افغانستان

وسلوالو اربکیانو پر پنځو تنو تیزاب شیندلي

20011214-women-man_2019691i

وسلو الو اربکیانو درې شپې وړاندې د کندوز ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د بولک بالا په سيمه کې د سلطان محمد پر کور بريد ترسره کړ، چي په نتیجه کې پرسلطان محمد،دهغه پرمیرمنې اودری لوڼو ممتاز، فرحنازاوشمیم چې عمرونه یې له دیارلسوکالوځخه بیاتراتلسوکالوپوري دي تیزاب وشیندل .


Afghan woman attacked with acid after refusing marriageدسلطان محمدمیرمن وایي چې اربکیانوڅوځله مونږته ویلي وو چې لورمو راکړي  ګني له سخت برخلیک سره به مخ شي ، خوماورته لور ورنه کړه ځکه چې سم خلګ نه وو اوزمانه خوښیدل ، نودوي هم دخپل ضد له مخي زمونږپرکودشپي بریدوکړ.
نوموړې  وايي، چې لومړى هغوى د دې د خاوند لاس او پښې وتړل او وروسته يې د دې پر خاوند، پر دې او درېيو لوڼو تېزاب وشيندل.
دیادونې وړ ده، چې د روان کال په دوبي کې د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سيمې څه دپاسه ٥٠ کورنيو ادعا کوله، چې د اربکيانو له خوا د کورونو پرېښودو ته اړ شوي او د هغوى کورونوکې  اربکيان شپې صبا کوي .
دکندوز ډیری خلګ له اربکیانوځخه سخت په تکلیف اوله کړاو سره مخ دي او وايې چې اربکیان له دوي ځخه هروخت په زورپیسي ، موبایلونه اودځمکې له حاصلاتوځخه ونډه اخلي ،
خواربکیان بیاوايې چې دوي ځکه دغه کارونه کوي چې ددولت له لوري اعاشه نه ورکول کیږي نودوي مجبوردي چي له دارنګه لارو خپله ګذاره وکړي .

ندیم توخي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x