
غزل: حامدالله ستون
د چا نامه چې مې د زړه تر درزا ورسېده
یوه مړۍ وه خو که هر څه وو بنده دې یمه
یوه مړۍ وه خدایه شکر چې را ورسېده
مورې دا نن خو تر آسمانه پورې والوتمه
مورې دا نن دې دعا بیا تر الله ورسېده
په خپلو کړنو یوه زره هم پښېمانه نه یم
دا څه معنی! چې له ما ځي که تر ما ورسېده
دا نن خبره ما بیخي په دې رنګ کړې نه وه
دا نن خبره مې غلطه تر تا ورسېده
له روژه ماتي وروسته چا راته مسج کړی چې
هغه ډنګره خو ژوندۍ تر بېګا ورسېده
حامده بیا به په ټولګي کې خلک تا ته ګوري
حامده بیا دې دا غزل تر یو چا ورسېده