نظــر

آزادي راډيو د «کابل پوسټ» په نوم د استخباراتو د پخواني مشر په ولکه کښي

فضل سبحان عليزی

کله چي د ملي امنيت پخواني رییس رحمت شاه نبیل له خپل مقامه څخه استعفی کوله نو د محبوب شاه محبوب په نوم یو نفر يې راپيدا کړ چي په کابل پوهنتون کښي د استاد اسستانت او په ننګرهار کښي د پژواک خبري آژانس خبریال و. د ازادي راډيو د برحال مشر عبدالحميد مومند په مرسته يې هغه ته په ازادي راډيو کې دنده ورپيدا کړه او ورپسې يې د ”  کابل پوسټ“  په نوم د یوې ورځپاڼې مسؤل مدیر هم وټاکی. نبيل غوښتل چي په حنيف اتمر او جمهور ريئس اشرف غني پسې پروپاګند وکړي او د ”  کابل پوسټ“  په مرسته خپلي عقده اي کړني تر سره کړي.

زه ځينې داسې شواهد لرم او که اړتیا پيدا سوه وړاندي کولو ته یې چمتو یم چي پخپله حميد مومند تر دې دمه په دغه پروژه کښي د پردې شا ته پاته سوی دی. ځکه چي نبيل نه غوښتل څوک ورباندې خبر سي او مومند هم له نبیل سره خپله آشنايي نه سوه پرېښولی. د دغو دواړو ښاغلو چټل لاسونه به اخر هم د ماشوم محبوب شاه محبوب پر لمنه پاکيږي لکه تر دې مهاله چي پاک سوي دي.

حنيف اتمر او جمهور ريئس اشرف غني ته د نبیل لخوا څخه د ”  کابل پوسټ“  په نوم د جوړي سوې د دغې دسيسې کیسه هله افشا سوه چي د محبوب شاه محبوب د ملګرو له ډلي څخه یوه جلا سوي انډیوال امید حیران له نبیل سره د دوی د ناستي په اړه یوه لیکنه وکړه چي په افغان نيوز کښي خپره سوه. په دغه لیکنه کښي يو ځای امید حیران لیکي:

(هغه احساساتي و. د ښاغلي نبیل د خبرو او احساساتي څرګندونو څخه معلومېده چي غواړي له ولسمشر او حنیف اتمر سره د یوي عقدې له مخې ټکر وکړي او د هغوی پر وړاندې تبلیغات وکړي. نوموړي پخپلو خبرو کې د ولسمشر او اجراییه رییس څخه هم فوق العاده ناراضه برېښېده خو زموږ سره یې چلند ډېر صمیمي و…)

د امید حیران دغه وړاندوینه ريښتیا سوه.”  کابل پوسټ“  په حنیف اتمر پسي پروپاګند پيل کړل او په یوه ګڼه کې يې پر حنيف اتمر دا تور پوري کړ چې د افغانستان د کانونو او پترولیم د وزير داؤد شاه صبا د استعفی لامل د ملي امنيت له سلاکار حنیف اتمر سره د هغه د اړیکو خرابيدل دي. چې بې له ځنډه څخه د کانونو وزارت د ”  کابل پوسټ“  هغه ادعاوې د یوې اعلاميې په خپرولو سره رد کړې او دا غوښته یې ورڅخه وکړله چي بیا داسې بې بنسټه ليکنې ونه کوي.

محبوب شاه محبوب چي یوه بله ناروغي لري هغه د ننګرهاریزم ناروغي ده چې د ده د ډېرو نږدې ملګرو په شمول اوس داسي ښکاري چي د آزادي راډیو برحاله مشر حميدمومند ته یې هم سرایت کړی دی. دا خبره پر دغه بنیاد کوم چي ” کابل پوسټ“د ۱۳۹۴ کال د حوت میاشتي د ۲۳ نيټي په ګڼه کې د نبیل په اشاره د حنيف اتمر د بدنامولو هڅه په داسي ډول وکړه او ورپسي ویې لیکل چي:

کابل(کابل پوسټ – اکمل ظاهر): یوې باوري سرچینې کابل پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ولسي جرګې د بریالي لومړي مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر د ناکامۍ لپاره وکیلانو ته پیسې ورکړې وې، چې رایه ورنه کړي.

یاده سرچینه وایي، په ننګرهار کې د داعش پر موضوع حنیف اتمر سره د ولسي جرګې د لومړي مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر جنجالونه د دې لامل شوي، چې اتمر د قدیر د ناکامۍ لپاره یو شمېر وکیلانو ته پیسې ورکړې وې.

