه جوړیږي، روي د هماهنګې برخې اصل تورې دی او اته نور یې فرعي توري دي.
لکه د خوشحال په لاندې غزل کې:

د ښادمنو په خندا ږو
د غمونو په ژړا ږو

د رندانو په رندیې
د شیخانو په تقوا ږو

په وفا د عاشوقانو
د معشوقو په جفا ږو

د وصال په سل خوښیه
د هجران په زر بلا ږو

د بهار په ښو ګلونو
د بلبلو په نوا ږو

چې ترې صبر ونې هیڅ دي
په هغه قد بالا ږو

چې مکحولې دي له نازه
په هغه سترګو شهلا ږو

چې نریه تر ویښته ده
په هغه باریکه ملا ږو

چې عاشق ور پسې مرینه
په هغه جمال زیبا ږو

چې راځي د یار له لوریه
په هغه باد سبا ږو

چې پيغام راوړي د وصل
د هغه قاصد په پا ږو

چـې دویمه پکې نشته
د ریښتینو په رښتیا ږو

په دا هومره سوګندونه
صد هزار ځله بیا بیا ږو

چې تر ځان په تا مین یم
زه خوشال خټک په تا ږو
۳: ۱۰۷
دا پورته غزل چې د خوشال خان خټک دی، خندا ، ژړا ، تقوا ، جفا ، بلا ، نوا ، بالا ، شهلا ، ملا ، زیبا ، سبا ، پا ، رښتیا ، بیا او تا یې د قافیې کلیمې دي ، چې هماهنګه برخه یې یوازې یو توری (الف) دی چې په قافیه پوهنه کې همدا توری روي باله شي.

د روي توری د حرکت له مخې په دوه ډوله دی:
الف: مطلقه روي ب: مقیده روي
چې هر یو به یې په ترتیب سره د خوشال په غزلو کې وښیوو:

الف ـ مطلقه روي:
که چیرته د قافیو په کلیمو کې د روي توری حرکت ولري مطلقه (ازاده) روي ګڼل کیږي.
لکه د خوشال په لاندې غزل کې:
که هیڅ نه وي چې ویل راشي له یاره
ټول د یار مهر په لاس راکړه ریباره

سره لاله په هغه مځکه شګفته شي
چـې خولې دې باندې اوري له رخساره

د غمزې په تیغ مې وژني زه دعا کړم
چې زما په خون یې مه نیسې داداره

چا وی خپل نتلي کښي ، چې یې په یاد وي
بخته وخت دی چې یې ونه وځم له شماره

یوه شنه پاڼه خپل بخت په لاس را نه کړه
خلک څو ګلونه وړي له دې ګلزاره

په ارزو ارزو کې هسې لیونی شي
چې خبر شوم د عاشق سړي له کاره

که یې درست په سیند کې ډوب کړې، هم به سېځي
چې سوختن یې په نصیب شي له روزګاره

په وژو د عاشوقانو هسې ځغلي
نیم بسمل یې په ځای پریښوم له تلواره

چې یې ستا په کوی کې ځای ونیوه، نور موړ شو
د خوشال خاطر له باغه له بهاره
۳: ۱۳۸
دا پورته غزل چې د خوشال خان دی، یاره ،ریباره ، رخساره، داداره ،شماره، ګلزاره، کاره ، روزګاره، تلواره او بهاره یې د قافیې کلیمې دي چې هماهنګه برخه یې ( الف ، ر ، ه ) ده (الف) ردف ( ر ) روي او (ه) وصل دی ، نو څرنګه چې روي (ر) خوځنده دی ، (ه) توري په واسطه یې حرکت پیدا کړی نو ځکه یې مطلقه روي بولي.

