په ۲۰۱۱ کال کي د دښمن دسر زیان

tawabeetد ای کېجوالټېز  وېب پاڼي له کلني راپور سره سم په ۲۰۱۱ مېلادي کال کي په افغانستان کي دیرغلګرو ځواکونو پنځه سوه شپږ شپېته پوځیان (۵۶۶) وژل شوي دي دا هغه پاڼه ده چي په افغانستان او عراق کي دبهرنیو سرتېرو دتلفاتو شمېره ترسره کوي. همدغه خبري منبع زياتوي چي په ۲۰۱۱ مېلادي کال کي د ۵۶۶ وژل شويو پوځیانو له جملې څخه ۴۱۷ يوازي امرېکايي سرتېري دي .  

دا وېب پاڼه ليکي چي په ۲۰۱۰ مېلادي کال کي دیرغلګرو ځواکونو ۷۱۱ سرتېري وژل شوي وو

چي دا له ۲۰۰۱ کال څخه را پدېخوا دامرېکایانو لپاره دهغوی په تپل شوي جګړه کي ترټولو خونړی کال ګڼل کېږي، دتېر اګسټ په میاشت کي یوازي دامرېکا دځانګړي فرقې ۳۰ سرتېري هغه وخت ووژل شول چي کله طالب ځواکونو دامرېکایانو یو هیلیکوپټر رانسکورکړ.

په تېره میاشت کي ملګرو ملتونو اعلان وکړ چي دامنیتي پېښو دقرباني شویو وګړو میاشتنۍ شمېره په بېساري توګه ۱۹۹۵ ته لوړه شوي ده چي د ۲۰۱۱ کال د تېرو میاشتو او د ۲۰۱۰ کال دپېښو په پرتله ۲۱٪ زیاتوالی پکي ترسترګو کېږي.

ناټو ځواکونو پداسي حال کي دخپلو سرتېرو اېستل پیل کړي چي له یوې خوا پوځي عملیات روان دي او له بلي خوا امنيتي ګواښونه مخ په زياتېدو دي .

په ۲۰۱۱ کال اېتلافي ځواکونو د افغانستان په ګڼو سېمو کي افغاني پوځیانو ته دامنیتي چارو سپارل پیل کړل  کوم چي افغاني چارواکو هم ددې خبري پخلی کړی دی او په روان کال به هم دا پروسه دوام ولري .

خبري منبع :          http://icasualties.org/oef/

(ابوخليل قدوسي)

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د