افغانستان

روانه لسیزه کی تیرکال ترټولو زیات ځمکني بمان کارول شوی وو

(نن ټکی اسیا نومبر۲۰۱۱/۲۵) یوي ویتنامي څیړونکی ډلی راپورخپور کړی دي چی له ۲۰۰۴ کال راپدي خو تیرکال داسي کال وو چی دنورو کلنوپه پرتله پکښي زیات ځمکني بمان کارول شوی وو، څیړونکي ډلی وایی له دی سرسره چی دنړي په کچه ډیري ټولني په دی بوخت دی چی دځمکي مخ له ماینونه څخه پاک کړی خو تیرکال داسي کال وو چی یوځل بیا جګړه مارو ډلو دماینونو ښخولو ته مخه کړی ده.

ټولنه وایی اوس اوس څلورو هغه هیوادونه چی  هغه نړیوال تړون یی نه دی لاسلیک کړی کوم چی دهغه له لوري ډیرو هیوادونه پریکړه کړی ده چی دنیا به دماینونو له شرڅخه پاکه ساتي دماینونوپه ښخولو باندی لاس پوري کړی دي، چی ددغو هیوادونو له جملي څخه سوریه، لیبیا، برما او اسرايیل داسی هیوادونه دی چی روان کال کی یی بی شماره ماینونه په ځمکه کی خښ کړی دي.

همدارنګه، پاکستان، کولبمیا، افغانستان، اوبرما هم داسي هیودونه دی چی  جګړه ماري ډلی یو دبل په وړاندی له ځکمني ماینونوڅخه کاراخلي، تیره ورځ دبرما هیواد دحکومت له لوري دیوه خبرپه ترڅ کی ویل شوی وو چی دهیواد په لویدیځ کی دری تنه عسکر دیوه ماین دچاودلو له امله ووژل شو، حکومت زیاته وی چی دغه ماین دحکومت دمخالفي ډلي فارک دوسلوالو کسانو له لوري خښ کړل شوی وو.

دماینو په وړاندي مبارزه کونکي ډله چی په کال ۱۹۹۸ کی هغه وخت رامنځ ته شوه کله چی نړیوالو یوپریکړه لیک لاسلیک کړ چی دځمکني بمونو پرښخولو اوکارولو یی بندیږ ولګاوه، دغه ټولنه وایی په نړي کی دماینونودخنثی کولو او دماینوله قربانیانو سره دمرسته اوکمک لپاره په ۲۰۱۰ کال ۶۳۷ملیونه امریکایی ډالره ته رسیږي.

له ځمکي څخه دماینونو دپاکولو دډلي یوي کارکونکي جاکلین هانسین خبري رسینو ته ویلي نړیوال کوښښ کوی چی نړی له ماینونو څخه پاکه کړی او دماینونو له قربانیانو سره لازمي مرستی وکړي، نوموړي زیاته کړه دماینوپه وړاندی دجوړي شوی اداری دبودیجی یواځي ۹٪سلمه برخه دماینودقربانیانولپاره مصرف کیږي اوپاته نوری پیسي ددغي ډلي پرنورو برخو باندی لګول کیږي.

داچی په نړي کی ورځ په بله پسي دماینونو دقربانیانو شمیره مخ په زیاتیدوده نو ددي لپاره دغه اداره نوري بودیجی ته اړتیا لري ترڅو ددغو قربانیانو لپاره دژوند داسانتیا وو په برخه کی کارځینی واخیستل شي.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x