شعـــــرونه

ویر او ستم

احسان الله “احسان “

په چا اختر په چا غمونه راځي
څوک په ډېران چا ته جامونه راځي

څوک خو له لوږې دستر خوان نلري
خو چاته  غوښې کبابونه راځي

که ورته ګورې نو به ژاړې ورته
په چا بیا سپین،سپین کفنونه راځي

خدایه د ظلم ټبر ټول کړې رانه
په چا له پاسه راکټونه راځي

خدای دې په هغه چا لږ رحم وکړي
چې بې ګناه ورته مرگونه راځي

نن یې رښتیا ځینې مور جانه یو وړه
دیتیم زوی په خوله اهونه راځي

دا یتیم زوی نن فریادونه کوي
په گریوانه باندې يې رودونه راځي

نور خو دا ژوند داسې کولی نشم
چې مسلمان باندې ربړونه راځي

نور نو له ټولو مخه ښه کومه
په احسان کله ښه وختونه راځي

احسان الله “احسان ”
مزارشريف 1395/3/20
دروژې څلورمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x