شعـــــرونه

د فضل الرحیم بلال دوه غزلونه

فضل الرحیم بلال

مرګه نوردرسره ځمه له دي ښاره
وړم په شاکډه له غمه له دي ښاره

خوښي نشته ټول غمونوراګیرکړي
زه خفه مخ اړه ومــه لــه دي ښاره

دهرچادرکي غوټۍ هــیلي خزاني
زه تري هیلي غوټۍ وړمه له دي ښاره

دیوچادرکي ارمان هــم پوره نشو
زه به څه تمه نورکړمه له دي ښاره

هروګړی مي دښارله تــيغه باسي
زه پرهردهجران ژدمه له دي ښاره

بیامی تـــمه دراتلونشـــــته بــــلاله
ارمانونه ټوله ومه له دی ښاره

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

که هرڅوورنه په تیښته شې په منډه
اخېرمخ ته دي پراته ده دمرګ پلنډه

دخلاصون امیددي مکړه له دې لاري
دمرګ لومه کي به راشې له یوڅنډه

که په فکردکمال رسي اسمان ته
لابه ګيرشې زندګي ده هسي لنډه

چي یي ژونددابدځای ووتل بللې
هغوواخیسته دمرګ په لارکي ونډه

داسفردی ترمنزله هرڅوک درومي
ژوندلیږي له خپله ځانه څوک بربنډه

چي یي تل په خاورورب ته ټنډه نکړه
رب ته به بلاله ځي په کومه ټنډه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بلال حفیظی

د پاک الله تعالی په نامه سلامونه او نیکی هیلی زما له طرفه ومنی نو که اجازه مووی یو د زره له کومی احساس می بد ژبو انسانانو ته ویلی که نشر نه کی هم نه خفه کیژیم دا دی ـــ هوکی مخ له مخه بشنه غوارم چی کیبورد می پشتو الفبا نشته خو مطلب به در ته ورسومه : د خــــــــــــــــــــــــره لپاره شــــــــــــــــــــــــــان ! که اجازه وی د انسانو زما لپاره خره …… دا شعر و وایمه په صفت ستا لپاره خره ای خره په خرو کی د نشمیرمه خره ……حیف د نوم د انسانیت شه ستا لپاره خره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x