fbpx

نوې سمارټ چترۍ چې د باران وړاندوینه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): یوې امریکايۍ کمپنۍ اعلان کړی چې داسې یوه چترۍ يي جوړه کړې چې کاروونکي له باران څخه خبرولی شي.

دغه چترۍ د هغې بلوتوث (Bluetooth) په مرسته چې په کې ځای پر ځای شوی د کاروونکو په سمارټ فون کې ښکته شوی ځانګړی اپلکیشن سره اړیکه ټینګوي او د هوا حالات معلوموي.

دغه چترۍ د کمپنۍ لخوا تارابریلا (TARAbrella) نومول شوی او د رطوبت او فشار معلومولو سینسرونه لري. دغه چترۍ هرو ۳۵ ثانیو کې یو ځل د سیمې اقلیمي وضعیت څیړي.

په دغه چترۍ کې شته دوه کوچني سینسرونه د هوا په اړه معلومات ټولوي او د څیړلو لپاره يي د کاروونکو سمارټ فون ته استوي.

که چیرې د باران امکان وي نو د تارابریلا نومې دغه چترۍ په سر کې واقع څراغ اسماني رنګه رڼا کوي او کاروونکي ته د باران د امکان په اړه معلومات ورکوي.

که چیرې د چترۍ څراغ بند وي نو کاروونکي به له دې څخه ډاډه وي چې راتلوونکو شپږو ساعتونو لپاره به اسمان شین وي او د باران امکان وجود نه لري.

همداراز که چیرې کاروونکي له دغې چترۍ سره ۹ متره فاصله ونیسي نو دغه چترۍ د خطر زنګ وهي تر څو کاروونکی خپل چترۍ هیر او چیرته يي پرینږدي.

د دغې چترۍ بیه تقریباً ۹۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د