‫په تیر۲۰۱۱ کې: دوردګو ولایت دپوځي پیښو ځانګړی رپوټ

NATOsoldierskilledinAfghanistanنن ټکی آسیا: درنو لوستونکو! دوردګو په ولایت کې وسله والوطالبانو په تیر۲۰۱۱کال کې دحامد کرزي د دولت او دهغه دمرسته کونکو بهرنیو ځواکونو په خلاف دتر سره کړیو پوځي عملیاتو یو تفصیلي رپوټ ترتیب اویوه کافي یې دنن ټکي آسیا لپاره هم رالیږلې .

نن ټکی آسیا د خپل خپرنیز رسالت له مخې دغه پوځي رپوټ کټ مټ نشرته سپاري.

 

 


د افغانستان اسلامي امارت د وردګو ميدان ولايت مقام اعلاميه

د لوی  خدای  په  نصرت  او د دین  پالونکو  غازیانو  د بې  ساري  قرباني  او اخلاص  په  برکت ،  د بې  شمیره سرونو د نذرانو په  کرامت ، نبوي  ستر  میراث   سپېڅلی  جهاد  د امریکا یانو او د هغوی  د یهودي  اشرباڼو  ( ناټو)  په  خلاف  ، بشپړه  لسیزه  وغځېدو  آن  تردې  چې  لس  ( ۱۰) کلن  شو.

(۱۳۹۰)  هجري  لمریز کال  د ( ثور) میاشتي  په  لسمه  ( ۱۰) نېټه  چې  اسلامي امارت  په  سرتاسري  افغانستان  کې د ( بدر)  تر عنوان  لاندي  دغربي  ځناورانو او د هغوی  له  لوري  دکرایه  شوي  ادارې  په  خلاف  عمليات  اعلان  شول ، سمدلاسه  د ټول  هیواد په  ګوټ  ګوټ  کې  خدای  پالونکو زړورو  غازیانو د پروردګار  په  اتکاء  ، د دښمن  په  ټولو مراکزو  تندریز ، مرګوني ، او کفر  لړزونکي  تهاجمي او فدایي  بریدونه  پیل  کړل ، همدا راز  یې  د ماډرن  ماین  چاودنو په  مټ   تکتکي کاري  ګذارونه  وکړل ، ددې  په  نتیجه  کې  دکفري  نړۍ  یرغلګر  او هغوی  اجاره  کړي  لنډغر ، له  سختي  وارخطايي  او حیرانتیا سره  مخ  شول  ، سولېدلي  پلانونه  یې  شنډ  او په  هیلوکې  ناهیلي  شول  ،  د سوبمن   ( بدر )  لمن  له  فتحو  او بریاوو  ډکه  شوه ، اوس  د جهاد پال  اولس  په  وړاندي  په  مسکا  ده  .

دا چې  ( بدر)  لا  له  وړاندي  دبریاوو  دڅرک  زېرﺉ  وو ، د شنونکو په  آند ، د میدان  وردګو ولایت  دین  پالونکي ، پیاوړي ، تکړه  ،  اتل  مجاهد  زلمیان   د ( بدر)  د جهادي  لړۍ  د ملا تیر  تشکیلوي ، دوي  هم  د هیواد د نورو  غازیانو په  څیر  د جهاد سپېڅلي  ډګرونه  او سنګرونه  په  بې  درېغه  قربانیو ، شاه  کاریو  ، په   ډیره  میړانه   په  خپلو  وینو ګرم   وساتل  ،  د دوی  کارنده  ګذارونو  وکولای  شول  چې  د هیلمن  ( بدر )   د غيرت  شمله  یې  د نړۍ   په  وړاندي  جګه  کړه ، ټولو نړۍ  والو په  خپلو  سترګو ولیدل  چې  ددې  سیمي  د غازي   زلمیانو د قهرجني  توري  شرنګهار د مغرورو کافرانو لینګي  په  ګړبېدا کړل ، آن  تردې  چې  د سیالانو په  وړاندي  د واشینټڼ  صنادید په  همدې  سیمه  کې  د خپلو  فوځیانو  په  تار نار  کیدو  دناهیلۍ اوښکي  تر سترګو توی  کړې ، دا دلوي خدای جل جلاله  د نصرت  هغه  وږمې  وي ، چې  د دې  غازیانو په   لاس  یې  د ټولو  مظلومو مسلمانانو  غچ   ترې  واخیست  ، له  بل  لوري  د ځورېدلو  مؤمنانو  دزړه   بړاس  پرې   وه  ووت   .

