افغانستان

څلویښت زره بهرنیان له افغانستان ځخه دوتلوتیاری کوي

 askar
داسوشیټډ پریس د راپور پربنسټ
دهغوهیوادونو له جملې ځخه دکوموچې  په افغانستان کې عسکرمیشت دي دراتلونکي ۲۰۱۳ کال ترپایه به څلویشت زره نظامیان وباسي .که څه هم زیاته برخه یې امریکایې عسکردي چې دراپورله مخې  ۳۷۰۰۰ عسکربه دراتلونکي کال ترپایه پوري له افغانستان ځخه وباسي .


دامریکاپه تقلید نورو۴۹ هیوادونوهم دخپلوعسکرودایستلوخبرداری ورکړی دي .
دخبروله مخې ۲۰۱۴ کال کیداي شي په افغانستان کې دجګړې وروستي کال شي . اوپه همدغه کال کې به ټول په آفغان جګړه کې شکېل بهرني هیوادونه له افغانستان ځخه دوتلوپر پلان عملي کارپیل کړي .
ویل کیږي چې دځینوهیوادونو دعسکرووتل به له اوس ځخه پیل بیادروان کال دوروستي میاشتې ډسمبرتراخره پوري د۱۴۰۰۰ په شاوخواکې وایستل .
په رپوټ کې ویل شوي چې دروان ۲۰۱۱ کال ترورستي نیټې پورې به ۱۰ زره امریکایې ،۲۸۵۰ کاناډایي ، ۴۰۰ فرانسوي ۴۰۰  برطانوي ،۲۰۰ پولنډی ، ۱۲۰ اسلوونیایی او۱۲۰ ډنمارکي عسکر له افغانستان ځخه وایستل شي .
خوپه راتلونکي ۲۰۱۳ کال کې به دوتلو لړي ګړندي وي  چې دروان کال په پرتله به یې چټکتیا زیاته وي ولې چې دراتلونکي کال له پیله ترپایه به ۴۰۰۰۰ زره بهرنیان له افغانستان ځخه وایستل شي ، چې ترروان کال به ۲۶۰۰۰ زیات وي .
دیادوني وړده چې په راتلونکي کال کې به هم په وتلو کې ډیرشمېر دامریکایانووي . خو همداراز به دنورو هیوادونو له جملې ځخه ۹۵۰ الماني ،  ۶۰۰  فرانسوي، ۵۰۰ برطانوي، ۴۰۰ پولنډي، ۲۵۰ بلجیکي، ۱۵۶ اسپانیايې او۱۰۰  سويډني له افغانستان ځخه ووزي .

 

ندیم توخي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x