دوه له پنده ډکې کیسې

 کڼه چونګښه Deaf frog

ژباړه: نجیب الله خان

 

یوې چونګښې تصميم ونیو چې د ونې سرته  وخيژي،روانه شوه ټولو چونګښو ورته په چیغو چیغو ویل چې داکار ناممكن دی ناممکن؛ خو چونګښه د ونې سرته ورسيده.

څنګه؟

ځکه چې هغه کڼه وه هغې فکر کوه چې ټول هغه تشویق کوي تر څو د ونې سرته ورسیږي.

هدف: د منفي خبرو لپاره تل کوڼ واوسه، کچیرې خپل هدف ته رسيدل غواړئ!

____

سپوږمۍ په کوهې کې The moon in the well

یو کلي یو کوهې کیندلی و، د هغه څخه ټول کلي اوبه ترلاسه کولې.یوه شپه دې کوهې ته یو کم عقل سړی راغلو دکوهې په بیخ کې یې رڼو اوبو ته وکتل حېران شو، ویې لیدل چې سپوږمۍ کوهې ته رالویدلي،خو د دې سپوږمۍ تصوير و؛ چې په اوبو کې لیدل کیده.کم عقل سړي په بیړه د کوره یو چنګک راوړو او کوهې ته یې ورواچولو، چنګک په یوې لویې ډبرې پورې ونښتو، کم عقل سړي په ټول زور سره چنګک کش کړ، خو چنګک خلاص شو، او کم عقل سړی شاته په ځمکه ولويد، اسمان ته یې وکتل، ویې لیدل چې سپوږمۍ په اسمان کیده، نو زیات خوشاله شو، او ویې ویل: چې که زه خوږ شوم ته خو مې اسمان ته پورته کړې.

هدف: ځینې وخت موږ فکر کوو، چې موږ بریا ته رسيدلي یو؛ خو په حقیقت کې موږ ماتي خوړلي وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د