آیا د خپلواکو رسنیو او ازاد ژورنالیزم په نوم کومه پدیده شته؟

قاري حبیب

د کابل رژیم د ملي امنیت پخواني مشر په خپله فیسبوک پاڼه په نشرکړي لنډ مطلب کې دا خبره افشاءکړې چې د افغانستان د ازادو رسنیو یو تر ټولو وتلې او پیژندل شوې خبري منبع ( پژواک خبري آژانس) په اصل کې د حکومت یوه استخباراتي رسنۍ ده چې کلونه کلونه له ( پټې دولتي بودیجې) څخه تمویل شوې او له ارګه یي قومنده اخیستې.

امرالله صالح په دې اړه داسې لیکلي: قابل توجه حکومت محترم وحدت ملی ! بخاطر جلوگیری از اسراف بودیجه دولت و نهادن یک گام دیگر در راستای شفافیت و حسابدهی آژانس خبرگزاری پژواک را جز وزارت اطلاعات فرهنگ – ریاست دفتر ریاست جمهوری و یا هر نهاد دیگر که لازم میدانید سازید. تقریبا به همگان معلوم است که آژانس محترم خبرگزاری پژواک از بودیجه مستوره دولت تمویل گردیده و از بخش های خاص دولت هدایت میشود. در هنر استخبارات وقتی فعالیت های خاص پوشش خویش را از دست میدهند باید لغو گردند یا هم جذب در بدنه دولت شوند. درین امر خیر به شما موفقیت آرزو دارم.

د لوړ مطلب په پای کې چې امرالله صالح وایي په استخباراتي هنر  کله چې ځانګړي استخباراتي فعالیتونه محرمیت له لاسه ورکوي نو باید لغو او یا هم په ښکاره تشکیلاتو کې جذب شي. له دې څخه معلومیږي چې د ازادې او خپلواکۍ رسنۍ تر عنوان لاندې پژواک اژانس له پیله یوه استخباراتي پدیده وه چې له یوې لسیزې زیات یي د خپلواک ژورنالیزم له شعار نه په استفاده د افغانانو او نړیوالو له باورونو سره لوبې کړې او د افغانستان اړوندو جریاناتو په اړه یي غلط معلومات راپور کړي دي.

په تیرو څو کلونو کې پژواک د نورو خبري ادارو غوندې کومه عادي رسنۍ نه وه،بلکې دغه اژانس د افغانستان په سطحه تر ټولو د مهم اژانس په حیث عنوانېده، تردې چې د افغانستان په پلازمینه او ولایاتو کې سلګونو ایف ایم راډیوګانو او نورو رسنیو ورځني خبرونه ټول له همدې اژانس څخه اخیستل او خپرول چې په دې توګه د پژواک خبر او تحلیل په مسلسل ډول بدرګه او د هیواد هرې برخې او هر وګړي ته رسول کیدو.

خو په دې مرحله کې به که چا د پژواک په تحلیل او قضاوت نقد کاوو،اویا یې طرف نیولو ملامت باله، نو هسې ادنی لفظي نقد هم د بیان په ازادۍ او خپلواک ژورنالیزم په حدودو تیری بلل کېدو او ډیرو د قلم څښتنانو یي دفاع خپله مسلکي وجیبه بلله.

خو کلونه وروسته دادی حقیقت روښانه شو چې د پژواک تر عنوان لاندې رسنۍ کومه ازاده او ناپېیلي رسنۍ نه بلکې د حکومت د استخباراتي پلان له مخې راپنځیدلې،د حکومت د پټې بودیجې څخه تمویل شوې او د امرالله صالح په اعتراف له ځانګړیو حکومتي کړیو څخه هدایت اخلي.

دا یوازې د پژواک د تړاو او پېیلي ماهیت کیسه نه ده. بلکې حقیقت خو دادی چې د رسنیو د عروج د دوران په اوسني جهان کې خپلواکه او ناپېیلي رسنۍ اصلا وجود نلري،دلته د خپلواکۍ او ازادۍ تر عنوان لاندې د هرې رسنۍ لکۍ یو ځای غوټه ده. چې له هماغه مرجع څخه تمویلیږی، توجیه کیږي او هدایت اخلي.که بي بي سي د انګلستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه رسنیزه څانګه ده نو ازادۍ، امریکا غږ،ډیوه، مشال او لسګونه نورې رسنۍ بیا د امریکا د سي آی اې د ځانګړې خبرې ادارې BBG  تر سرپرستۍ لاندې کار کوي چې د غربي کفر د رسنیزې جګړې مهم ځواک بلل کیږي.

که عنوان شوې موضوع ته راشو ، ویلی شو چې د لویدیځوالو لخوا د ازاد ژورنالیزم یا بې پرې رسنیو د اصطلاح ترویج له لویه سره یوه تزویري هڅه ده چې غواړي ددې عنوان په تشهیر سره ددغو پېیلو استخباراتي رسنیو اصلي ماهیت له مخاطبینو پټ وساتي، تر څو په دې طریقه ورته له یوې خوا اعتبار او حیثیت کمایي کړي او له بلې خوا یي د بې پلوه خبري ادارو په حیث امنیتي تضمین هم ترلاسه کړی شي.

خو هوښیار عقلونه باید متوجه وي او کله هم مربوطو او پېیلو رسنیو ته د ازادو رسنیو په نظر ونه ګوري.