ب ـ مقیده روي:
که چیرته د قافیو په کلیمو کې د روي توری حرکت ونه لري یعنې ساکن وي مقیده روي ګڼل کیږي.
لکه د خوشال په لاندې غزل کې:

دا ښایست چې یې په تا باندې کښېښو
د زړه داغ به یې په ما باندې کښېښو

که جمال یې و یوسف نه وای ورکړی
چا به غم په زلیخا باندې کښېښو

مګر ګل په اشارت کې ورته ووی
چې بلبل ټټر په ما باندې کښېښو

که د زلفو مار یې وخوري عاشق ګرم دی
چې یې لاس په اژدها باندې کښېښو

زه که ستا په لړ شوو باندې پروت نه وای
د سپي نوم به دې په چا باندې کښېښو

که هر څو به دې شاړه له خپله وره
خوار خوشال به قدم تا باندې کښېښو
۳: ۱۰۳
دا پورته غزل د خوشال خان خټک دی، چې: تا ، ما ، زلیخا ، ما ، چا او را یې د قافیې کلیمې دي چې هماهنګه برخه یې یوازې یو توری ( الف ) دی چې روي باله شي او حرکت نه لري نو ځکه یې مقیده روي بولي.

۲ ـ تاسیس الف:
که چیرته د قافیو په کلیمو کې هماهنګه برخه په خپلواک الف پیل شوي وي خو په دې شرط چې د (الف) او (روي) تر مینځ دخیل (مغایر) توري واقع وي ، دغه د پیل الف ته د تاسیس الف وايي.
بیلګه یې د خوشال په لاندې غزل کې:

ته دلبره که عذار یې ، زه وامق یم
ستا په مینه کې هر ګوره موافق یم

ته که بې له ما نه پایې، معشوقه یې
زه به بې له تا په څو پایم عاشق یم

ته تل خانده ،هوسیږه ، زما زړه یې
غم به زه کړم چې همیش د غم لایق یم

پتنګ ځان په اور کې وویشت دا یې ووی
که مې لاف د مینې وواهه صادق یم

که د غشیو تیر باران را باندې وشي
که به سترګې له تا واخلم، منافق یم

چې و تورو خاورو هسې حسن ورکا
زه حیران پاتې په صنع د خالق یم

د نیمګړو طبیبانو دارو اور دی
زه خوشال په طلب ستړی د حاذق یم
۳: ۷۷
دا پورته غزل د خوشال خان دی، چې وامق، موافق، عاشق، لایق، صادق، منافق، خالق او حاذق یې د قافیې کلیمې دي چې هماهنګه برخه یې په خپلواک (الف) پیل شوی چې همدا د تاسیس الف او ورپسې دخیل یا مغایر توري(م، ف،ش، د، ف، ل، ذ) راغلي او ورپسې تړلی (ق) توری راغلی چې همدی ته روي وایي.

۳ ـ دخیل یا مغایر توري:

هغه متحرک توري دي چې د تاسیس د توري او د روي تر مینځ فاصیله جوړوي.
۱: ۲
لکه د خوشحال په دې لاندې غزل کې:

خر د سرو زرو د زین نه دی لای
ښه څړۍ ورلره بویه موافق

بوالهوس چې عاشقي کا عاشق نه دی
په خالي هوس یې مه بوله عاشق

نفساني تاریکه شپه صادق هغه دی
چې سحر غوندې سینه لري صادق

څه په علم په تلقین سره نور نه شي
چې راغلی له ازله دی فاسق

د سینا زویه له ځایه شیخ ملا و
اراسته نه شو په درس په خوانق

په ادب به د ادیب فایق له چا شي
چې له ځایه په فطرت نه وي فایق

صالحان له ظالمانو نه پیدا شي
له ذاهده نه پيدا شي غل سارق

د بد خوی د خوی علاج ملک الموت دی
نه په ډیر علاج خبر حکیم حاذق

هغه باغ هغه باغوان هغه یې ګل دی
چې فرهاد باندې بلبل و یا وامق

زړه سوخته مینان ډیر دي په جهان کې
څه یوازې یو مجنون نه دې عاشق

که کارګه غوندې یې فهم وي خوشاله
هیڅ استاذ به شین توتا نه کړي ناطق
۳: ۶۷
دا پورته غزل چې د خوشال خان خټک دی او د قافیې کلیمې یې په ترتیب سره لایق، موافق، عاشق، صادق، فاسق، خوانق، فایق، سارق، حاذق، وامق، عاشق او ناطق راوړل شوي دي، هماهنګې برخې پیل یې په خپلواک الف شوی چې د تاسیس الف یې بولي او ورپسې دخیل یا مغایر توري(ی ، ف ، ش ، د ، س ، ن ، ی ، ر ، ذ ، م ، ش ، ط) دي چې ورپسې هماهنګ توری ( ق ) راغلی دی چې روي ګڼل کیږي.

