شعـــــرونه

غزل: عبدالکریم زلال

عبدالکریم زلال

دوطن هرکاڼي به بیایوارسجیل جوړیږي
دا توتکۍ به بیالښکر د آبابیل جوړیږي

په څانګه کې به نوی رنګ زرغون شي د عشق
هره کوڅه به بیا دوزخ د عزازیل جوړیږي

له نوي رنګ سره به عشق راشي په نوې بڼه
د ازر نوم څخه به نوم د ستر خلیل جوړیږي

د ابرهه لښکر به وویني انجام دکړنو
باران دکاڼوبه له پاسه پرې ذلیل جوړیږي

لمربه دجهل شپې رڼاکړي دسپین مخ په شغلو
سپینه سپوږمۍ به مودهیلو بیا تحصيل جوړیږي

دمحبت د کوڅو کاڼې به يې کړي انتظار
دهغه چاچې د خوږې مینې قاتل جوړیږي

لکه ندم ندیم چې درومي لاس ترغاړه یاران
زلاله دغسې ښیګڼې په تعجیل جوړیږي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x