افغانستان

هلمند: سرجنګ د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۰مه ۱۳۹۵ل):  د هلمند پخوانی امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ د کورنیو چارو وزارت له لوري لويي څارنوالي ته معرفي کیږي.

پر نوموړي تور دی چی د قدرت څخه یې غلطه استفاده کړې، د خیالي پولیسو تشکیل دده په وخت کې جوړ شوی او په فساد کې ښکېل دی.

ددې تر مخه د هلمند ولایت نوي امنیه قومندان اقا نور ویلي وه چې لږ تر لږه د هلمند ۴۰ سلنه پولیس خیالي دي. «څه باندي څلویښت یا پنځوس سلنه پرسونل نشته، او په دغه موده کې په اته یا نهه میاشتو کې د هغوی معاشونه اخیستل شوي او د اشخاصو جیبونو ته تللي دي».

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې سرجنګ به په راتلونکو دوه ورځو کې دننه پر همدې اساس لويي څارنوالۍ ته معرفي شي چې دده په وخت کې ددغه خیالي پولیسو تشکیل جوړ شوی.

د یادو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې د ولسمشر د حکم پر اساس باندي د سرجنګ دوسیه د بشپړیدو په حال کې ده، ډیر ژر به د پخواني امنیه قومندان څخه پلټني وشي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو ورځو کې ولسمشر اشرف غني نا امنه ولایت هلمند ته سفر کړی وو او هلته یې د ورستیو جګړو د قربانیانو سربېره د پوځي او ولسي چارواکو سره لیدلي وه، د خلکو د شکایتونو تر اوریدو وروسته یې ژمنه کړې وه چې په فساد ککړ چارواکو سره به حساب وشي.

په دې وروستیو کې د هلمند په جګړو کې په سلګونو کسان وژل شوي چې زیاتره یې امنیتي ځواکونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
البلاغ

باید په دار وځړول سی ده هم د امریکا لپاره قربانی ورکوله تر ناموس ، اسلام او وجدان تیرسوی ؤ
د کونډی نه دین سو نه یی *** سو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x