افغانستان

امنيه قوماندان: هلمند کې څلوېښت سلنه پوليس خيالي دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): له تېرې اوږدې مودې راهيسې په ټول هېواد، په ځانګړې توګه هلمند کې د امنيتي ځواکونو د کره شمېر په اړه ويل کيږي، چې دغه ولايت کې څلوېښت سلنه پوليس خيالي دي.

د خيالي پوليسو د قضيې د څېړنو لپاره د ولسمشر له لوري لېږل شوي پلاوي په خپل راپور کې ويلي، چې يوازې په ناد علي او مارجې ولسوالیو کې د شوو څېړنو له مخې څلوښت سلنه پوليس خيالي دي، قوماندان يې په نوم تنخواګانې اخلي او خپلو جيبونو ته يې اچوي.

د هلمند نوي امنیه قوماندان مل پاسوال «اقانور کينتور» هم رسنيو ته وويل، چې د ولسمشر له هدايت سره سم يې دغه ولايت کې د خيالي پوليسو په اړه څېړنې پيل کړي، چې تر اوسه دوی ته ثابته شوې، چې په لس زرو کې له څلور زرو زيات پوليس شتون نه لري.

اقانور کينتور وايي، چې له کورنيو چارو وزارت څخه د لس زرو پوليسو تنخواګانې راځي، مګر دوی ته ثابته شوې، چې هلته يوازې شپږ زره پوليس دنده تر سره کوي.

د امنيه قوماندان په وينا د هلمند ولس غواړي، چې د ملي اردو په ليکو کې هم ورته څېړنې وشي، تر څو د فساد او خيالي سرتېرو ستونزه جدي وڅېړل شي.

هلمند کې د خيالي پوليسو کيسه په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې د ولسي جرګې او ولايتي شورا وکيلانو په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې طالبان د لښکرګاه څنډو ته رارسېدلي او کولای شي، چې په لنډ وخت کې لښکرګاه ته سقوط ورکړي.

امنيه قوماندان په لښکرګاه کې يوې خبري ناستې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دوه سوه غير حاضر پوليس او اتيا سرتېري د حکومت تنخواوې اخلي، مګر دندې د يو شمېر داسې خلکو سره ترسره کوي، چې کورنيو چارو وزارت سره اړيکه نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې يوازې په مارجه کې له ۴۵۰ پوليسو څخه درې سوه يې شتون نه لري او ځايي قوماندان يې تنخواې خپلو جيبونو ته اچوي.

مل پاسوال اقانور کينتور دا هم وويل، چې د پخواني امنيه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ په نوم ۲۷۰ خيالي پوليس يې له دندې ګوښه کړي، چې تنخواوې به يې د سرجنګ جېب ته تللې.

د هېواد سويل کې هلمند تر ټولو نا امنه ولايت بلل کيږي او ځايي خلک وايي، چې د دغه ولايت له څوارلس ولسواليو څخه پنځه يې په بشپړه توګه د طالبانو په واک کې دي او د پاتې نورو ولسواليو يوازې مرکزونه د حکومت په لاس کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x