د ميدان  وردګو ولايت  اړوندو سیموکې د اتو میاشتو په  تیرېدو سره  چې  د هیلو غوټۍ  پرې  وسپړېدې  د دښمن  په  خلاف   د سر سپارلو  زړورو  مجاهدینو بریالي عملیات  چې  دښمن  ته  یې  ځاني  اومالي  نه  جبرانیدونکي  درانه  تلفات  واړول  ، کره  او غټي  شمیرې  یې  لاندي  ارقام  تمثیلوي !!!

(  ۱۳۹۰)  هجري لمریز کال  دسرطان  (۲۲/  نیټه )  چې  د ( / ۱۳ / ۷ : ۲۰۱۱) ع   نېټې سره  سمون  خوري ، د دشت  ټوپ  په  سیمه  کې  د یرغلګرو په  شیطاني  قرارګاه  اتلوال  فدایي  برید چې  دموټر  بم  په  مټ   تر سره  شو، په  نتیجه کې  یې  ( ۹۰)  تنه  امریکایې  فوځیان  د دوژخ  کندي  ته   ولیږدول  شول  .

(  ۱۳۹۰) هجري لمریز کال  د اسد میاشتي  په  ( ۵ / نیټه )  چې  د (( / ۸ /  اګست  :  ۲۰۱۱) ع    سمون  خوري ، د میدان  وردګو  ولایت  د تنګي  درې  په  سیمه کې د امریکایي  ځواکونو  د ( نیو سلز )  بحري  فوځ  (سي  ایچ )  ( 47)  ډوله   چینوک  هلي  کاپټره  ،  د یوه  زړور  مجاهد د آر ، في ، جي ، راکیټ  په  مټ   تر  تندریز  ، غرب  لړزونکي  برید لاندي  راغله  او په  ځمکه  را نسکوره  شوه ، چې  په  نتیجه  کې  یې  د امریکایانو  له  مرکز  څخه  د خپرې  شوې  اعلامیې  په  قول  ( ۳۸)  تنه   ووژل   شول  ( ۳۱)  تنه   د امریکایی  سپيشل  فورس  د هغې  قطعې  فرسونل  وو ، چې  د شهید اروا ښاد شیخ  اسامه  په  شهادت کې  یي  لاس  درلود ،  ( ۷)  تنه  افغان   دخصوصي  کارډ کمندویان  ، او یو مهم  سپۍ  وو  .

زموږ  له  معلوماتو سره  سم  ټول  ټال  ( ۴۷)  تنه  ووژل  شول  ، د دوي  له  لوري  په  اعلان  شوي  ارقامو علاوه    ( ۷)  تنه   ددې  خصوصي  ګارډ  ترجمانان  (  ۲)  تنه  مهم   جنرالان  وو ، چې  یوه  یې  د همدې  قطعې د عملیاتو مشري  په  غاړه  لرله ، او بل  یې  د سپیو روزونکی  وو  .

(  ۱۳۹۰)  هجري  لمریز کال  د سنبلې  د میاشي  په  ( ۱۹ /  نیټه )  چې  د ( / ۱۰ /  سپټمبر  :  ۲۰۱۱) ع  ، سره  سمون  خوري   د سید آباد ولسوالي   ودانۍ  ته  څیرمه  په  امریکایي  مرکز  یوه  اتل  غازي  د موټر  بم  په  مټ  ، مهیب ، تاریخي ، کفر ځپونکی  فدايي  برید تر سره  کړ  ، چې  په  نتیجه  کې  یې  د سنبلې  په  ( ۲۰) د امريکايي ځواکونو يوه  مقام  د فرانسې خبري  اژانس  ته   وويل  : په  دې حمله کې ( ٨٩ ) تنه  امريكايي  فوځيان  زخمیان  شوي  دي ، الاماره  ویب  پاڼي  ته  یوه  ژور نالست  چې  سیمي  ته  ورغلی  وو ، د خپل  نوم  نه  ښوولو په  شرط  وویل  :  زموږ  کره  معلومات  دادي  چې  په  دې  مرکز کې  له  ( ۲۰۰)  سوو نه  هم   زیات  بهرني  او کورني  عسکر  وژل  شوي او ټپیان  شوي  دي ، موږته  معلومه  شوې  ده  چې  تر ټپیانو د مړو شمیر څو  برابره  زیات  دی ، ځکه  دلته  هرڅه  په  بل  مخ  اړول  شوي  دي  ، باور به  ونکړې  چې  له  دې  سیمي  نه  دي  کوم  څوک  ژوندﺉ  وتلی  وي ، همدا راز  په  پښتو ژبه  خپرېدونکې  د ( تاند) په  نوم  ویب  پاڼي  هم  ددې  خبري  پخلی  وکړ ، او زموږ  له  معلوماتو سره  سم  په  دې  شاه کار برید کې  شاو خوا  (۱۳۰)  تنه  امریکایي  فوځیان  وژل  شوي ، ګڼ شمیر نور  یې  ټپیان  شوي  دي ، او شاوخوا  ( ۳۰) عدده  زغروال  ټانکونه  وجاړ شوي ، او ګڼ  شمیر  نقلیه  وسایط  یې  لمنځه  تللي دي  .

