ادبي لیکني

پرمختللی قوم

ژباړه او زیاتونه: حمدالله حلمیار

دجزېرې د باچا پوزه په جګړه کې د ګوزار له کبله غوڅه شوه…

باچا روغ شو خو پر مخ یې پوزه نه درلوده

چې کله به دربار ته راغی نو په دربار کې ناستو وزیرانو او د کابینې اعضاو به پټ پټ خندل او د باچا څخه یې د خندا دپټولو هڅه کوله…

باچا په نزاکت پوه وو خو د پوزې هیڅ علاج یې ونه مونده…

سبا یې حکم ورکړ چې د ټولو درباریانو پوزې دې غوڅې کړل شي.

سبا وزیرانو او درباریانو ټیټ کتل او باچا موسکل…
وزیرانو ته هم له درباره بهر ژوند سخت شو، تر لاس لاندي کارمندانو به ورپسي خندل…

باچا ته یي شکایت وکړ، باچا د ټول حکومتي پرسونل او ټولو مامورینو د پوزو د غوڅولو امر صادر کړ…

یو وخت چې د جزېرې خلګو ولیدل باچا، وزیران او فوځیان یې پوزې نلري نو د خندا او ټوکو محفلونه یې جوړ کړل خلګو حکومت مسخره کړ او ویل یې د بې پوزو راج چلیږي…

باچا ته چې دا خبر ورسیدی نو  سبا یې امر وکړ چي ددې هیواد دهر وګړي پوزه دې غوڅه شي، آن تر دې چې نوی ماشوم  دنیا ته راځي باید پوزه یې غوڅه کړل شي…

څوکاله تېر شول،  بې پوزې باچا هم مړ شو، خو ددې جزېرې په خلګو کې د پوزې پرې کېدل یو دود پاتي شو، او دوی  ته  د نورو خلګو روغې پوزې د خندا وړ ښکارېدلې…

یو وخت له بلې جزیرې څو کسان د بې پوزو جزیرې ته راغلل، خلګو چې ولیدل د شا ورپسې شول… چا به ویل دا بې تهذیبه او تمدنه خلګ له کومه شول!!!…

چا به بیا ویل چې دا لکه چې په ځنګله کې رالوی شوي دي! ځکه یې پوزې نه دې غوڅې کړې…!

او…

——————————
پند:

•ناوړه کارونه که هرڅومره عام شي او د خلګو تر منځ عادي شي، خو هیڅکله مشروعیت نشي موندلای.

•الناس علي دین ملوکهم(یعني خلګ د خپلو واکمنانو په دین دي)

• دبل په عیبونو پسې مه خانده! خدای به دی ترې خلاص کړي او تا به پرې اخته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ډیر عالي حلمیار صیب

خداوند متعال مو په فکر او قلم کې مزید برکتونه واچوه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x