د روژې طبي ګټې «څلورمه برخه»

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

(د اوبو دوران)
Water Cycle

اوبه د کائیناتو پنځونکې د یوه ځانګړي نظام لاندې طی کوي، چې دې نظام ته د اوبو دوران (Water Cycle) وایي، ساینس پوه برنارډ پالیسی (Bernard Palissy) په ۱۵۸۰ کال کې د اوبو د دوران نظریه وړاندې کړه او ده وویل چې د سمندرونو او دریابو اوبه د بخار په بڼه هوا ته پورته کېږي، وریځ ترېنه جوړیږي او بیا چې کله یخې شي، نو د باران په شان اوري. همدارنګه له میلاد نه ۷ پېړۍ مخکې یو یوناني فیلسوف (Thales) هم په دې عقیده ؤ، خو هغه وخت دا خبره چا نه منله.

په قرانکریم کې چې د اوبو په اړه هر ډول حقایق بیان شوي، هغه ټول د اوبو له علم (Hydrology) سره خوله په خوله دي، حال دا چې د دې علم پوهان د قرانکریم په ډېرو ایاتونو اوس هم نه پوهیږی او دا يې ویلي دي چې په راتلونکو وختو کې به داسې پوهان پیدا شي، چې د قرانکریم ټول حقایق به ورته د لمر په څېر روښانه شي.

(Islam and Science/Water /Water Cycle)
د اوبو کېمياوي تجزيه
Chemical Analysis of Water

څرنګه چې په پورته بحث کې دا مسئله ذکر شوه، چې اوبه د هایدروجن او اکسیجن د دوو غازونو محصول، یعنی (H2O) دی، چې د سانتي ګیرد په صفر درجه کې یخې (منجمد) کېږي، او په ۱۰۰ درجو کې د جوش حالت ته رسیږی.

همدا رنګه اوبه یوه بله ځانګړتیا لري، چې په هراندازه  حرارت ورکړل شي، تر ۱۰۰ درجو، نه اضافه کېږی او که چېرې همدا اوبه په بخار بدلې شي؛ نو توان ورڅخه پیدا کېږی چې دا بیا بله موضوع ده۔

د کېمیا د علم له پلوه اوبه په دې اړینې دې چې کېمیاوي زیاتې تجربې له اوبو پرته صورت نه نیسي او بله ښکلې او د تعجب خبره لا دا چې، که فرضاً اوبه د ځمکې له کُرې او یا د یوه هیواد له کوم ښار او سیمې نه ورکې شي ؛ نو د نړۍ په کچه چې هرڅومره پرمختللې صنعتي هیوادونه، چې په هر ډول عصري تیکنالوجۍ هم سمبال دي، په مصنوعی ډول سره، نه اوبه جوړولی او نه یې کمبود پوره کولی شي، چې دا یو واقعیت دی، حتی د یوې کوچنۍ ویالې اوبه هم نشی پوره کولای؛ چې دا پخپله د یوه قادر ذات په پوره ځواک او الهی واک باندې دلالت کوي.

د اوبو کېمياوي اجزاء

لکه څرنګه چې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د اوبو خوندونه مختلف دي؛ په همدې ډول یې کېمیاوي اجزاء هم مختلفې دي او یوه سیمه له بلې سیمې سره توپیر لري، په یو ځای کې اوبه خوږې وې، بل ځای مالګینې او په ځینو ځایونو کې بیا لږې ترخې غوندې وي.
په عمومي توګه د اوبو اجزاء په لاندې ډول دي:

Calcium 25 (کلسیوم)

Magnesium 22(مګنیزیم)

Chlorides 28(کلورایدونه)

Nitrites 28(نایتریتونه)

Iron 0.2(اوسپنه)

Hardness 110

Carbohydrates 230(کاربوهایدریتونه)

Sulphates 38(سلفیت)

Fluorides(فلوراید)

Iodine(ایودین)

(طب نبوي اور جدید ساینس ټوک دوهم)

Water is the Basic Source of Life

د اوبو کېمياوي ځانګړتياوې

اوبه یو داسې الهي نعمت دی چې هیڅ انسان ترېنه سترګې نشي پټولای او ځینې داسې کېمیاوې ځانګړتیاوې لري، چې له فطري شریعت مطابق او له ساینس سره کوم ټکر او بد اړخ هم نلري.

د اوبو تر ټولو بله لویه ځانګړتیا دا ده چې غوره محلول (Solvent) دی، یعنې هر شی او هره کیمیاوي ماده په اوبو کې په اسانۍ سره حل کېدلی شي او په ډېرو کېمیاوي تعاملاتو کې د کتلست (Catalyst) دنده ترسره کوي، په تعامل کې چټکي راولي او خنډونه له منځه وړي.

