شعـــــرونه

غزل: خالقیار احمدزی

خالقیار احمدزی

چې د ښکلاوؤ فرښته شوې د خندا په مسیر
جانانه څومره ښایسته شوې د آشنا په مسیر

نن دې دوصل بهانې دفراق غم وخوړې
چې له مودو وروسته میلمه شوې دیوچا په مسیر

هغه دې ورک شی چې دحسن په غلااخته وی
ښکلاوې تاته نذرانه شوی دحیا په مسیر

دوی دې له ستورو رڼاګانې ماښامو ته راوړی
شپې یې اشراق ته صدقه شوې دسبا په مسیر

مونږ ورنه خوب د یوسفی جانان تعبیرکې غواړو
که هتکړۍ مو راسره شوې یو دستا په مسیر

طالبه کوږ دستار له سره چې راښکته نکړې
ته د افغان دسر ډیوه شوې د بابا په مسیر

ته ورته زړه کې د بلقیس په څیر زیور ګرځوه
دیوان ،پیریانو ملکه شوې د دنیا په مسیر

راته یو راګ کې غزلیزه ټپه بیا ووایه
که خالقیاره لږ دمه شوې دوفا په مسیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x