افغانستان

پولیس اودملی امنیت کارکونکي له زندانیانو سره بد چلند کوي (ملګري ملتونه)

(نن ټکی اسیا اکتوبر ۲۰۱۱/۱۱) کابل: په کابل کی دملګرو ملتونودفتر یوناما راپور خپورکړی دی چي دافغانستان پولیسو او د ملي امنیت کارکونکي له زندانیانو سره ناوړه چلند کوي، راپور وړاندي لیکي دپولیسو او دملي امنیت دکارکونکو له لوري ناوړه چلند اکثره له هغو زندانیانو سره کیږي چی یاخو دوسلوالو طالبانو اویا هم له وسلوالو طالبانو سره دتړاو په تورنیول شوی وي.

راپور وایی که څه هم دافغانستان دحکومت دغه سیاست نه دی چی له زندانیانو سره دی ناوړه چلند وشي، خو دافغانستان په ډیرو ولایتونو کی دپولیسو اودملي امنیت دکارکونکو له لوري له بندیانو سره ډیرسخت ناوړه اوناروا چلند شوی دي.

له دي سره سره چی له ډیره وخته څخه پرافغانی پولیسو اود استخباراتو پرکارکونکو اعتراضونه کیدل چی د مالوماتو د حاصلولو اوپه زندانیانو باندي دجرم دمنلو او اعتراف کولو لپاره ددوي په وړاندي له ډول ډول شکنجو اوتعذیبونو څخه کاراخلي. خو دالوموړي ځل دي چي دملګرو ملتونو اداره په افغا نستان کي دپولیسو او دملي امنیت دکارکونکو له لوري دزندانیانو په وړاندي دناوړه چلند په اړه رسما پر ۷۴ ورقو باندي مشتمل یو مالوماتي راپور خپروي.

راپور دا څرګنده کړی ده چی دافغانستان د ۲۴ ولایتونو په ۴۷ مرکزونو کی چیري چی شکمن وسلوال اوله وسلوالو سره په تړاو نیول شوی کسان ساتل کیږي، ددغو کسانو په وړاندي دتحقیقاتو اوڅیړنو پروخت له سخت ناوړه چلند څخه کار اخیستل شوی دي، ترڅو په زور او جبرسره وکولای شي په دغو زندانیانو باندي دجرمونو اعتراف وکړي.

راپور وایی له بندیانو سره دتحقیقاتو پروخت له داسي بربریت او ظلم څخه کار اخیستل شوی دي، چي دبندیانو په اړه دارنګه ناوړه کړني نه افغاني اونه هم نړیوال قانون زغملي شي. راپور داکشف کړیده چی زندانیاتو ته دتحقیقاتو پروخت، دبرق جټکي ورکول شوی دي، په لاسونو اوپښو باندی راځړول شوی دي، په تورو شپوکی یواځي ساتل شوی دي، دپښو نوکان یی ایستل شوی دی، دزندانیانو تناسلي ارګانونونه خنثی شوی دی اوهمدارنګه نور بی شماره ناوړه چلندونه ورسره شوی دي.

دناټو ځواکونه وایی له هغه څخه وروسته چی خبرشوو افغاني پولیس اودملی امنیت کارکونکي له زندانیانو سره ناوړه چلند کوي، زمونږ ځواکونو دافغانستان دپولیسو له ۴۶ مرکزونو څخه و ۱۶ مرکزونو ته زمونږ له لوري نیول شویو زندانیانو لیږل بند کړل. او مونږ په کوښښ وکړو ترڅو د افغاني پولیسو له لوري ددارنګه کړنو مخه ونیسو.

ملګري ملتونه وایی له دی سره سره چي له کلنو راپدی خوا امریکا او نور نړیوال ځواکونه داکوښښ کوی چي افغاني پولیسو او دملي امنیت اداري کارکونکي دنړیوالو معیارونو مطابق وروزي، خو دغه ځواکونه په دی کي پاته راغلی دی ترڅو افغانی پولیسو او نورو اړونده ادارو کارکونکو ته سالمه روزنه ورکړي.

