له پلخمري تر ارغندي د برېښنا مزي غځولو تړون لاسليک شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د برېښنا شرکت د عمومي اجرائيوي رئيس قدرت الله دلاوري له لوري له پلخمري تر ارغندي د برېښنا د مزو غځولو تړون له KPTL-RGM JV کمپنۍ سره لاسليک شو .

ياد د برېښنا مزي به د بغلان له مرکز پلخمري سب سټېشن څخه د کابل د پغمان ولسوالۍ تر ارغندي سب سټېشن پوري ۲۰۹ کيلومتره اوږد والی ولري .

د پروژې د بشپړتيا لپاره ۳۰ مياشتي په پلان کې نيول شوي .

۲۰۹ کيلومتره اوږدوالی لرونکي مزي چې د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد توان لري شاوخوا د ۱۱۹ ميليون ډالرو په لګښت غځول کيږي چې ياد لګښت د اسيا پراختيايي بانک له بې بدله مرستو څخه ورکول کېږي .

د برېښنا شرکت او کمپنۍ تر منځ په ياد تړون ليک کې کمپنۍ د پروژې د عملي کولو لپاره د وسايلو پر برابرولو ، ډيزاين ، نصب ، جوړېده او نورو ورته څيزونو مکلفه بلل شوې .

له پلخمري تر ارغندي ياد تړون داسي مهال لاسليک کيږي چې پرون د کجکي برېښنا بند هوکړه ليک هم له يوه ترکي ۷۷ شرکت سره لاسليک شو .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د