شعـــــرونه

گناه؟؟؟ د عبد اللطيف منت بار شعر

كــــه د بل غــــوښې خــوړل گنـاه لريafghan_children_crying

د غــــريـــــب ازارول گــــــناه لـــــري

نو بيا ولې لـــه دى كــــاره ډډه نه كړې

چـــې پـــوهـــيږې ربـــــړول گناه لرى

اى د زر او زور خــــــاونده تا ته وايم!

اور پــــه نورو بلــــول گــــــناه لــــرى

لـــږ لــــه خــداى نه وويږه ظلم مه كړه

د دوى وينـــــې تــــويــــول گـــناه لرى

هر عمل د لارې مل دى كه دې پام وي

كـــونـــډې رنــــډې ژړول گنــــاه لري

تـــه خو هم په دې پوهيږې ناپوه نه يې

چـــې تـــړل او شــــوكــــول گناه لري

كه ته هم د دوى په شان شې بيا به وايې

چــــې د نــــورو لوڅــــول گـــناه لري

(منت بار) وايي چـې دا كارونه پريږده

كـــــور او كلــــى ورانــــول گناه لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x