د حدیبې سوله – دوهمه برخه

لیکوال: عبدالحمید جوده السحار
ژباړن: شرر ساپي

نبي _صلی الله عليه وسلم_ له خپلو ملګرو سره عسفان ته ورسيد، بشربن سفيان خبر راوړه او ويې ويل:

– ای د الله رسوله قريش ستاسې د راتلو نه خبر شوي دي، احابيش،او ثقيف يې هم راجمع کړي دي،ښځې، او ماشومان راټول شوي دي د پړانګانو پوستکي يې اغوستي. په ذي طوا کې يې اړولي او د الله سره يې ژمنې کړي چې هېڅکله به دې کعبې ته پرينږدي، او خالد بن الوليد د خپلو اسپورانو سره په کراع الغميم کې کمين نيولی دی. د خالد بن الوليد اسپوران دوه سوه کسان وو د قبلې پلو ته په ليکو کې تيارسۍ ولاړ وو، عباد بن بشر ته يې امر وکړ د خپلو اسپورانو سره پسې ورغی او د خالد اسپوران يې په شا کړل، د ماسپخښين د لمانځه وخت راورسيد بلال اذان وکړ نبي _صلی الله عليه وسلم_ قبلې ته مخامخ ودرېد او خلک پسې شاته په صفونو کې ودريدل کله چې يې رکوع او سجده وکړه خالد بن الوليد وويل:

– که بريد مو ورباندې کړی وای دوی ناخبره وو، زيانمن کړی به مو هم وای، خو د يوبل لمانځه وخت راځي چې هغه دوی ته د خپلو نفسونو او بچو نه هم خوږ دی.

نو جبريل د ماسپښين او مازيګر لمانځه ترمنځ د الله پيغام راورسوه: ((او کله چې په ځمکه کې (قدم) وهئ (يون کوئ) نو پرتاسې کومه ګناه نشته که ( د څلور رکعتي) لمانځه ځنې (يوه برخه) لنډه کړئ،که مو وېره درلوده چې کافران به تاسې په فتنه کښې واچوي، بې شکه چې کافران ستاسې ښکاره دښمنان دي))
د مازيګر د لمانځه واخت راغی نبي _صلی الله عليه وسلم_ خپلو ملګرو ته د وېرې لمونځ ورکړ، ځينو مسلمانانو به سجده وکړه او ځينې نور به ولاړ و مشرکان به يې څارل نو مشرکانو وويل:

– زموږ په پلان خبر شوي دي.

د قريشو خوځښت او حرکت په ډاګه کوله چې نه غواړي مسلمانان عمره وکړي نو نبي _صلی الله عليه وسلم_ خپلوملګرو ته مخ راوګراځاوه او ويې ويل:

– ای خلکه مشوره راکړئ،که غواړي چې بيت الله ته ورننوځو نوکه چا مو مخه ونيوله جګړه به ورسره وکړو؟

ابوبکر وويل:

-ای د الله رسوله ته د بيت الله په نيت راوتلی يې،نه څوک وژنې او نه جګړه غواړي، خو که چا مو مخه ونېوله جګړه به ورسره وکړو.

– قريش دې خوار شي جنګونو وخوړل، څه کېدل که زما او د نورو عربانو ترمنځ يې لاره پريښی وای؟که هغوی زه له منځه وړی وای نو دوی خو هم داغواړي، او که الله پرې زه کامياب کړی وای نو اسلام ته به ډکې منګولې ننوتلی وای، او که دا يې هم نه کولی او جګړه يې کولې ځواکمن خو به وو؟ قريش څه ګومان کوي؟ په الله سوګند د هغه څه په سر ورسره تر هغې جګړه وکړم چې الله پرې راليږلی يم يا به يې الله په ټولو څرګند کړي او يا به پرې مړ شم.

