دوبۍ: ۲۲ افغان بندیانو ته د روژې په ویاړ بښنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په امارت کې ګڼو افغان بندیانو ته د روژې میاشت په ویاړ د بښنې اعلان شوی دی.

په دوبۍ کې افغان قونسل «عبد الصمد افغان» نن سهار د دې ښار مرکزي زندان ته ورغلی او پر افغان بندیانو سر بېره یې د زندان له چارواکو سره له نږدې کتلي او د افغان بندیانو وضعیت او ستونزې يې څیړلې دي.

افغان قونسل وايي چې په دغې کتنه کې پرېکړه وشوه چې ۲۲ تنه افغان بندیان به له هغې عفوې څخه برخمن ګرځي چې د دوبۍ حاکم «شیخ محمد بن راشد» یې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت اعلانوي.

ښاغلی افغان زیاتوي چې یو پلاوی به وګوماري ترڅو د یادو بندیانو د خلاصون قانوني اجراءآت تعقیب او بشپړ کړي. سربېره پر دې، د هر هغه بندي لپاره د یو کال بند د بښل کېدو پرېکړه هم شوې چې پنځه سپارې قرآن کریم حفظ کړي.

د رسمي شمېرنو له مخې د دوبۍ په مرکزي زندان کې دا مهال ۱۱۳ تنه افغانان بندیان شتون لري چې ډیری یې د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

په دوبۍ کې افغان قونسل «عبد الصمد افغان» د خواله رسنیو له لارې په هیوادوالو غږ کړی چې له غیر قانوني کړنو څخه ډډه وکړي، تر څو د نوموړي په وینا، خپل ځان او کورنۍ د زندان له ستونزو او غمونو وژغوري.

متحده عربي امارت په خلیجي هیوادونو کې یوازینی هغه هیواد دی چې افغانانو ته په ډیرې اسانۍ د کار اجازه او د سیاحت ویزې ورکوي. خو یو شمېر افغانان له دې سهولت څخه په ناوړه استفادې د نشه يي توکو په قاچاق لاس پورې کوي چې له کبله یې په کلونو کلونو په زندان کې پراته وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د