نظــر

د سعودي دفاع وزیر امیر محمد بن سلمان ولي غربیانو ته خطرناک دی؟

لیکنه: عبدالمجید جواد

شهزاده محمد بن سلمان  د سعودي د شاه ،سلمان بن عبدالعزیز ځوې،دهغه ولي ولي العهد ،د شاه سلمان مشاور،او د سعودي تر ټولو کم عمره دفاع وزیر ده.پلار ې د شاه فیصل بن عبدالعزیز سکنی ورور ده. اړینه بولم چې د شاه فیصل بن عبدالعزیز په هکله یو څو مختصرې خبرې وکړم.شاه فیصل چې 1964 میلادي کال کې د سعودي د شاهي حکومت شاه منتخب شوی وو یو اسلامي فکر ې درلود د ټول مسلمة امت یو والی ې ارمان وو.غوښتل ې چې ټول اسلامي هیوادونه یوه اتحادیه جوړه کړي. او غوښتل ې چې د عربي هیوادونو د تیلو تجارت د غربي هیوادونو پر ځای پر اسلامي هیوادونو کې مارکیټ پیدا کړي. او اسلامي هیوادونه غښتلي او پر مختللي شي. هماغه وو نوموړي په دې ارمان ډیرې هلې ځلې او مختلفو اسلامي هیوادونو ته ې سفرونه هم کړي وو خو غرب د خپل حسد عداوت او شیطاني عادت له مخې ونه شو زغملی او په کال 1975کې ې د یوې دسیسې په رامنځته کولو سره د خپل وراره په واسطه چې په غرب کې مکمل تربیت او روزنه شوې وه په شهادت ورساوه. د آل سعود د کورنئ د عبدالعزیز د ځامنو دا شاهي حکومت همداسې روان وو کله چې په کال 2015 کې  عبدالله بن عبدالعزیز وفات شو. د شاهي حکومت د دود پر اساس د عبدالله بن عبدالعزیز ورور او د شهزاده محمد پلار سلمان بن عبدالعزیز د سعودي پاچا شو. د سلمان واک ته رسیدل وو او دسعودي په خارجي او داخلي حالاتو کې ژور بدلونونه ول.ظاهره داسې ښکاریدل چې د سعودي حالات به د پخوا په نسبت ډیر خراب شي.خو سلمان بن عبدالعزیز حوصله ونه بایلله د خپل حکومت په داخلي منسبونو کې ې اهم او ژور بدلونونه راوستل. خپلې خارجۍ پالیسیانې ې هم بدلې کړې. خپل ځوی شهزاده محمد بن سلمان  ې د سعودي دفاع وزیر کړ.چې همدا ې مستحق هم وو. خپل مشاور ې هم کړ. لنډه دا چې شهزاده محمد د خپل سیاسي استعداد له وجهې د هیواد  مختلفې اهمې  سیاسي چارې مخ پر وړاندې بیايي.

تیره ورځ د برطانیې مشهورې ورځپاڼې (انډیپینډنټ Independent) یو خبر خپور کړ. لیکلي ې وو چې د سعودي دفاع وزیر محمد بن سلمان ددنیا تر ټولو خطرناکو خلکو څخه یو ده. نوموړې انګلیسي ورځپاڼې د محمد بن سلمان د ژوند په مختلفو شخصي او سیاسي چارو باندې رڼا اچولې وه.

خو سوال دا دی. چې شهزاده محمد بن سلمان ولې خطرناک دی او چا ته خطرناک دی.ولې غرب د   خطرناکو خلکو لیست تل له اسلامي اشخاصو ډکوي.

ولې هغه کس چې د غرب په اشارو نه څرخيږي  دوی ته خطرناک شي.

زما په آند شهزاده محمد بن سلمان ځکه خطرناک دی. چې اګر که تر ټولو کم عمره وزیر د دفاع دی.خو بیا هم نه نیشې تماشې کوي.نه شراب څښي نه سګریټ.

ځکه خطرناک دی چې کنسرتونو او کلبونو ته نه ځي.

ځکه خطرناک دی چې د نورو په شان ې د تعلیم په بهانه په غرب کې ماینډ واش نه دی شوی.

ځکه خطرناک دی چې نه ې امریکایی پوهنتونونو نه زده کړې کړي او نه ی برطانوي پوهنتونونو نه. بلکې د خپل هیواد په پوهنتون جامعه ملک سعود کې ې شریعت لوستلی.