ملګرو ملتونو ویره څرګنده کړی ده وایی داچی ټول بهرني ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تراخیره پوري له افغانستان څخه وزی، وبه نه شي کړای ترهغو پوري چی بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وزي په افغانستان له نړیوالو قوانینو او اوصلو سره سمه یوه سالمه اوقانونی اداره رامنځ ته کړي.

راپور وړاندی لیکی کیدای شي چی په افغانستان کی دپولیسو او دڅارګري اداري دکارکونکو له لوري له زندانیانو سره ناوړه چلند په دامریکی له لوري له افغاني پولیسو او عسکرو سره ژمنه کړل شوی مرسته له خطر سره مخ کړي، ځکه دامریکي د ۱۹۹۷ کال دتصویب شوی قانون له رویه امریکا نشي کولای چی له یوي داسی اداري، حکومت اوکومي ډلي ټپلی سره دی مرسته وکړي، اونه هم دارنګه ډلی یا اداري ته وسله او روزنه ورکولي شي، کله چی ددغه هیواد له لوري ولیدل شي چی اړونده اداره، ډله اویا هم حکومت دبشر په وړاندي په ناوړه کړنو کی لاس لري ورسره هیڅ ډول مرسته اوکمک نشي کولای.

که څه هم ویل کیږی چی امریکا اراده نه لري چي پرافغاني پولیسو او دڅارګري اداري پرکارګرانو دي دغه قانون پلی شي، خو امریکایانو خبرورکړی دی چي دافغانستان له حکومت سره په ګډه به دداسي کړنو دمخنیوي لپاره په اقدام لاس پوري کړي. ویل کیږی چی ددارنګه کړنو عاملین خوبه یا له دندو څخه ګوښه کړل شي اویابه دقانون منګولو ته وسپارل شي ترڅو دخپلو ناوړو کړنو په بدل کی سزا ورکړل شي.

ملګري ملتونه وایی دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ورسره ژمنه کړی ده چي په دي اړه به له ملګرو ملتونو سر پوره مرسته کوی، ترڅو له زندانیانو سره په ناوړه چلند تورن کسان له دندو څخه ګوښه کړي اوهغه کسان چی په دغو کړونو کی ککړ وموندل شي ورسره سخت قانونی چلند وکړي. په افغانستان کی دملګرو ملتونو نمایندګي (UNAMA) له تیر ۲۰۱۰ کال داکتوبر له میاشتی څخه بیا د روان کال داګست ترمیاشتی پوري له ۳۷۹ زندانیانو سره دمرکو اولیدنو پراساس دغه راپور ترتیب کړی دي.

ملګرو ملتونه وایی اکثره زندانیان ددی لپاره چی سرښندونکی بریدکونکي په تورنو دسرښندونکو بریدګرانو مرسته کونکو دسړک دغاړي دچاودیدونکي موادو دښخولو اوهمدارنګه دافغانستان له روان جنګ سره په نورو اړونده موضعاتو کي دلاس لرولو په تور نیول شوی او شکنجه شوی دی. په افغانستان کی دیوناما ددفتر مسؤل (سټیفن ډی مسټورا) له خبري رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چی له زندانیانو سره ناوړل چلند دافغانستان حکومتی سیاست نه دی، بلکه دافغانستان حکومت په دی برخه ورسره دمرستي ژمنه کړی ده چی ددارنګه بدو اعمالو په اړه به پوره څیړني کوي اوعاملین به یی دقانو منګولوته سپاري.

په افغانستان کي داروپایی ټولنی داداري له لوری هم افغانستان د حکومت له لوري دهفو څرګندونو هرکلي شوی دی چی وایی حکومت یی ژمن دی ترڅو ددغو بدو اعمالو عاملین تعقیب او سزا ورته ورکړي.

په کابل کی داروپایی ټولنی نماینده (ویګوډاس اوساکاس) له خبریالانو سره دخبرو پروخت وویل اروپایی ټولنه له زندانیانو سره ناوړه او بد چلند په کلکو ټکو سره غندي او له اړونده اداري څخه په ټینګه غوښتنه کوی چي په هیواد کی ددارنګه کړنو مخنیوي دی وکړي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x