بيا نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

– ايا کوم سړی شته چې له دغې لارې مو پرته چې دوی پکې کمين نېولې په بله لاره بوځې؟

ناجيه بن جندب وويل:

– ای دالله رسوله زه به دا کار وکړم.

نو په ډېره سخته لاره يې روان کړل په لاره روان وو چې ډېر زيات ستړي شول، کله چې ترې ووتل او دا لاره ورته ډېره سخته شوې وه نو رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

– ووايئ: د الله نه بخښنه غواړ او الله ته راګرځو.

د مسلمانانو اوازونه په استغفار پورته شول، نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

– په الله چې دا هم هغه حطه ( د بخښنې کلېمه) وه چې بني اسرائيلو ته وړاندې شوه خو هغوی ونه ويله .

بني اسرائيل ته وويل شول: (( خو د سجدې په حال کې په دروازه ننوځئ او ووياست (ای ربه موږ ته ګناهونه وبخښه) .))

نو دا يې بدله کړه او ويې ويل: غنم په الله يې جرات وکړ او ملنډې يې ووهلې.

خالد بن الوليد تر هغه ورباندې خبر نه شو څو چې دې ځای ته راکوز شول په منډه يې ځان قريشو ته ورساوه ، نبي _صلی الله عليه وسلم_ خپلو ملګرو ته امر وکړ چې داسې لاره ونيسي کومه چې حديبې ته وتلې وي،مسلمانان د حرم بريد ته ورسيدل څوګامه وروسته به د حرم په خاوره چې مارغان پکې هم خوندي دي پل کېږدي، په رګونو کې وينه په جوش راغله،دتکبير او تهليل اوازونه پورته شول او زړونه ودرزيدل، مهاجرين د تلوسې احساساتو وروسته له دې څخه له نړۍ نه پټ کړل،چې دهغې خاروې وږمې يې تر مشامه راغلې،په کومه خاوره چې يې د لومړي ځل لپاره سترګې پرانيستې وې،هغه خاوره لکه د مور غوندې چې ورپسې نخښتې و خو ظالمانو ترې په زور وويستل،په ناحقه يې ترې وويستل دا يې ګناه وه چې ويل يې زموږ پالونکی الله دی(( که الله خلک يو د بل په وسيله دفع نه کړي نو ټول هغه ځايونه به ونړيږي چې د الله نوم پکې ډېر يادېږي،الله به هرمرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې( دالله د دين) مرسته کوي، الله ډېر ځواکمن، برلاسی دی.))

نبي _صلی الله عليه وسلم_ په خپله اوښه القصواء سپور او مسلمانان ترې چاپېره په خپلو اسونو اوښانو سپاره شول ،په ثنيه المرار باندې تېر شول د حديبې سېمه ورښکاره شوه څو ميله لار پاتې ده چې له بيت الله نه طواف وکړي او ټولې هغې هېلې چې په خوب کې يې ليدلي سر ته ورسوي ،ګورې چې قصواء په ګونډو شوه خلکو ورته رامنډې کړې او ويې ویل:

– حل حل (( اوښ د پاڅولو غږ دی))

خو اوښه نه پاڅېده خلکو ګومان وکړ چې ستړې شوې ده نو ويې ويل:

– قصواء درنه شوې ده.

او ورته لګيا دي:

-حل حل

نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

– نه پاڅيږي.

– قصواء له پاڅېدو څخه ووتله.

– ستړې شوې نه ده او دا يې عادت هم نه دی. خو هغه چا يې مخه ونيوله چې د فيلانو مخه يې نېولې وه.

نبي _صلی الله عليه وسلم_ پوه شو چې الله تعالی له دې منع کړی چې مکې ته د غوسې پرمهال داخل نه شي،نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

– په هغه ذات سوګند چې د محمد نفس د هغه په لاس کې دی،که قريش مې هر تړون ته چې په کې د الله تعالی د حرماتو عظمت او د خپلولۍ پالل وي راوبلي ورسره به يې ومنم.