روغتیا

په ګرمۍ کې روژه تیانو لپاره ځینې روغتیايي لارښونې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې خلک له روغتیايي ستونزو سره مخ کیږي او له دې امله چې سږکال یو ځل بیا روژه د ګرمۍ په موسم کې دی نو باید روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وشي تر څو د مختلفو روغتیايي ستونزو او ناروغیو مخه ونیول شي.

روغتیايي کارپوهان مشوره ورکوي چې روژه تیان باید د پیشلمي او روژه ماتي لپاره پروټین، کاربوهایډریټ او فایبر لروونکي خواړه انتخاب کړي او سره شوو خوړو څخه ځان لرې وساتي.

له دې امله چې روژه د کال په تر ټولو اوږدو ورځو کې راغلې نو باید خوړو ته ځانګړې پاملرنه وشي. په پیشلمي کې باید پروټین لروونکي خواړه استعمال شي چې له دې سره د ورځې په اوږدو کې د لوږې او کمزورۍ احساس نه کیږي.

په پیشلمي کې ښورا ډوله خواړه استعمال کړئ او په کې مرچ او مساله مه اچوئ تر څو په اسانۍ سره هضم شي. کوښښ وکړئ خپلو خوړو کې فایبر لروونکي مواد زیات وکاروئ د مثال په ډول میوه او شنه سبزیجات استعمال کړئ ځکه چې دغه ډول خواړه ورو ورو هضمیږي او په استعمال سره يي د ورځې په اوږدو کې د لوږې احساس نه کوئ، دغه ډول خواړه د بدن د اړتیا وړ اوبه هم پوره کوي.

د روژه ماتي پر مهال خرما او میوه زیات استعمال کړئ او له ځنډ پرته ډیر اوبه مه څښئ. په روژه ماتي کې د خرما او ام جوس روغتیا لپاره ډیر ګټور ثابتیدی شي.

د ژوند طریقه او د چاپیریال بدلون د دې لامل شوی چې هیڅوک په بشپړ ډول روغ نه وي نو له همدې امله د پیشلمي او روژه ماتي پر مهال په احتیاط سره خواړه وخورئ او له ډیر خواړه خوړلو څخه ځان وساتئ.

پیشلمي لپاره له وخت څخه وړاندې پاڅیږئ تر څو د وخت د کمښت له امله په چټکۍ سره خواړه خوړلو ته اړ نشئ. په پیشلمي کې ګډوډ څیزونه مه خورئ.

د ګرمۍ په موسم کې بدن زیاته اندازه اوبو ته اړتیا لري نو له همدې امله باید په کافي اندازه اوبه وڅښل شي. خو په یو ځل یوه یا دوه لیټره اوبه مه څښئ، له لنډو دمو سره ورو ورو اوبه وڅښئ.

د ورځې پر مهال تیز لمر لاندې مه ګرځئ او که چیرې ژوند اجازه درکوي نو له ډیرو سختو کارونو څخه ځان لرې وساتئ تر څو بدن خپله انرژي له لاسه ورنکړي، له دې سربیره که چیرې ممکن وي د ورځې یوه یا دوه ساعته خوب وکړئ.

د خوړو کارپوهانو په روژه ماتي کې هم په ځان د کنترول ساتلو مشوره ورکوي. په روژه ماتي کې ساړه مشروبات، پروسېس شوي خواړه او کیفین لروونکو مشروباتو لکه چای یا کافي مه استعمالوئ ځکه چې دغه ډول خواړه او مشروبات تنده زیاتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x