د لویو لارو د نا امني مسؤلیت د چا پر غاړه دی؟

نیږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د لومړي ځل لپاره دولتي ځواکونو د پروان په ولایت کې نیږدي ۲۰۰ کسان د لوېې لارې پر سره له نقلیه وسائطو څخه ښکته او تر اوسه پوري په توقیف کې ساتلي.

د هغه په تعقیب یوه اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د کندوز تخار پر لویه لاره ۱۷۵ کسان له څلورو موټرو څخه ښکته او له ځان سره بوتلل.

دا ډول پیښې په ټولیزه توګه د هیواد پرعامه امنیت ډیر منفي اغیز لري او ښاید په راتلونکي کې هیواد وال له سختو ستونزو سره مخ کړي.

له عام ولس سره دا پوښتنه راپیدا کیږي چې د دغو عمومي نا امنیو اصلي مسؤل څوک او ولي غواړي عامو خلګو ته د ستونزو پیدا کولو په خاطر د غه ډول کارونه تر سره کړي؟

د پروان په ولایت کې د توقیف شویو کسانو په اړه دولتي ځواکونه ادعاء لري چې یاد کسان د طالبانو مربوط جنګیالي ول چې د څارویو په موټرونو کې په خفیه ډول ځای پرځای شوی او شمالي سیمو ته لیږل کیدل.

په کندوز ولایت کې د ګرځول شویو کسانو په اړه طالبان ادعاء لري چې هغوي ټول امنیتي برحال ځواکونه دي چې د شخصي نقلیه وسائطو په ذریعه تخار ته لیږل کیدل او طالبانو له نوروعادي سورلیو څخه د بایو میټرک په وسیله تشخیص او ونیول.

نن بیا خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې طالبانو د کندوز ولایت د باغ میري په سیمه کې ۴۷ تنه سورلي له یوه عراده ۴۰۴موټر څخه ښکته او له ځان سره بوتلل.

دولتي ځواکونو هم دا منلې چې په یاده سیمه کې طالبانو د یوه ۴۰۴ موټر سورلي له ځانه سره بیولې چې دوي یې یواځې د ۳ تنو په راخلاصولو توانیدلي.

د لویو لارو پرسر له نقلیه وسائطو څخه د مسافرینو ښکته کول ، دهغوي وژل اویا په توقیف کې ساتل د هیواد پرنورو نا امنیو او ستونزو سربیره یوه جدي امنیت ګواښونکي پیښه ده چې باید د جګړې ښکیل لوري د هغې مخنیوی وکړي ، نه خدای مکړه دا چې خپله دوي د هغې د رامنځته کیدو عامل شي.

ځکه هم دولتي ځواکونه او هم وسله وال طالبان کولای شي خپل اړوند افراد له شخصي موټرو پرته د نورو نقلیه وسائطو په وسیله هرځای ته چې وغواړي ولیږدوي.

که چیري هرلوری ( دولت – طالبان) غواړي په پټه سره خپل جنګیالي د شخصي نقلیه وسائطو له لاري د عادي سورلیو په جامه کې کومې سیمې ته لیږي او هغه بیا د طرفینو د استخباراتي جهتونو له لوري کشف او نیول کیږي په دې سره به عام خلګ حتما متضررکیږي او بیا به پر لویو لارو باندې تګ راتګ ته زړه نشي ښه کولای.

ځکه د لیږد رالیږد شخصي لیږدوونکي وسائل په ټولیزه توګه په ولسي خلګو پوري اختصاص شوي او له هغو څخه د پوځي کسانو په انتقال کې استفاده کول له شکه پرته چې د ولسي خلګو لپاره ناسمې پایلې لري.

لهذا باید اړوند لوري د ولسي خلګو امنیت ته په پاملرنې سره داسې لارې چارې غوره کړي چې د عامه امنیت په ټینګښت کې موثریت ولري ؛ نه داچې خپله دوی د عامه امنیت د اخلال لامل وګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د