fbpx

کندهار : طالبانو په ميوندولسوالۍ کې ۱۱ پوليس وژلي او ۹ ټپيان کړي

د کندهار ولايت ميوند ولسوالۍ د چشمو په سيمه کې تېر ماخستن طالبانو د نظم عامه پوليسو پر پوستو وسلوال بريدونه کړي .

چارواکو د يادي پيښي پخلی کړی او خواشيني يې څرګنده کړې چې ددوی مرستي ته نه هوايي ځواکونه او نه هم ځمکني ځواکونه ورغلي .

د دوی په وينا طالبانو پر څلورو پوستو د شپې مهال بريدونه کړي چې له امله ۱۱ تنه وژل شوي او نهه تنه ټپيان شوي .

طالبانو د بريد مسؤليت منلی او وايي دوې پوستې يې له حکومتي چارواکو څخه نيولي او ۱۹ تنه عسکر يې وژلي .

ميوند د کندهار لويديځ ته پرته ولسوالي ده ، په دې ولسوالۍ کې د طالبانو فعاليت نسبت د کندهار نورو ولسواليو ته زيات ليدل کيږي .

حکومت څو څو ځله په ياده ولسوالۍ کې د تصفيوي عملياتو خبر ورکړی او ادعاء يې کړې چې د يادي ولسوالۍ په بند تېمور او کلاښامير سيمه کې يې د قاچاقي توکو مرکزونو سربېره د طالبانو مرکزونه له منځه وړي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د