د وطن پــــه یاد – سمیع الدین افغاني
پــــه وطـــن موجوړماتم دی
تــورتمونو کې مو شپې دي
دا د کـــــوم ظــــــــالم له لاسه
چې ظلمونوکې موشپې دي
*** ***
ګـــران وطن راته سوراورشو
دوزخ لمبې تــــــري خـــیژي
بــــل محشر ته حاجت نه شته
قیامتونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم له لاسـه
چې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
د کــــــابــــل هـــــره کــــوڅــه مو
ښکلي ښکلي خــــــــاطرې دي
اوس یې وران اوویجاړګورم
ګــــړنګونو کې مـــو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
زوړ او ځوان مو شهیدان شول
څــوک بې پلاره څوک بې موره
د چا کور جوړ قــــــــبرستان شو
زیــــــــــارتونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
افغانان ټول تار او مار شول
څوک په کوزاوڅوک په بردي
په وطن کې چې اوســــــــــیږي
ماتمونو کې یې شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
داســـلام پــــــه تــــــمه تــــــمه
د کــــــــــافرو کانــي وشــــــوې
هـــــــــــــیڅ تمیزکـــولای نه شو
په چــــرتونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
دنـــــــــــــیا ټـــوله راته خاندي
موږ په چیغو چـــــــــیغو ژاړو
څه سپین سترګې دنیاګۍ ده
سیاستونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
افــــــــغانی وطن به جوړ شي
که د خدای مــــــــــــهربانـــي وه
د پــــــردو لاس بـــــــــــه لنډیږي
امــــــــــیدونو کې مو شپې دي
دا د کـــــــــــوم ظـالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دي
*** ***
سمیع الدین افغاني