افغانستان

کندوز : طالبان د ملي اردو عسکر د خپل زوی پر فېسبوکي پېغام خوشي کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): طالبانو ته د ملي اردو ورپاته عسکرو څخه یې یو د راتلونکي جمعې په ورځ خوشي کیږي.

د کندز طالبانو ته نیژدې د فیسبوک اکاونټ نن اعلان وکړ چې د جعفر علي په نامه یو کس چې د ملي اردو سرتیری دی، د توبې ایستلو او همداسي د هغه د زوی په غوښتنه خوشي کیږي.

پر فیسبوک نشر شوی د حسین علي لیک او د سیمه ایزو طالبانو غبرګون
پر فیسبوک نشر شوی د حسین علي لیک او د سیمه ایزو طالبانو غبرګون

د حسین علي په نامه د جعفر علي زوی طالبانو ته پيغام لیږلی، چې پلار یې غریب کار سړی دی، د خپل کور یوازینی پالونکی دی، په سیمه کې د ځینو ملحوظاتو له امله کابل ته په غریبي په سي تللی وو، که یې طالبان خوشي کړي نو به یې تر ژونده احسان مند وي.

په جواب کې هغه طالبانو چې جعفر علي یې د نورو عسکرو تر څنګ له تیرو څو ورځو راهیسي ژوند ساتلی، پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې جعفر علي د ډیر عمر سړی دی، ددوی تحقیقات ښيي چې رشتیا هم هغه لومړی دکاندار وو، بیا د اربکیانو څخه په تنګ راغلی وو او کابل ته تللی وو، خو د هغه بایومیټرک معلومات او انځورونه ښيي چې د ملي اردو عسکر پاته سوی.

دوی زیاته کړې چې هغه اوس توبه کښلې ، دوی به یو بل چانس هم ورکړي چې خپل عادي ژوند وکړي.

د یادوني وړ ده چې تېره اونۍ طالبانو د شپې ناوخته د کندز ولایت د شنه تپه په ساحه کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د مسافر وړونکو بسانو څخه کښته کړه، د عیني شاهدانو په وینا طالبانو ددوی تر نیول کیدو ورسته د ملي اردو عسکر د عادي مسافرو څخه د بایو میټرک سیسټم په واسطه جلا کړه.

هغه وخت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې تر ۱۵۰ زیات ولسي وګړي یې خوشي کړه، یو شمېر عسکرو د تیښتي هڅه وکړه چې د طالبانو سره په اخ او ډب کې ووژل شوه، پاته کسان اوس هم د طالبانو سره دي.

په دې وروستیو کې ویل کیدل چې یوازي اته کسان د طالبانو سره پاته دي چې د برخلیک په اړه یې لا درک نه دی مالوم.

د یادوني وړ ده چې طالبانو په لویو لارو کې د مسافرو له مینځه د امنیتي سرتیرو د راجلا کولو لړۍ وروسته تر هغه پیل کړه چې تېره میاشت د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ۱۵۰ تنه مسافرین له طالبانو سره د تړاو په تور د سفر پر مهال له بسونو کښته کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جاوید

نن یې عملاْ ثابته کړه چې طالبانیزم هم د شیعه ایزم سره خواخوږي لري. علی او حسین نومو ته په یوه او بله بهانه یا د توبې کښلو په بهانه بخښنه کوي، خو که دا کوم بدبخته پشتون وي نو هغه پرته له هر ډول پوښتنو ګرویږنو د فنا کندې ته استوي. دا دهغې مدعا ښکاره ثبوت دي چې: طالبانو د داعش څخه د شیعه ګانو دیرش کسیزه ډله خوشې کړه چې په پایله کې په کابل ښار کې مظاهرې هم وشوې. نه داچې شیعه ګانو طالب څخه مننه ونکړه بلکه هنوز یې د وحشي او درنده نوم پرې کيښود.… نور لوستل »

افغان

استعمار هڅی لری ، خلک وویشی او بیا د خبلو غلامانو په واسطه ورباندی حکومت وکړی ، یو شمیر غلامان ورته پشتانه وایی ، او وایی چه پشتانه د غیر پشتنو سره جنګ کی دی ، کله چه مقاومت له جنوبه په شمال کی زیاته پراختیا او پیاوړتیا پیدا کړه ، نو ځنی پښتانه غلامان یی کله داعشیان ګڼي او که هغوی د خپلو ورونو قومونو سره چه مسلمانان وی لکه همدا اوس چه یی د یوه زوی پلار د فیس بوک په هیله ایله کړو چه اخری نومونه یی په حسین یا علی ختم شوی وو ، زمونږ پشتون… نور لوستل »

حسین علی

افغان وروره
ډېره ډېره مننه.
ژوندی اوسی،
په داسی معقول او مضبوط استدلال دي د ډېرو سرونه ورخلاص کړل .
زه فکر کوم چې دا تر تا ورپورته جاوید نامی به هم سر ګریوان ته ټیټ کړی وی ، او آینده به پر خپله قلبي ناروغۍ له سره غور وکړي .

الحاج استا ذ بیانزی

حسین علی ورور او نورو ټولو مسلمانانو ورونو السلام علیکم ! زما هم د افغان ورور او حسین علی ورور خبری ډیری زیاتی خوښی او دجاوید ورور ( که نه خوابدی کیږی ) ډیری بی خونده وی په اړه به یی زه خپلی څرګندونی له تاسی سره شریکی کړم : افغانیت : زمونږ د ټولو ورونو قومونو ګډ ټاټوبی دی ټول یو شان حق لری او یو بل ته باید درناوی ولری مګر هغه چه زمونږ د خاوری ، خلکو او خپلواکی د نورو سره کوی او دنورو له خوا په مونږ تپل شوی هغه که دهر قوم دی افغانان… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x