د معدني موادو د ښه حل کېدو له کبله اوبه چې په هره سیمه، ویاله، رود، سیند او لښتي کې بهیږي، ځمکه خورا ښیرازه او خړوبه کوي، له همدې کبله اوبه د کرهڼې لپاره یو ژوند ژواک بلل کېږي او اوبو ته د ژوند یوه کړۍ  هم ویل کېږی؛ د زرعت له پلوه هغه اوبه ډېرې ښې وې چې پر ډېر واټن باندې بهیږي او مختلف معدني مواد له ځانه سره وړي، که چیرې دا اوبه پر ځمکو بهیږي، نو هغه ځمکه د جنت په یوې ټوټې بدلوې، زرغونه کوي یې او یوه وچه او شاړه صحرا او بدیا په یوه سمسور شنه چمن او بڼ باندې بدلوي. بل لور ته  که همدا اوبه یوه جهیل او یا هم سمندر ته  پر ریګستان باندې وبهیږي؛ نو هغه به د شین زرغون بخمل په څیر ښکلی واړوي.

يو نړېوال او وتلی کېمياپوه مائيکل ډيټس وايي:

اوبه د خپلو ځانګړتیاوو له کبله د تعامل قبولو د قابلیت په درلودلو سره د ژوند او ځمکې لپاره تر ټولو ښه مایع او نعمت دی۔

د بايوفزيکس (Biophysics) يو پروفيسر هيرلډمورووټز داسې وايي:

په دې څو کلونو کې د اوبو نوی خاصیت پېژندل شوی چې په دې باندې څېړنې او مطالعې هم پیل شوي دي او هغه خاصیت ئې دا دی چې اوبه د بیولوژیکل توان (Biological Power) یوه کېلي ده او کېدای شي چې د ژوند پیل هم له اوبو څخه شوی وي. لنډه دا چې هر څومره څېړنې او مطالعې شوي دي؛ پایله یې دا راوتلې ده چې  اوبه د قدرت د ښکلی نظام څومره ښه ښکلي سمون خوري او د مقتضا مطابق دي.

(کائنات کې تخلیق)
د اوبو نورې ځانګرتياوې

د انسان په بدن کې چې وینه په شریانو(Arteries) او یا په وریدو (Veins) کې حرکت کوي او یا په بدن کې کوم جریان لري؛ د هغې زیاته برخه اوبه دي؛ د وینې په حجرو کې چې پروتینونه، هارمونونه او نور بېل شي، نو پاتې برخه يې د وینې پلازما (Blood Plasma) ده چې ۹۵ سلنه یې اوبه دي.

دا د الله جل جلاله ښکلی او درست نظام دی چې د وینې لپاره يې په کافي پیمانه اوبه ټاکلي دي، که چیرې اوبه له دې اندازې کمې شي؛ نو وینه خټه (Viscous) کېږي، چې بیا د داسې وینې پمپ کېدل د زړه لپاره بد عواقب او ستونځې لري او که ډېره خټه شي؛ نو زړه نشي کولای چې وینه پمپ کړي او د دې مطلب دا دی چې دا وینه عروق شعریه (Capillaries) یعنې هغو نریو او کوچنیو رګونو ته چې د وېښته په شان دي، نشي داخلېدلی او پایله یې دا ده چې وینه زموږ ټول بدن ته نه ځي.

د عروق شعریه اصلي دنده دا ده چې اکسېجن، غذایي توکي، هارمونونه او داسې نور شیان د بدن هرې حجرې ته رسوي، چې دا یوه حیاتی دنده ده؛ ځکه د انسان په بدن کې د دې نریو رګونو یوه شبکه موجوده ده، چې د انسان لپاره خورا ارزښت لري، دنده یې هم ډېره مهمه ده او د لوی خدای جل جلاله په قدرت او پوره کمال سره دا شبکه په ډېره ښکلې بڼه غوړېدلې ده. د اناتومي (تشریح الاعضاء) د علم مطابق، د انسان په بدن کې تقریبا پنځه ملیارده دا ډول واړه او نري رګونه شتون لری، که چیرې دا نري رګونه ټول سره یوځای وتړل شي، نو اوږدوالی یې تقریبا ۹۵۰ کېلو متروته رسیږي ا وبل لور ته وینه چې کله له دې نریو رګونو څخه تیریږي او ټول بدن ته ځان رسوي، که چیری اوبه کمې او وینه له غلظت (Viscosity) سره مخامخ شي، نو د وینې نظام او دوران فلجیږي او خپل منظم فعالیت له لاسه ورکوي.