ځکه خطرناک دی چې خپل هیواد ته ې  نشانه شوي د دښمنانو  ټول پلانونه شنډ کړل.

ځکه خطرناک دی چې ایرانیان داعشیان  شیعه ګان روافض او حوثیان ې پر مختلفو محاذونو کې پر ملا مات کړ.

ځکه خطرناک دی چې د ۳۳ اسلامي ملکونو ګډه اتحادیه ې جوړه کړه.

ځکه خطرناک دی چې خپل هیواد کې ې د پخوا پر نسبت د علماؤ رول او اختیارات زیات کړل.

ځکه خطرناک دی چې د خپل هیواد بلاد الحرمین د سیاسي دفاعي  او اقتصادي پر مختګ لپاره ې قوي پلانونه او نقشې جوړې کړې.

ځکه خطرناک دی چې د خپل هیواد اقتصاد ې پرته له تیلو پیاوړی کړ.

هوکې د غرب په نظر هر هغه مسلمان خطرناک دی. چې دغه سوچ او دغه مفکوره ولري.مونږ هر مسلمان غرب ته او کفر ته داعش ته او شیعه ګانو ته ایران ته او حوثیانو ته همدغسې خطرناک غواړو.مونږ د اسلامي امت پر دغسې خطرناکو اشخاصو ویاړو. همدوي د اسلامي امت ابطال او کفري نړۍ ته د سترګو خار دي.

الله دې محمد بن سلمان او د ده له پلار نه نور هم د دین کارونه واخلي داسې کارونه چې د اسلام او د مؤمن مسلمان په کې خیر وي.او الله جل جلاله  دې د دوی عمر او صحت کې برکت واچوي.

پاې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

17 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

اللهم انصر من یجتهد لإعلاء كلمة الله و يجتهد لإتحاد صفوف المسلمين وخرب من يسعي لإستضعاف المسلمين في كل مكان ————– محترم جواد صاحب الله جل شانه دي حفاظت وكه ——- ټوله دی ډیر پرځای حقائق بیان کړي دی او هر څوک چې مسلمان وی او په اسلام یی خوابدیږی باید دداسی اتحاد غوښتنه د الله پاک څخه وکړی او د دوی د دښمنانو نابودي او ناکامی د الله جل جلاله څخه وغواړی

افغان ۰

دا سمه ده ، چه مونږ به دعا ورته کوو ، وایی ښځو کی هم نارینه پیدا کیږی ، یعنی ځینی ښځی هم د نارینه وو مړانه او زړه لری ، کیدی شی د سعودی دغه وزیر د خپلی نوری کورنۍ پرتله څه ناڅه ترخه او څه خواږه ولری ، مګر په یوه ګل نه پسرلی کیږی له بل اړخه منځنی ختیز کی د کشت او مات مرحلی ته نزدی شوی ، که ملک سلیمان هم نارینه شی ، ګټه ورته نه کوی ( د الله ج کړنی بیلی دی ) . وایی اوبه چه په یو ځای ډیر وخت… نور لوستل »

احمد

دپورتنیو اوصافو له مخی وایم چی الله دی داسی ددفاع وزیر ته عمر طویل ورکړی او الله دمزید توفیق دنیکو کارونو ورکړی الله دی ټول مسلمانان دیوه کلک اتفاق اوښی ورورګلوی جوګه وګرځوی صالح مشران دټولو مسلمانانو دافتخار او سرلوړی نښی دی الله ج دی ټول اسلامی دنیا دقران اونبوی سنتو په زیور ښایسته کړی آمین

داود عابدی

زه یی په نوم نه ځانګړی کوم او ډیر دی د چا نوم به ځانګړی کړی ، ښه به دا وی چه عمومی مفاهمه سره ولرو : د عثمانی خلافت د سقوط د پاره یهودی انګریزانو ، ترکی او عربی نشنلیزم رامنځته کړو په دی واسطه یی هم ترکان او هم عربان د پاچاهی په نوم بی واکه او غلامان جوړ کړل ، ترکانو ته خو یی اخره کی ملحد مصطفی کمال روزلی وو چه عٍثمانی خلافت ته یی د پای ټکی کیښود . زمونږ د بحث موضع د سعودی سلطنتی کورنۍ ده چه له ترکانو یی د عربو شبیه… نور لوستل »

حضرت

رشتطا هم دا مغرور او جاهل شهزاده د اسلام یوه ستن ده.که د اسلام ستن نه وای شپه او ورځ به د یهودو په لمن کی نه وای پروت.
څومره جاهل قوم یاستی تاسی طالب ځپلۍ پښتون قوم ، د هر فاسق او فاسد شهزاده په ګوزو تېر وځی.

