نړۍ

بغداد: په دوه چاودنو کې ۲۲ کسان مړه ۷۰ ټپیان شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د عراق په پلازمینه بغداد کې د دوه چاودنو له امله لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
د عراق پولیس په یوه اعلامیه کې ویلي چې یوه چاودنه د ښار په تجارتي سیمه کې او دوهمه چاودنه د پوځ پر یوې پوستې را منځته شوې چې له کبله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.
دغه چاودني په داسي وخت کې ترسره کیږي چې د بغداد په غرب کې د عراق پوځ او ورسره شیعه ملیشې هڅه کوي چې د اسلامي دولت ډلي جنګیالي د فلوجې ښار څخه وباسي.

د پولیسو یوه افسر رسنیو ته وویل چې د بغداد الجدیده (نوی بغداد) په نامه سیمه کې په یوه تجارتي سړک باندي د موټر په واسطه چاودنه وشوله چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه او ۵۰ نور ټپیان شوه.
د نوموړي په وینا یوه بله چاودنه د همدې ښار په شمالي سیمه «تاجي» کې د یوه سرتیري بریدګر په واسطه ر امنځته شوه، چې له امله یې اوه تنه عسکر مړه او شل نور ټپیان شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x