افغانستان

انګلستان تر (۲۰۱۳م) کاله خپل (۴۰۰۰) سرتیري باسي

په افغانستان کې بریتانوي ځواکونه

د بریتانیې څخه چاپیدونکې (ګارډین) ورځپاڼې د تیرې جمعې ورځ په ګڼه کې یو مطلب خپور کړی چې د انګلستان لومړی وزیر ډیویډ کامرون به په راتلونکي اونۍ کې د ملي امنیت شوری ته یو پیشنهاد وړاندې کړي چې له مخې به یې دغه هیواد د (۲۰۱۳م) کال د پای څخه وړاندې د افغانستان څخه خپل (۴۰۰۰) څلور زره سرتیري وباسي.

د ورځپاڼې په حواله په هلمند کې د پرتو بریتانوي ځواکونو شمیر به د (۲۰۱۳م) کال په اوږدو کې د (۹۰۰۰) څخه (۵۰۰۰) ته راکم شي، او په همدومره شمیره کې به په ورپسې کال کې په سرتیرو کې کمښت رامنځته شي. خو په لږ تعداد کې سرتیري چې شمیر به يې په سلګونو وي د (۲۰۱۴م) تر پایه فقط په کابل کې پاتې وي، یعنې ترهغه چې ناټو په افغانستان کې خپل جګړییز ماموریت ته  رسما د پاي ټکي کیږدي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا تیره اونۍ په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو قومندان جنرال جیمزبوکنل د چابکې وتنې په اړه خبرداري ورکړ او ویې ویل “دغه هیواد په افغانستان کې د وینو په بدل کې لاسته راوړنې درلودلې، او په داسې حال کې چې د خاصو ځواکونو د عملیاتو په مټ وسلوال طالبان په شا تمبول شوي او روزانه ترې د (۱۴۰) په شاوخوا کې قومندانان وژنو، نو دا وخت مناسب نه دی چې لویدیځ هیوادونه افغانستان ته شا کړي”.

انګلستان دا مهال په افغانستان کې (۹۰۰۰) سرتیري لري او اکثریت یې په هلمند ولایت کې پراته دي، ددوی په وینا د (۲۰۰۱م) کال څخه تر اوسه پورې یې (۳۹۰) سرتیري وژل شوي دي. خو وسلوال طالبان یې نه مني او ادعا کوي چې د وژل شویو سرتیرو اصلي شمیره د اعلان شوې هغې څو چنده زیاته ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x