
د روسیې یوه جنګي جیټ الوتکه غورځېدلې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د روسیې دفاع وزارت څخه په را نقل شوي یوه خبر کې ویل شوي یوه جیټ الوتکه یې غورځېدلې چې له امله یې پيلوټ هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د RIA په نامه خبري اژانس په وینا د روسیې د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جیټ الوتکي نوعیت سوخوی سو ۲۷ وو، په موسکو کې خپل پوځي ډګر ته را ګرځېدو پر مهال د ښار په اطرافو کې وغورځېده، چې له امله یې پيلوټ هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د غورځېدو پر وخت په الوتکه کې هیڅ نوعه وسله نه وه بار شوې، چې له امله یې پر ځمکه د غورځېدو وروسته د پام وړ زیان نه دی اوښتی.
د خپرپاڼي سره سم د پيښي تحقیقات پيل شوي او د پيښي شاوخوا سیمه د نورو پلټنو لپاره کلابنده شوې.