د مجاهدینو په  کمینونو،  تهاجمي  بريدونو ، او د سړک  دغاړي  بمي  چاودنو په  نتیجه  کې  د وجاړ شوو زغروال  ټانکونو، د غټو ، کوچنیو نقلیه  وسایطو ، همدا  راز  دسوارلۍ  موټرانو کره  شمیر  په  لاندي  ډول دي  :  د وجاړ شوو  زغروالو ټانکونو شمیر یې  (  ۱۴۲ )  ته   رسېدلی  دی  .

د تخریب  شوو  زغروالو ټانکونو شمیر  یې  (  ۴۳)  ته   رسېدلی  دی  .

دسوځول  شوو  غټو  نقلیه   وسایطو  شمیر  یې  ( ۱۶۳)  ته   رسېدلی دی  .

د تخریب  شوو  غټو  نقلیه  وسایطو شمیر یې   (۲۴۸ )  ته  رسېدلی دی  .

د وجاړ  شوو  کوچنیو  وسایطو  شمیر  یې  ( ۱۴۰)  ته   رسېد لی دی  .

د ټولو زغروالو ټانکونو  او  وسایطو  مجموع  شمیر  ( ۷۳۶)  ته  رسېدلی دی  .

دیرغلګرو د بحري  قطعاتو د غرنیزو علملیاتو لپاره   د وسلوال  فوځ  ( ۸۵۵)  تنه  ووژل  شول  .

د اجیري  اردو  اوملي  پلیسو ( ۸۲۱)  تنه  ووژل  شول  .

د داخلي  اوخارجي  وژل  شوو  عسکرو مجموع  شمیر ( ۱۶۷۶) تنو ته  ورسېد.

دیرغلګرو د وسلوال  فوځ   فرسونل  ( ۲۰۵ )  تنه   زخمیان  شوي  دي  .

د اجیري  اردو  او ملي  پلیسو فرسونل  ( ۲۴۸)  تنه  زخمیان  شوي دي  .

د داخلي  اوخارجي  عسکرو  د مجروحینو  مجموع  شمیر ( ۴۵۳)  تنو ته   ورسېدو .

ددښمن  ټول  وژل  شوي  کسان  چې  زموږ  په  شهیدانو  تقسیم  کړل  شي  نو دهر  شهید په  بدل  کې  ددوی

وژل شوي  څورلس  تنه  بشپړ او شپږنوي  ټوټې  (۹۶ .  ۱۴)  رسیږي    .

ټول  اولسي  شهیدان    ( ۴۷)  تنو  ته   رسیږي  .

د دښمن  له  لوري  اچول  شوي  چاپې ، ( ۶۷)  ته  ورسېدې  .

دښمن  د خپل  وحشت  او بربریت   خونکاره  څیره  بربنډه کړه  چې  په   نتیجه  کې  یې  د عامو اولسي  خلګو یولس ( ۱۱)  کورونه  ، دوې مدرسې  تخریب  کړي ، یوه کتاب  خانه ، او یو مسجد یې  شهید کړ ،  همدا راز  لس  ( ۱۰)  عدده  موټران  یې  وسوځول  .

(۲۰۱۱) زېږیز کال  چې  (۱۳۹۰ : د ثور میاشتي  ( ۱۰)   سره  سمون  خوري  د همدې  کال  د جدی  تر میاشتي  پوري  د ( بدر) په  نوم  له  برم  اوبریاوو نه  ډکو روانو عملیاتو په  لړ کې  د زړورو  غازیانو دمیړاني  او د جهاد پال  اولس  د اخلاص  له  برکته   شپږ سوه پنځوس (۶۵۰)  وسلوالي  جګړې  وشوي  چې  په  پورتني   رپوټ  کې  د هغو بریاوي  او لاسته  راوړني  ستاسو د مطالعې  په  وړاندي  کښېښودلې شوې  .

ابوعاصم  ( مظفر)

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د