ظاهر قدیر خو اخر هم پخپله چوکۍ پاته سو خو د حنیف اتمر او د ظاهر قدیر تر منځ په ننګرهار کښي د داعش موضوع په لوی لاس دلته ځای پر ځای سوې ده چي له ورایه پکښي د نبیل دخالت ښکاري. که څه هم د ملي امنيت شورا ویاند تواب غورځنګ د ”  کابل پوسټ“  دغه خبري ناسمي او بې بنسټه وبللې خو زه حیران دې ته سم چي محبوب شاه محبوب پر خپله فیسبوک پاڼه نورو ته د وطن دوستي او د پښتو پاللو خبري کوي. دی نو په څه دلیل داسي بې پښتو کارونو ته اړ سي؟ او د څه لپاره له وطن سره خیانت ته اړ سي چي د نبیل په اشارو د ننځکي په څير وناڅي؟ هغه نبيل چي د امید حیران پر وینا خپله کوټه يي د قومندان مسعود پر عکسونو آراسته کړې. له دي ښکاري چي محبوب د پیسو او د جعلي موقف لپاره هر څه کولی سي.

زه د حنیف اتمر خواخوږی نه یم خو چي د شمالي ټلوالي د سترګو ازغی دی همدا ما ته کافي ده او دا به وخت درته ثابته کړي چي اتمر د افغانانو او د پښتنو لپاره څه وکړل.

راځم له ازادي راډیو سره د نبیل، د محبوب او د ”  کابل پوسټ“  اړیکي ته.

محبوب شاه محبوب د ازادي راډیو برحاله کارمند دی او په عین حال کښي د ”  کابل پوسټ“  په څير د یوې سیاسي او د نبیل د استخباراتي ورځپاڼي مسؤل مدیر هم دی. ولي؟ آیا ازادي راډيو پې باندې خبره نه ده؟ آیا دوی پر دي هم نه پوهيږي چي یو خبریال پر یو وخت په څو رسنيو کښي کار نسي کولای؟

که څوک وايي چې آزادي راډيو به پې باندې خبره نه وي نو دا منطق نسي منلی. ځکه چي آزادي راډيو  هر سهار مطبوعاتو ته د کتني په خپرونه کې هتماً د ”  کابل پوسټ“  څخه څو خبرونه راخي.

ما سره دا شک پيدا سوی دی چي هسي نه د فيسبوک د جعلي اکاونټونو په څير ”  کابل پوسټ“  د ازادي راډیو مستعار نوم وي. که زما شک بي ځایه وي نو ولي د آزادي راډیو اداره محبوب شاه محبوب ته د داسي یوه کار د کولو اجازه ورکوي؟ ولي يې له دغه کاره څخه راګرځوي نه؟ که پر حميد مومند هم د رحمت شاه نبیل انډيوالي سترګي پټي کړې دي؟

زه دي ته په چورت کي سوم چي د ازادي راډيو په څير یوه بین المللي مطبوعاتي اداره ولي د چا د لاسونو آله سي؟ ولي پر مستعارو نومانو فعالیت ته حاجت پيدا کړي او ولي خپل کارمندان او فعالیتونه تر پوښتني لاندي راولي؟

په افغانستان کي بي بي سي او ازادي راډیو دوه هغه ادارې دي چي اکثره افغانان يې اوري او باور پې باندي کوي مګر که ازادي راډیو د داسې ناوړه او غير مسلکي کسانو لخوا کارول کیږي خپل اعتبار به لاسه ورکړي او څوک به يې بیا موچ هم ورتاو نه کړي.

نو په پای کښي زما توصیه د آزادي راډیو د پراګ څانګي ته دا ده چي د ”  کابل پوسټ“  په څير وړو او موسمي پروژو ته دي اجازه نه ورکوي چي اعتبار ته مو صدمه ورسوي. د دغو مسایلو اړوند دي جدي څيړنه وکړي. د خپل هویت او د اعتبار د ساتلو په خاطر دي له ”  کابل پوسټ“  څخه، له محبوب شاه محبوب څخه او له عبدالحميد مومند څخه تير سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

نبیل له هغه وخته د ټلوالې په ګرفت کې راغی چې په تاجکستان کې یې د فحاشیو او شراب نوشیو ویډیوګانې ترې ثبت او بیا یې په کرزي باندې وشاړه، بیرته راتګ یې د ټلوالې په چوپړ پیل او تر ننه ادامه لري.

حزب اسلامي یې بیا خپل سړی ګڼي او پرې ویاړي، سر دې ده له ماسره پښې دې له لالا سره.

خبلواک

یو غلام ګیدړ د ناوړو ، فاسدو او بی غیرته لویانو او شرمخانو تر منځ توپیر کړی ، چه نبیل د اتمر په مقابل کی د ازادی رادیو بی غیرته ګیدړ ، کوم یو کوچنی بل کیدړ د ارادی رادیو کی مقرر کړی وو چه د نبیل په ګټه او او د اتمر په تاوان خپرونی او تبلیغات وکړی ، یعنی اثمر د نبیل په مقابل کی له پښو وغورځوی یعنی د عالیزی په نزد اثمر خو د خاد استخباراتو کی کار نه دی کړی نه یی د نجیب سره په ملتیا په میلونو مسلمانان په شهادت رسولی او نن… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x