د افغانستان جګړي برطانوي عسکر در په در کړي دي

british_army_killed_in_afghanistan

ژباړه : شفیق احمد ریان

د اقتصادي مشکلاتو له امله په برطانیه کښي په زرګونو پخواني فوځيان په پيادرونو  او د ریل ګاډی په تمځایونو کي شپي سبا کوي . په دي  در په در شویو کي فوځیانو کي اکثریت هغه عسکر دي چي د افغانستان له جګړي څخه راغلي دي .

په انګلستان کي دا مهال په زرګونو وګړي بي کوره دي ، ددوي دریمه حصه هغه فوځيان جوړوي چي له تقاعد وروسته د سر پټولو لپاره کور نه لري .

الجزیري تلویزون د انګستان د یوي مجلي دي سن  ( The sun) په حواله یوه راپور کي په ډاګه کړي چي انګلستان په افغانستان کي د ایتلافي ځواکونو مهم غړی دی ، فوځیان يي هلته په نظامي عملیاتو کي پوره برخه اخلي ، خو تقاعد شوي فوځيان يي کوم راتلونکی نه لري .

انګلستان چي د خپلي بودجي زیاته برخه په نظامي وسایلو مصروفوي د وګړو يي دا حال دي چي زیات شمیر يي د اوسیدلو لپاره کورونه نه لري . ددي هیواد د لویو ښارونو په سړکونو ،پياده رونو او د ریل ګاډو تمځایونو ته ماښام  بي کوره  کسان په ډلو ، ډلو راځي . د مجلي له راپور سره سم په دوي کي  میرمني او نارینه دی  ، اکثریت پکښي هغه پخواني فوځیان دي چي د خپل ملک لپاره يي فوځي خدمت ترسره کړي خو له تقاعد وروسته د مایوسه کونکي حالات ښکار دي او د در په دري شپي ورځي تیروي .

د دي سن The sun مجله زیاتوي چي له افغانستان څخه راغلي داسي فوځيان هم شته چي پنځه ځلي مرمي باندي لګیدلي  ، زخمونه يي تر اوسه پوره روغ شوي نه دي  حکومت ته يي څو څو ځله د علاج عریضه کړي خو حکومت يي نه تر اوسه پوري وړیا علاج کړی او نه یی هم د پټولو لپاره  دوي ته کوم ځای ورکړی دی .

د مجلي له راپور سره سم  دوي کي داسي فوځيان هم شته چي په جنګ کي يي د ښه خدمتونو او جراتمندي نښان  ګټلی دی .دا در په در شوي په پیارونو کي ګذاره کونکي  فوځیان اوس د هغو نښانونو ساتنه هم نشي کولای . د خوب په حالات کي ډیر وخت دوي له دي نښانونو څخه محروم شي .  له دوي سره اوس د افغانستان د جنګ له ترخو یادونو پرته  هیڅ پاتي نه دي .

همدا رنګه په دوي کي هغه بوډا فوځیان هم ډیر دي چي هسی د خوب لپاره د یوه پیاده رو یا کوم بل ځای په لټه کي سرګردانه وي . راپور کي راغلي چي دوي کښي بعضي له خپلي نظامي روزني څخه په استفادي سره په ځنګلونو کي د ژوند تیرول پیل کړي تر څو د خپلو هغو  ملګري له ملنډو او استهزاء څخه ځاني وساتي چي له دوي سره یو ځای يي مکتبونه ویلي او اوس خوشحاله ژوند کوي .

د دي سن ( The sun) مجله وايي چي د انګلستان ددفاع له وزارت سره اته زره خالي فلیټونه دي ، که وزارت وغواړي ددي بي کوره او در په در شویو فوځیانو د استوګني بندوبست وکړي  د ډیرو خلګو ژوند به اسانه کړي خو د انګستان ددفاع وزرات په دي موضوع کي کومه دلچسپي نه  لري .

دا مجله زیاتوي چي د انګستان د ځانګړو ځواکونو یا سپیشل فورس یو تقاعد شوي غړي کین هیمس (Kin hims) یوه مرستندویه ادراه خلاصه کړي  هدف  يي  هغو تقاعد شویو فوځیانو ته د هستوګني او درمنلي د اسانتیاوو برابرول دي چي  د اضطراف او پریشاني په حالات کي شپي ورځي سبا کوي د پوښتني لپاره څوک نه لري .

ددي اداري مشر هیمس وايي چي د انګستان ددفاع وزارت ته ضرور ده چي دي موضوع ته توجه وکړی تر څو د پخوانیو فوځیان ژوند په سکون سره تیر شي او د انګستان نوی نسل د فوځي ژوند څخه متنفر نشي ، خو که دي مسئلي ته توجه ونه شي په پایله کي به یي به په راتلونکي کي وګړی فوځ ته له تللو څخه  ډډ کوي چي دا به د انګلستان لپاره ډیره خطرناکه لانجه وي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د