افغانستان

۲۰۱۱ کال له افغانستان ځخه دبهرنیوعسکرو۵۶۶ جنازي پراوږو یوړی

Casket_with_Flag_Draped
دلویدیځورسنیوله لوري په خپره شوې احصایه کې ویل شوي چې په ۲۰۱۱ یولسم کال کې دافغانستان په جګړه کې دوژل شویوبهرنیوعسکروشمیرټول ټال ۵۶۶ تنه وو، چې له منځ ځخه ۴۱۷ تنه امریکایان ۴۶ تنه برتانویان اوپاتې نور دبیلابیلوهیوادونه اوسیدونکي وو. احصایه شئ چې د۲۰۱۱ ترټولوخونړي اودبهرنیانولپاره ترټولوددرانده  زیان اړونکې پیښې دکابل چاودنه اودوردګوپه سیدابادکې دهیلې کوپټردویشتلوپیښې وي چې بالترتیب په کې ۱۷ او۳۱ تنه بهرني عسکرووژل شول .
۲۰۱۱ کال ددي ترڅنګ چې  پرخپلواوږويې د۵۶۶ بهرنیانوتابوتونه له افغانستان ځخه پورته کړل دزرګونوپه شاوخواکې ژوبل اوټپي بهرنیان یې هم په خپله غیږکې ساتلي وو .
یاده احصائیه دامریکااوناټودورکړل شویو اسنادوپربنیادجوړه شوې ده ، بې لوری اوازادې منابع اورسني دافغانستان په جګړه کې دبهرنیانوتلفات او خسائرتردې څوکرته زیات په ګوته کوي .‎
                           

                                                              ندیم توخي                           
‎‎‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x