افغانستان

۲۰۱۵ز کال کې طالبانو تر بل هرې ډلې ډیر بریدونه کړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلني راپور شمېرې ښيي چې طالبانو په ۲۰۱۵ز کال کې تر بلې هرې ډلې ډیر بریدونه کړي دي او افغانستان کې تر عراق وروسته ډیرې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

د راپور له مخې په ۲۰۱۵ز کال په ټوله نړۍ کې ۱۱،۷۷۴ بریدونه شوي چې له منځه يې ۲۴۱۸ په عراق، ۱۷۰۸ په افغانستان، ۱۰۰۹ په پاکستان، ۷۹۱ په هند، ۷۸۹ په نیجیریا، ۴۹۴ په مصر، ۴۸۵ په فلیپین، ۴۵۹ په بنګلادیش، ۴۲۸ په لیبیا کې شوي دي.

راپور زیاتوي چې په عراق کې د ۲۰۱۴ز کال په پرتله بریدونه کم شوي خو په افغانستان کې بیا بریدونه له ۱۵۹۴ څخه ۱۷۰۸ ته ختلي دي. دغو بریدونو په عراق کې ۶۹۳۲ او په افغانستان کې ۵۲۹۲ کسان وژلي دي.

په «جهادي ډلو» کې تر ټولو ډیر بریدونه طالبانو کړي او په دغه لړۍ کې یې داعش ډله تر شا پرېښي دي. داعش چې په عراق او سوریه کې مرکز لري او لویدیځې افریقا، افغانستان، پاکستان، مصر، لیبیا او یمن کې څانګې لري په ۲۰۱۵ز کال کې یواځې ۹۳۱ بریدونه کړي دي. داعش په ۲۰۱۴ کې ۱۰۹۰ بریدونه کړي وو.

د دې په پرتله طالبانو چې یواځې په افغانستان کې فعالیت کوي بیا په ۲۰۱۵ کې ۱۰۹۳ بریدونه کړي چې په ۲۰۱۴ کې بیا ددې شمېر ۸۹۵ وو .

تر طالبانو او داعش وروسته ځېنې نورو ډلو چې د ازادۍ لپاره جنګیږي هم ډیر بریدونه کړي دي. د هند مایوستي ګوند چې د دغه هېواد په چتیس ګړ ایالت کې يې ځانګړی حکومت جوړ کړی دی او همېشه د هندي پوځ سره په جګړه وي په ۲۰۱۵ز کال کې ۳۴۳ بریدونه کړي دي. د کردستان د کارګرو ګوند چې په ۲۰۱۴ کې یې یواځې ۴۷ بریدونه کړي وو، په ۲۰۱۵ کې ۲۳۸ بریدونه کړي دي.

په راپور کې راغلي چې ایران د «ترهګرو» تر ټولو ستر تمویلونکی هېواد دی. همدا راز سوډان او سوریه هم د ترهګرو تمویلونکي هېوادونه ګڼل شوي دي.

د ایران په اړه داسې راپورونه ورکول کیږي چې په عراق، سوریه او یمن ته شیعه‌ګان د جګړې لپاره لیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x