اوس به د وړو رګونو په ارزښت باندې رڼانه واچوو او اصلي موضوع  (په اوبوسره روژه ماتول) ته راشو، د روژې په میاشت کې فورا په طبعي ډول سره د انسان تنده زیاتیږی، د روژه ماتې وروسته د تندې جنازه پورته کېږي، د انسان روح په کافي اندازه سکون او اطمینان محسوسوي او یو ځل بیا د انسان ژوند ژواک احیاء کېږی چې دا یو فطري شعور دی.

دا معلومه خبره ده چې یو انسان د روژه ماتي پر مهال دومره اوبه نشي څښلی، لکه په ټوله ورځ کې چې یې څښي، خو دا ټوله ورځ چې یو انسان اوبه نه وي څښلې او وینه یې څه غلیظه شوي وي، نو د ډیر عمر لرونکي او ضعیفه خلک د روژه ماتي پر مهال او یا هم مخکې د ضعف په حالت کې وي، چې د اوبو په څښلو سره يې دا ټولې ستونزې له مینځه ځي، انسان د تازګۍ ا و ښکلي احساس پر ټغر کښېنې او د سکون احساس کوي.

په طب کې دا مسلمه او فطري معادله ده چې کله یو انسان اوبه ونه څښي، نو دی د مایعاتو له کمښت (Dehydration) سره مخامخېږی او کله چې یو انسان په کوم فزیکي کار او یا مزل کولو ډېر تږی شي، د بدن مایعات يې خوله شي او یا یې هم د بدن اوبه، د کلورا یا نسناستي ناروغۍ له امله د بولو او کانګو له لارې ووځي؛ نو انسان له مرګ سره لاس او ګرېوان کیږي، چې د بدن د اوبو داسې کمبود په روژه کې نه راځي، دا ځکه چې اکثره وخت روژه د (۸- ۱۸) ساعتو پورې وي.

او بله دا چې ټول مسلمان اُمت پېشلمی کوي، چې دا مرګونی حالت دی، خو په هر حالت د اوبو کمښت د پښتورګو او د یېنې د ناروغیو سبب هم ګرځي، چې په روژه ماتي کې د اوبو څښل دغسې ناورین او ناخوالې له منځه وړي او دې ټولو تکلیفونو ته د پای ټکی ږدي او د بدن هر غړی نارمل حالت ته کشوي، دا ځکه چې د انسان ټول بدن بیا ځلې د احیاء  لور ته دورمي، نوې ساه پکښې چلیږي او د پوره خوښۍ او سلامیتا احساس کوي.

هغه ناروغان چې د پښتورګو ډبره (Renal Stone) لري، د لږو اوبو په استعمال سره دغه ډبره غټیږي او که چیرې اوبه ډېرې استعمال کړي، نو د پښتورګو تکلیف به یې څه سپک شي، پښتورګي به یې صفاء شي او د بولو سرعت به یې تیز صورت ونیسي، چې دا د ګُردو ډبرو د ویلي کېدو، ټوټه کېدو او وتلو لپاره ډېره ښه زمینه او موقع ده او ډاکتران داسې ناروغانو ته د روژه ماتي پر مهال د اوبو څښلو توصیه کوي.

هغه ناروغان چې د شکرې په ناروغۍ اخته دي، د هغوی لپاره هم په اوبو سره روژه ماتول اړین دي، دا ځکه چې اوبو ته د ده اړتیا، د عامو انسانانو په نسبت زیاته ده.

هغه خلک چې پښتورګې ئې کمزورې وی، نودپښتورګوفعالیت اوحرکت ئې هم کمزوری دی، اودبولووتل ئې هم ډېرلږصورت نیسی، چې دادوینې لپاره زهردی، دداسی ناروغانولپاره دعسلواوبه(چې عسل اواوبه سره ګډکړل شی) اوروژه په ماته کړی ډېره ښه اوغوره ده۔

د دې خبرې یاد ساتل عموماً هر چا ته اړین دي، چې فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم چې کوم عمل یا پخپله کړی او یا يې هم د هغه حکم فرمایلی دی؛ نو هغه عمل هرو مرو له حکمتونو نه ډک دی، چې دا حکمتونه ورځ په ورځ څېړل کېږي، کتابونه ورباندې لیکل کېږي او د نړۍ ټولو مفکرینو او ساینس پوهانو هم دا منلې ده چې د بشریت د ستر لارښود صلی الله علیه وسلم په هره وینا او فعل کې ښېګڼې نغښتې دي، نو ځکه د مسلمه اُمت هر وګړي ته لازم دي، چې د امام الانبیاء حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په هر امر باندې عمل وکړي او له نهې نه يې ډډه وکړي، بېله دې چې د دې امر او نهې فلسفې او حکمت ته نظر واچوي.

نوربیا…