محمد نعیم سادات

محترم عابدی صاحب عموما دا کوم تحلیل چی تاسی کړی دا تحلیل د ایرانی استخباراتو تولید ده . د ایرانیانو په نظر د مسلمانانو ټولی جهادی ‌‌‌‌‌‌ډلی په پټه له انګریزانو سره لار لری او دا ‌‌‌‌‌‌ډلی انګریزانو د اصلی اسلام چی ددوی په نظر همعغه صفوی اسلام دی د ځپلو لپاره د انګریزانو لخوا جوړی شوی . چی دا ‌‌‌‌‌‌ډول پروپاګند له ایران څخه زموږ هیوادته هم را صادریږی او زموږ سیکولران بیا د جهاد په مقابل کی همدا تبلیغ استعمالوی چی ګواګی جهاد د انګریزانو لخوا رامنځته شوی . په اصل کی چی څوګ د ښځو له سترګو… نور لوستل »

خلیل

د سعودی دا وزیر چی ته یی په صفت نه مړیږی یوازی د طاغوتی قووتونه سره اتحاد جوړکړی دی هغوی چی ټول ژوند یی د غرب چوپړ ته وقف کړی دی بلمقابل هغه خلګ چی ددی دین ساتنی ته یی په سر او مال قربانی ورکړی ده لکه اخوان المسلمین ، د فلسصین اسلامی تحریک حماس، اسلامی دولت او دافغانستان طالبان دوی هغه د توریستانو په لیست کی اچولی دی زما په نظر هغه بدلونونه چی تاسی ورته خوشبینه یاست چی په شاهی کورنی کی راغلی دی یوازی د خپل قدرت د بقا لپاره دی تاسی وګوری د مسلمانانو په… نور لوستل »

عبد الرحمن

که مونژ هر سومره دسعودی عربستان پر اعمالو نیوکه وکرو کوم مثمر هدف به لاسته راونرو او دابه صرف دسعودی خاندان سره خپله شومه دشمنی برسیره کول وی د سعودی عربستان اوسنی نظام تر تولو شه او هغه چی مونژ وایو چی اسلامی نظام غوارو شه منعکس کیدلای شی نو بعضی جزی سیاستونو پخاطر نباید کلی اهداف او لاسته روارنی له سترگی لری وغرزوو .که هر سومره سعودی نظام پر خلاف ناروا غژونه پورته کرو نو دابه دگناه په مثابه وی او ان تردی لور .نوهیله ده پی پدی تبلیغاتو دایران خامنه ی اخوندانو زرونو داوا مه کوی .

افغان

دجالی میدیا سره د دی چه د هر چا د پاره تر یوی کچی کارول کیږی مګر د دوی د خپلو غلامانو او ملحدینو د پاره وازه تڼی پروت دی ، هڅه روانه ده دجال هڅه لری چه اصلی حقایق د دوی په شیطانی وسوسو او ګڼدګیو پټ کړی ، نه پکی د چا نوم ، نه پکی د چا پته ، نه بکی د چا علمی او رشتینی اسلامی کچه او تقوی پیژنی ، څه پکی زمونږ هغه تش په نامه مسلمانان دی چه رنګونه او نومونه یی د مسلمانانو ، مغزونه او زړونه یی تر کفارو هم په… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

د سعودی عربستان له ټولو لویه ګناه داده چی نوموړی هیواد د یوه پرمختللی اسلامی هیواد نمونه نورو مسلمانانو ته وړاندی کوی او کفارو ته دا د منلو وړ نه ده چی مسلمانان دی هم یو پرمختللی اقتصاد ولری او هم دی پخپلو اسلامی ارزښتونو ټینګ پاتی شی چی سعودی عربستان نورو مسلمانانو ته د همداسی یوه هیواد ما‌‌‌‌‌‌ډل وړاندی کوی چی مسلمانان کولای شی چی د یوه شریعی نظام په چوکاټ کی یوه پرمختللی اقتصادی سیستم هم ولری . کفارو مسلمانانو ته داسی شرط ایښی چی یا شریعت انتخابوی او یا به هم اقتصاد خو سعودی عربستان ددوی دا… نور لوستل »

