نظــر

آیا په درواغجنو راپورونو سوله راځي؟ / سهیل شاهین

رسنۍ د یوې ټولنې په تکامل او پوهاوي کې مهم رول لوبوي، پیچلي مسائل راسپړي او د حل لاره یی په ګوته کوي لاکن متأسفانه زموږ په ټولنه کې ځینې رسنۍ د مغرضانه او بې اساسه راپورونو په خپرولو سره خپل وخت او انرژۍ مصرفوي. د بیطرفه شننې په ځای، هغه څه لیکي چې ورته ویل کیږی.

تیره ورځ ما د معمول مطابق د پښتو رسنیو ویبپاڼې کتلې چې په پدغه راپور مې سترګې ولګیدې: “د سولې شوری یو شمیر طالب مشران عمرې ته بللي”. پدې راپور کې د اسلامي امارت د یو شمیر غړو نومونه هم یاد شوی وو او ترڅنګ یی لیکلي و چې د طالبانو د قطر له غړو به هم ښایي مولوی دلاور او سهیل شاهین په شخصي استازیتوب له دوی سره په ناستو کې برخه واخلي. لومړی زه دا خبر په کلکله ردوم، دا هیڅ حقیقت نلري.

د سیاسي دفتر ټول اعضأ د اسلامي امارت رسمي پالیسي تعقیبوی چې څرګند ټکي یې هر کال د کوچني اختر او لوی اختر په مناسبت د اسلامي امارت د قدرمن مشر په پیغام کې په څو ژبو خپریږي. همداراز د سولې په اړوند د امارت دریځ د جاپان د کیوټو، د فرانسې د شانتیلي، د دوحې د پګواش په کنفرانسونو کې په کراتو نړیوالو ته وړاندې شوی دی. لاکن په داسې بې بنیاده راپورونو نه سوله مینځ ته راځي او نه امارت کمزوری کیږي. ښه به دا وي چې د استخباراتي لوبو په ځای په واقعیتونو سوچ وشي. د جګړې د دوام عوامل معلوم او د له مینځه وړلو لپاره یی هڅه وشي.

دا ویل هم ضروري دي چې د دغه شان لوبو تر شا کسان سولې ته صادق نه دي. دا به نوی پدیده وي چې د خیالي مکتبونو او خیالي عسکرو په څیر د سولې خیالي پروژې هم سره راپورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x