۴ ـ قید:
که چیرته د قافیو په کلیمو کې د هماهنګې برخې پیل په دوه څنګ په څنګ بې حرکته بېواکو غږونو کې راغلی وي، لومړنی بې حرکته بېواک غږ ته (قید) او دوهم بې حرکته بېواک غږ ته (روي) وايي.
لکه د خوشال په لاندې غزل کې:

که د یار پسې څوک سپينې جامې رنګ کا
اواره دې د نیمګړې دنیا ننګ کا

شپه او ورځ دې پسې ژاړي یار دې غواړي
که مین وي په رښتیا ځان دې ملنګ کا

و اشنای وته د یار مینه څرګنده
لکه قصد چې له ډیوې سره پتنګ کا

دا د غم کښتۍ چې ګرځي په دریاب کې
یوه ورځ به یې ذرې ذرې نهنګ کا

ښایسته بلا دې ولیده خوشاله
اوس که زړه منع کوې سترګې دې جنګ کا
۳ : ۲۴
دا پورته غزل چې د خوشال خان خټک دی په ترتیب سره پکې رنګ، ننګ، ملنګ، پتنګ، نهنګ او جنګ د قافیې کلیمې راغلي دي چې هماهنګه برخه یې ( ن، ګ ) ده، چې دواړه بېواک بې حرکته غږونه(توري) دي نو لومړنی بې حرکته بېواک غږ (ن) قید او دوهم بې حرکته بېواک غږ (ګ) روي دی.

۵ ـ ردف:
په لغت کې دو پوشته ته وایي، او په دوه ډوله دی:
الف ـ اصلي ردف:
که چیرته د قافیو په کلیمو کې هماهنګه برخه په خپلواک توري (الف ، و ، ي) پیل شوي وي خو چې وروسته یې بل متصل هماهنګ توری راغلی وي، په دې وخت کې د هماهنګې برخې د پیل توری اصلي ردف او ورپسې توری یې روی باله شي.
لکه د خوشحال په لاندې غزل کې:

که د زړه څه خو ترس، ډار وای څه به ښه و
لـږ دې مهر په ما خوار وای څه به ښه و

زه چې ستا له غمه زار کړم ستا پـه در کې
کـه دې غـوږ زما په زار وای څه به ښه و

چې په ما باندې پېغور کا ستا په عشق کې
ستا له حسنه خبردار وای څه به ښه و

هر چې نن د زهد لاف کا په جهان کې
په لیدو دې پرهیز ګار وای څه به ښه و

پس له مرګه مې یو هسې مکان ګور شوای
چې پرې تل د کښلیو لار وای څه به ښه و

ستا په کوی کې ډیر کوټه تازیان پراته دي
زه هم ګډ د دوی په شمار وای څه به ښه و

ستا په غم به په دا لږ عمر موړ نه شي
د خوشال عمر بسیار وای څه به ښه و
۳: ۱۰۹
د خوشال خټک په دا پورته غزل کې ډار، خوار، زار، خبردار، پرهیزګار، لار، شمار او بسیار د قافیې کلیمې دي، چې هماهنګه برخه یې (الف ، ر) ده الف خپلواک توری او هماهنګي پرې پیل شوې ردیف او ( ر ) یې روي ګڼل کيږي.
ب ـ مضاعف ردف:
مضاعف په لغت کې دوه برابره ته وایي، او مضاعف ردف بیا په اصطلاح کې چې د قافیې د کلیمې هماهنګې برخې پیل په خپلواک توري(الف، و ، ی) شوی وي خو چې وروسته یې دوه سر په سر بې حرکته بېواک توري راغلي وي ، لومړي هماهنګ توري یې اصلي ردف، دوهم هماهنګ توری یې مضاعف ردف او دریم توری یې روي ګڼل کیږي.
لکه د خوشال په لاندې غزل کې:

