دری ملیونه افغانان دوچکالي اولوږې له ویري سره مخامخ دي

afghan-boy-breadنن ټکی آسیا: دمرستي نړیوالي ټولني خبرداری ورکړی دی چې په راتلونکي ژمې کې دری ملیونه افغانان له لوږې ، سوء تغذیې او نارغیو سره مخ کیدونکي دې ، ځکه تېر اوړۍ د هیواد کروندې له سختې وچکالي سره مخ شوې دې اودا ستونزې به دژمي په رارسیدلو سره نورې ځکه زیاتي شې چې لرې پرتو سیمو ته به د مرستو رسولو لارې ستونزمني شې.

داکسفام اوماشوم ژغورني مؤسسې په شمول نهه خیریه مؤسسو ویلې دي چې په تېر اوړې کې په شمال ، شمال ختیځ او د هیواد په ختیځو سېمو کې دبارانونو د کمښت له کبله د غنمو کښت 80% ته را ښکته شوی دی اوپه دې سېمو کې د غذا لیږوالی په ښکاره توګه لیدل کیږې اوله دې سره له تېر کال راهیسي دخوراکي توکیو بیي هم ډیرې لوړې شوې دي چې لامله به یې دسیمې خوار وګړي پورونو او یا نورو سیمو ته هجرت ته اړ کیږې او دا په داسې حالت کې چې په راتلونکو څو اونیو کې د واورو د اورښت امکانات هم شتون لرې اوپه دې سره به دلارو دبندیدلو ستونزی هم رامنځته شې چې دا خدای مکړه دیوه ستر بشري ناورین د را منځته کیدو نښې بللی شو.

داکسفام دمؤسسي یو مشر کارکوونکی وایې موږ ته کلیوالو خلکو وویل چې سږ کال وچکالي هرڅه له منځه وړې دي او سدمستي دوی دژمي له پاره هیڅ هم نلرې او د راتلونکو میاشتو د خرڅ اوخوراک له پاره په اندېښنه کې دې.

داهغه ستونزې دي چې ترڅو لسېزو راهیسي زموږ هیواد وال کړوې خو په داسي حالاتو کې دومره څوک نشته چې هیواد وال دې سترګې ور واړوې او د امید سترګي یې یواځي خیریه مؤسسو ته نیولې وې خو دهغوی محدودي او دمؤسسو د ادارو له خورد برد نه وروسته دوی ته دومره څه رسیږې چې په یادولو نه ارزي .

موږ لکه څنګه چې څو څو ځله باندنیو یرغلګرو ځپلې یو او لامو هم ځپې ددې تاړاکونو او یرغلونو په ټس کې رامنځته شویو دربدریو او لوږو لا ډیر کړولې او زورولې یو او دا نالیدونکی یرغلګر (لوږه اوغریبي) تر هغو نورو ټولو ځکه ډیري سختي ستونزې رامنځته کوونکی دی چې دده د ډغري او مقابلي له پاره په ډګر کې څوک نه لیدل کیږې .

حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د