افغانستان

«د امریکا چې مقصد نه وي؛ نو رویه بدله کړي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو کې سلاکار وزیر سرتاج عزیز د امریکا او هندوستان تر منځ د اړیکو په پراختیا اندېښنه څرګنده کړله.

سرتاج عزیز، نن له غرمې وروسته په پلازمېنه اسلام اباد کې خبري ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې په دې وروستیو کې د امریکا او هندوستان ترمنځ د اړیکو پراخوالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځینو امنیتي ستراتیژیکو تړونونو لاسلیکولو، پاکستان اندېښمن کړی دی.

سرتاج عزیز زیاته کړه چې امریکا همیشه پاکستان ته د اړتیا پر وخت کې د ملګرتیا او دوستۍ لاس اوږد کړی، خو چې کله یی هم خپل اړتیا پوره شوې بیا یې پاکستان تنها پریښی دی.

هغه وویل چې، د روانې میاشتې پر لسمه د هیواد په پلازمینه کې له امریکايی چارواکو سره مهمه ناسته لري او په دغه ناسته کې به امریکايی چارواکي د پاکستان له انديښنې، غم او غوسې څخه خبر کړي.

د سرتاج عزیز په باور په سیمه کي او په ځانګړي توګه په جنوبي اسیا کې د ځواک او قوت توازن او مساوي والی اړین دی او د ځواک د عدم توازن په صورت کې ناورین رامنځ ته کیدلای شي او سیمه له نوي کړکیچ سره مخ کیدلای شي.

سرتاج عزیز دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د هندوستان د لومړي وزیر امریکا ته په دې وروستي سفر کې له امریکا سره پر امنیتي همکاریو او مرستو باندې څواړخیزه تړونونه لاسلیک کړل او د امریکا ولسمشر بارک اوباما هندوستان په سیمه کې نېږدي او باوري ملګری بللی.

دهندوستان لومړي وزیر هم د خپلو خبرو پر مهال دامریکا سره په ټينګې ملګرتیا ټینګار وکړ. هغه په یوه خبري ناسته کې افغانستان ته اشاره وکړه چې هېواد يې له امریکا سره په افغانستان کې ګډې ګټې لري او دغه دواړه هیوادونه په افغانستان کې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره په ګډه توګه کار کوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x