چې مین شوم د بلندې په قامت
راته ودرېده دار د ملامت

چې بلا یې د قامت را ته ښکاره شوه
ګویه پاڅیده بلا د قیامت

چې محراب یې د ایرو را ته ښکاره شو
هغه دم مې ناره وکړه قد قامت

د مژګانو ناوکي یې هسې نه دي
چې به څوک ورځنې درومي سلامت

چې نه می، نه معشوقه، نه ګشت د ګلو
تیر یې عـمر دی په غم په غرامت

نن د کښلیو د دیدن ننداره ګوره
او کنه ګانده به درشي ندامت

چې د کښلیو ننداره را څخه لاړ
خبر نه یم کوم ګناه و کوم شامت

چې نظر به د کرم په خوشال کاندي
لا به کله وي دا فضل و کرامت
۳: ۲۸
دا پورته غزل چې د خوشال خان دی، په ترتیب سره پکې قامت، ملامت، قیامت، قامت، سلامت، غرامت، ندامت، شامت او کرامت د قافیې کلیمې راغلي دي چې هماهنګه برخه یې ( الف، م ، ت ) چې (الف) یې اصلي ردف ( م ) یې مضاعف ردف او ( ت ) یې روي دی.
یادونه: تاسیس الف، قید ،ردف او دخیل توري د تل لپاره تر روي مخکې راځي، او په ترتیب سره وصل ،خروج ، مزید او نایر د تل لپاره تر روي وروسته راځي.
۶ ـ وصل :
د قافیې په هماهنګه برخه کې د تل لپاره تر روي وروسته متصل هماهنګ توری وصل باله شي.
لکه په لاندې غزل کې:

ګرم خو نه یم چې له درده سره ښورم
نور به ډکې پیالې اخلي زه به ګورم

لاله زار به شګفته په هغه ملک شي
چې باران د دواړو سترګو باندې وورم

وایي زړه له ما نه وژغوره که ښه کـړې
کشکې ستا له لاسه خلاص شي زه یې ژغورم

ځان به درکړم، مچه راکړه، ښه سودا ده
که یې ته په بها پرې زه یې پلورم

په دا زار به هر بې نیاز کله خبریږي
چې خوشال را ته دعا کا زه یې زورم
۳: ۹۰
دا پورته غزل چې د خوشال خټک دی، ښورم ، ګورم ، وورم ، ژورم ، پلورم او زورم یې د قافیې کلیمې دي، چې همانګه برخه یې ( و، ر، م ) دی چې ( و ) یې اوږد واول اصلي ردف ( ر ) یې روي او ( م ) یې وصل دی.

۷ـ خروج :
د قافیې په هماهنګه برخه کې تر روي وروسته توری وصل او تر وصل وروسته توری خروج باله شي.
لکه په لاندې غزل کې :

په تیرو تورو ور درومي یکرنګان
په لمبو باندې ځان ولي پتنګان

د کونجکو قدر یو، د درو بل دی
ننګیالانو سره څه ږدې بې ننګان

ارتګي د زړه دلیل د جنتي دی
د دوزخ د اور لایق دي دلتنګان

د بادشاه په سلطنت پورې خندا کا
په سپیرو ایرو لړلي ملنګان

نور ماهي یې تار په تار درومي له مخـه
ماتوي لویې بیړې نهنګان

د هاتي د لاسه سور ورته پیکه وي
چې د میو پیالې اخلي سرهنګان

څه د ځان صرفه، اوس کار کوه خوشاله
لکه کار کا پرهارژلي پلنګان
۳:۹۷
دا پورته غزل د خوشال خان خټک دی، چې یکرنګان، پتنګان ، ننګان ، دلتنګان ، ملنګان ، نهنګان ، سرهنګان او پلنګان یې د قافیې کلیمې دي، چې هماهنګه برخه یې ( ن، ګ، الف،ن ) چې لومړنی ( ن ) یې روي دویم هماهنګ توری ( ګ ) وصل او دریم هماهنګ توری ( الف ) یې خروج او څلورم هماهنګ توری ( ن ) یې مزید دی.

