کور پاڼه / نادري ناولده / که پر پاکستان برید ته چمتو یاست؟ امضا وکړئ!
د کندهار يو تن اوسېدونکی چې د غلو او پاکستان ضد امضاء ټولوي

که پر پاکستان برید ته چمتو یاست؟ امضا وکړئ!

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): تاسو به پر انټرنیټ باندي مشهوره ویب پاڼه «اواز» کله لیدلې وي، که مو نه وي لیدلې نو پر دغه ویب پاڼه باندي ګډونوال کولای سي چې د خپل معلوم کمپاین لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د انټرنیټ د کارونکو څخه امضاوي را ټولي کړي. کله چې د امضاوو شمېر یو معین تعداد ته ورسیږي، بیا یې کمپاین کوونکي د پریکړي خلکو ته رسوي او دغه امضاوي یې د ثبوت په توګه په مخ کې ږدي.

د مثال په ډول په دې وروستیو کې یو کمپاین داسي وو، د امریکا د ریاست جمهوري د انتخاباتو په نوماندانو کې دي ډونالډ ټرمپ نه وي. هغوی ددې لپاره بیا خپل دلایل هم ذکر کړي او د خلکو څخه د یې د یو ملیون امضاوو را ټولو غوښتنه کړې.

همدې کمپاین ته ورته یو بل کمپاین د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ محمد حق پیل کړی.

نوموړي په کندهار ولایت کې پر خلکو ګرځي او د هغه چا څخه امضاوي را ټولوي، چې په زړه کې پر پاکستان د برید ارزو لري.

محمد حق وایی چې هر څوک پر پاکستان باندي برید ته چمتو وي او یا هم له افغانستان څخه د غلو ورکول غواړي، نو دده سره دي پر شته ورقو امضا وکړي.

که له یوه اړخه د نوموړي دغه احساس ستایل کیږي، او سپيڅلی بلل کیږي، له بله اړخ یو شمېر ځوانان د نوموړي د اعصابو د علاج غوښتنه کوي.

پر فیسبوک فعال کندهاری خبریال صدیق الله افغان وايي چې د نوموړي تر اوسه شاوخوا څلور لکه امضاوي را ټولي کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې خپل پلان به د څومره شمېر امضاوو را ټولولو وروسته عملي کوي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