ایران غواړي افغاني سیاست کی دخپل نفوذ کچه لوړه کړي

(نن ټکی اسیا جنور۲۰۱۲/۰۵) دافغانستان دقضیی شنونکي اوسیاست پوهانو ویره څرګنده کړی ده چی په دي وروستیوکی دایران حکومت دافغانستان په دننه کی خپلو هڅو اوکوښښونوته زور ورکړی دی ترڅو دغه هیواد کی افغاني سیاست والو اوحکومتي چارواکوته باور ورکړی چی له امریکایانوسره ستراتیجیک اواوږد مهال تړون ددغه هیوادپه ګټه نه دي.

ویل کیږي ایرانی چارواکو له دی سره سره چی  دافغانستان له مخالفي وسلوالی ډلی طالبانو سره یی اړیکي ټینګی کړی دي، همدارنګه دغه هیواد افغانستان کي دننه  له سیاست پوهانو او درسنیو له مختلفو څانګو سره هم خپلي مرستی زیاتي کړی ده اودهیواد په ختیځ کی یی له اولسي وګړو سره کلتوری اړیکی هم پراخی کړی دي.

که څه هم شنونکی وایی چی ایران له ډیره وخته دافغانستان په چارو کی مستیقا لاس وهنه کوي خو په دي وروستیو کی چی دافغانستان او دامریکي دمتحده ایالاتو ترمنځ داوږد مهال ستراتیجیک تړون خبری تیزی شوی دي، دایران حکومت دغه هیواد کي دامریکایانو په خلاف خپلي هڅي لانوری ګړندی کړی دي.

دایران هڅی هغه وخت لانوري تیزی شوی کله چی امریکایانو اعلان وکړ چی له وسلوالوطالبانو سره دخبرو اترو لپاره یوي پریکړي ته رسیدلی دی اوډیرژرده چی دوسلوالو طالبانو لپاره به په بهرکي یوه سیاسی نمایندګي پرانیستل شي کوم چی په دي وروستیوکی وسلوالو طالبانو ددغي نمایندګي دپرانستلو پخلی هم وکړ.

ویل کیږی دایران له لوري په افغانستان کي نوی رامنځ ته شوي هڅی اوکوښښونه هغو کړنوته ورته دي چیري چی ایران په عراق کی عراقي سیاستوال و دی ته وهڅول چی دغه هیواد کي له امریکایی چارواکوسره اوږدمهاله ستراتیجیک پارټنرشیپ ته چی امریانو غوښتل له ۲۰۱۱کال څخه وروسته دخپلو ځواکونو یوه وړوکي ډله دغه هیواد کي داوږدي مودي لپاره پریږدي غاړه کی نه ښوده.

ایران تیره میاشت دافغانستان له حکومت سره یو دوه اړخیزه دفاعي تړون لاسلیک کړ،ویل کیږي دغه تړون لا پای ته نه وو رسیدلی چی دایران دبهرنیو چارو وزیر وویل دبهرنیو ځواکونو شته والی به دسیمي امن له ګواښ سره مخ کړي، نوموړي زیاته کړه دافغانستان نوي منځ ته راغلي فوځ ددي جوګه ده چی ددغه هیواد امن دی دبهرنیو ځواکونو له موجودیت څخه بغیروساتي.

په افغانستان کي دایران له پولي سره څیرمه دبهرنیو ځواکونو داډو موجودیت دایران حکومت له سختی اندیښنی سره مخ کړي، ایران ویره لري چي په سیمه کی دبهرنیو ځواکونو شتون به دغو ځواکونوته لاره هواره کړي ترڅو دایران دهستوي پروګرام په اړه مالومات راټول کړي اوهمدارنګه ددغو اډو شتون به له ایران سره دامریکایانو داحتمالي جګړي په صورت کی بهرنیانو ته دجنګی ستراتیجي په ګټه تمام شي.

دایران او امریکي ترمنځ تاو اوتریخوالی هغه وخت په ناندریو بدل شو کله چی تیره میاشت ایراني چارواکو دامریکي دڅارګري اداره یوه جاسوي الوتکه دغه هیواد کی راکښته کړه او ایران دافغانستان حکومت په وړاندی احتجاج هم وکړ چی بهرنیان دافغانستان خاوره زمونږ په خلاف استعمالوي.

صبغت الله سنجر دافغانستان دجهوریت غوښتونکی ګوند مشر وویل دایران حکومت په دی وروستیو کی هرکال دژمي په راتګ سره افغانستان ته دتیلو صادرول بندوي له هیواد څخه په زرګونو افغان ګډوالو دشړلو کواښ کوي، نوموړي زیاته کړه په دی سره دایران حکومت غواړي افغانستان باندي فشار واچوي، ښاغلي سنجرچی په افغانستان داولسمشر کرزي سیاسي مشاور هم دي زیاته کړه دایران حکومت په داسي وخت کي دافغاني کډوالو دشړلو کواښ کوي چی دغه هیواد پوهیږي افغانستا په داسي سختو حالاتوکي ددومره زیاتو کډوالو دځاي پرځای کولو توان نه لري.

نوموړی که څه په افغانستان کی دښاغلي کرزي سیاسي مشاور دي خو دخپرو پروخت نوموړي زیاته کړه چی زه دغه څرګندوني دحکومت په نمایندګی نه کوم بلکه دا زما شخصي نظردي.

شنونکي وایی له هغه څخه وروسته چی امریکایان په دي ونتوانیدل چي عراق کی له ۲۰۱۱ کال څخه وروسته دخپلو ځواکونو یوه وړوکي ډله داوږدي مودي لپاره دغه هیوادکی پریږدي، امریکا هیواد دافغانستان لوري ته خپل پام راواړاوو، اودلچسپی یی څرګنده کړه ترڅو دافغانستان له حکومت سره یوي پریکړي ته ورسیږي ترڅو دغه هیواد کی له ۲۰۱۴ څخه وروسته څو محدودي اوږدمهاله فوځی اډی ولري، دامریکی حکومت پوهیږي چی دهیواد دنفوذ کچه یی دعراق په پرتله دافغانستان پرچارواکوباندی زیاته ده ځکه دغه هیواد به د ډیروخت لپاره بهرنیو مرستو اوکمکونوته اړتیالري.

دامریکي اوافغانستان ترمنځ دستراتیجیک تړون په اړه ګمان کیده چی دتیرکال تراخیره پوري پای ته رسیدلی وي، خو کرزی بیا له امریکایانو سره دغه ستراتجیک تړون دغه هیواد باندی دخپل نفوذ دزیاتولو په اړه په کارواچوي او له امریکایاو څخه یی وغوښتل چی افغانستان کی دشپی له لوري دکورونو تلاشي اوچاپو وهلو ته دپای ټکی کیږدي، امریکایی چارواکو بیا کوښښ وکړ ترڅو دکرزي اوامریکایانوترمنځ دافغانستان په کلو اوبانډو کی دامریکایانو له لوري  دتلاشیو اوچاپو پرسر راپورته شوی مشکل کم کړي، دایی ومنله چی دشپي له لوري په تلاشیو او چاپوکی به افغاني عسکر ورسره یوځای برخه اخلی.

امریکایی چارواکو هیله څرګنده کړی ده چی دافغانستان له حکومت سره به دغه هیوادکي دامریکایانو داوږدمهاله فوځي اډو په اړه خبری روانه میاشت کی یوځل بیا پیل شی اوداسی ګمان کیږي چی دپسرلی تراخیره پوري کومي پریکړي ته ورسیږي.

راپور واشنګټن پوسټ:

ژباړه:      بخت الرحمن (بخت)

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د