۸ ـ مزید :
د قافیې په هماهنګه برخه کې تر روي وروسته توری وصل او تر وصل وروسته توری خروج او تر خروج وروسته توری مزید باله شي.
لکه په لاندې غزل کې:

ای چې مخ ددې ښایسته دی په خالونه
په دا خپل ښایست ډیر مه کوه خیالونه

همیشه به دې دا هسې ښایست نه وي
د ګلشن ګلونه نه وي تر کالونه

چې د خپلو عشوقانو وبال اخلې
هومره ښه نه وي په غاړه وبالونه

کله ما وته دعا کله ښکنځل کړې
درته چا ښیل دا هسې جنجالونه

ډیر دې ما غوندې غولولي په رنګ رنګ دي
څه بلا یې په لباس په ټیټالونه

ستا د وروځو خال کوتره د هوڼا ده
تورې زلفې دې چاپیرې ترې جالونه

د بلبل په خاطر هومره بلا نه وي
چې غونـچه کا غوړیدل په اهمالونه

ستا دا نیسته هسته خوله هسې اشکال دی
چې به نه وي نور دا هسې اشکالونه

نه به باز، نه به شاهین، نه به شنقار شي
که ټپوس د اولوتو لري بالونه

په دا څو توکه دې هیڅوک باور نه کا
په وعده د کښلیو خوب دی، که فالونه

د مجنون په بیړۍ ناست دی مرګ یې مه وه
چې په سپینو خـولو یې وښندل مالونه

خبردار ورباندې روغ لیونی نه دی
په خوشال کې چې پراته دي دا حالونه
۳ : ۱۵۸
دا پورته غزل چې د خوشال خان دی، چې په ترتیب سره پکې : خالونه ، خیالونه، کالونه ، وبالونه ، جنجالونه ، ټیټالونه ، جالونه ، اهمالونه ، اشکالونه ، بالونه ، فالونه ، مالونه او حالونه د قافیې کلیمې راوړل شوي دي، چې هماهنګه برخه یې (الف، ل ، و ، ن ، ه ) چې لومړنی هماهنګ توری(الف) اصلي ردف دوهم توری( ل ) یې روي دریم توری ( و ) یې وصل څلورم توری ( ن ) خروج او پنځم هماهنګ توری یې مزید دی.

۹ ـ نایر :
د قافیې په هماهنګه برخه کې تر روي وروسته توری وصل، تر وصل وروسته خروج، تر خروج وروسته مزید او تر مزید توري وروسته که یو یا څو توري راغلي وي ټول نایر باله شي.
لکه په لاندې غزل کې:

څوک به څه ساتي په پوهه ، په پندونه
په ویښته سره تړلي پیوندونه

په یوه قفس کـې بند کارغه توتا کړه
سره بیل به وي د هر یوه سندونه

یا کشتي د زورورو سره مه کړه
یا د دوی غوندې پیدا کړه مړوندونه

موږ په دا عقل روغ نه یو لیوني یو
معشوقه چې و عاشق و ته غندونه

عاشقان د شاه د خولې یو زر مو نشته
که په سر یې لیدل مومو سر ښندونه

چې باور دې په رښتیا خبره نه کا
و هغوی وته به څه خورې سوګندونه

چې ناپوه سره تیریږې ډیر افسوس دی
د دانا سړي کېمیا غوندې ژوندونه

په خپل ښکار پسې به څه رنګ باز الوځي
چې بازدار یې پسې وا نه کا بندونه

د شکرو خوند به هیڅ ورباندې نه وي
چې خبر وي د خبرو په خوندونه

تا د زلفو په زنځیر کې خوشال بند کړ
افرین دې په دا هسې شان بندونه
۳ : ۱۶۱
دا پورته غزل چې د خوشال خان خټک دی او د قافیې کلیمې پکې په ترتیب سره:پندونه، پیوندونه، سندونه، مړوندونه، غندونه، ښندونه، سوګندونه، ژوندونه، بندونه، خوندونه او بندونه راغلي دي، چې هماهنګه برخه یې(ن، د، و، ن، ه) دی، (ن) روي، (د) وصل، (و) خروج، (ن) مزید او ( ه ) نایر دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اخځونه (سرچینې)

۱ ــ بارکزی، محمد ظاهر، ژباړنه: ادبي فنون، پیښور،خاور خپرندویه ټولنه ، ۱۳۸۸ ل
۲ ــ حقپال ، محمداجان ، قافیه پوهنه، کابل، د کابل پوهنتون مطبعه، ۱۳۸۹ ل
۳ ــ خټک ، خوشال خان ، کلیات، کابل ، دانش خپرندویه ټولنه ، ۱۳۹۱ ل
پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x