نړۍ

په تل ابیب کې د ۹ تنه یهودانو مرګ ژوبلې وېره خپره کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): تیره شپه ناوخته دوه فلسطینیانو د تل ابیب په ښار کې پر یهودانو ډزي وکړې، چې له امله یې ۴ یهودان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.

پيښه د اسرائیلو دفاع وزارت ته نږدې د شپې پر مهال د ګڼې ګوڼې په یو بازار کې را منځته شوه چې له امله یې د اسرائیلو په پلازمینه تل ابیب کې یو ځل بیا د فلسطینیانو د سرتیرو عملیاتو څخه ویره خپره شوې.

د تفصیلاتو سره سم دوه فلسطیني بریدګر چې ځانونه یې د یهودانو د دیندارو په جامه کې پټ کړي وه، دفاع وزارت ته په یوه نږدې ریسټورانټ ننوتل، چیرې چې اکثره پوځي چارواکي ډوډۍ خوري. دوی هم ځانته ډوډۍ را وغوښته او بیا یې پر ناستو کسانو ډزې پیل کړې، چې په پایله کې څلور کسان مړه او پنځه نور ټپيان شول.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا پيښه په کلکو ټکو غندلې او د مناسب غچ اخیستو لپاره یې د خپل کاري ټیم بېړنۍ غونډه را غوښتی.

بل خوا د فلسطین ټولو اسلامي ګوندونه د دوو فلسطیني ځوانانو دغه عمل ستایلی او ویلي يې دي، چې اسرائیل د ۲۰۰ فلسطینیانو د شهیدولو وروسته هم ونه توانیده چې خپل امنیت خوندي کړي او د فلسطیني ځوانانو پاڅون کمزوری کړي.

که څه هم اسرائیلي عسکر هره ورځ په غربي تړانګه، قدس، او الخلیل ښارګوټي کې د فلسطینانو په کورنو چاپې اچوي، کورونه یې نړوي، ځوانان او پيغلي مکتبونو ته پر لاري په بې رحمۍ سره وژني، خو د ملګرو ملتونو په ګډون امریکا او اروپايي هیوادونه دغه پيښي نه غندي، بلکې اسرائیلي ځواکونو ته دا حق ورکوي چې د ځان څخه د دفاع په پلمه هر څه ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، د امریکا بهرنيو چارو وزارت، د فرانسې ولسمشر او نورو غربي ولسمشرانو په تل ابیب کې د یهودي عسکرو په نښه کول تروریستي عمل بللی او په کلکو ټکو یې غندلی.

بانکي مون ویلي چې په هیڅ توګه تروریستي اعمال نه شي توجیه کیدای، که د حماس غورځنګ مشران د تیرې شپې پېښه یو روا عمل بولي، نو دا ددوی لویه تیروتنه ده ، دوی باید خپل مسوولیت وپيژني او د سخت دریځۍ پر خلاف په کلکه ودریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x