حضرت

اصلاً یوه مهمه پوښتنه!
آیا د فلسطین موضوع د اسلامی ارزښت له نظره اولیت لری او که د یمن او سورئې او عراق موضع؟
آیا د خلیج مزدور حکام او عیاش خلک د فلسطین په دینی ارزښت اعتراف کوی او یا ئې کړیدی او خصوصاً د سعودی مزدور او وهابی رژیم او بیده ؤلس پدې مهمه اسلامی مسئله کی کوم ګټور ګام پورته کړیدی؟

محمد نعیم سادات

د فلسطین موضوع چی اوس د ایران لخوا په یوه تجارتی اعلان بدله شوی یواځی د سعودی عربستان ستونزه نه ده بلکی دا د ټول امت مسلمه ستونزه ده چی د ټول امت په متحدلو د فلسطین او ورته نوری ستونزی حل کیدای شی . او داهم واضح خبره ده چی د امت د متحدیدلو په مخکی اساسی خڼ‌‌‌‌‌‌ډ نشنلیزم او ایرانی صفویزم ده چی د امت په منځکی د عصبیت په خپرولو بوخت دی . د فلسطین ستونزه هله حل کیدای شی چی کله اسلامی امت د یوالی په لور ګام واخلی خو تر څو چی دا صفوی متعصبین… نور لوستل »

رفیع

دا تحلیل اوس غلط شول ځکه اوس ترټول ستر دشمن دمسلمانانو سلمان او ځوی دی او غرب او یهود غلام دی ددنیه دامعلومیږی نن اسیا اکثر تحلیلونه په واقعتونو باندی ندی ولاړ بلکی کی یو احساساتی تحلیل کوی

Abdul-Rauf Alam

لیکوال یوازی د ملک فیصل په برخه کې څه رښتیا ويلې، خو پاتی د اهل سلول په کورنی یې ټول دروغ بیان کړی په تیره د یهودو نازولی جاسوس او د مسلمانانو د نستوړې مار بن سلمان او خاين پلار یې سلمان بن (سلول)، چې د خپل د قدرت له پیله تر اوسه په هغه د اسلام ځانګو خاوره کې داسی قوانین نافذ او جاری کړل، چې ټول خلاف د اسلام او د کفارو په اړخ لګیږې او په هغه یې هم بسنه ونکړ، د دی تر څنګ یې ټول حقانې علما بندی او یا یې مړه کړل.اوس حاضره ټول… نور لوستل »

غ.حضرت

جواد خانه!
ښه دی چی زه ستا د لیکنی په ورځ ( درې نیم کاله مخکی) ژوندی نه وم که نه ښه د غېږی روغبړ به می د سلمان د زوی سره کړی وای.

عبدالمالک همت

غلام حضرت صاحب السلام عليکم د ژوندي ضد خو مړی دی، نو ته خدای دي نه کوي مړ وې ؟ او که مړ وې نو چيري وې او بيا څنګه را ژوندی سوې . دغه تر مړيني وروسته تر قيامت دمخه د ژوندي کېدو چل موږ ته هم راوښيه. او زه وام چي اوس به دا جواد صاحب خوارکی څنګه وي؟ مړ خو به نه وي، مګر که هغه مهال د سلمان او بن سلمان په ماهيت نه پوهېدی اوس به د خپلي دغي ليکني له امله ځان ته څه وايي؟ په هر صورت خدای دي وکړي چي دغه ليکنه… نور لوستل »

غ.حضرت

ګران او دروند ورور همت صاحب! سلام علیکم. وروره، تاسی خو ماشاءالله هم مفسر یاستی او هم شعری سلیقه لری بناً مړ یا مړینه خو په دینی او هنری ادبیاتو کی څو ډوله تعبیرونه لری. رشتیا خبره خو دا ده چی زه نن تر تاسو په عُمر کی کشر یم خو ذهناً بوډا یم او حافظه می ځینی وخت موبلَین تویوی، ما چی کله د جواد خان د لیکنی نېټه ( پوره درې نیم کاله مخکی) ولیده نو تر سترګو او ذهن می درې نیم کاله ، درې نیمی لسیزی وبرېښېدې او دا ګومان می وکړ چی ما خو هغه… نور لوستل »

Back to top button
17
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx