افغانستان

طالبان د روژې په مناسبت خوراکي توکي توزیع کوي – ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): پر ټولنیزو پاڼو یوه نشر شوې تازه ویډیو ښيي چې طالبان د روژې مبارکي میاشتي په مناسبت خوراکي توکي توزیع کوي.

که څه هم طالبانو په دې اړه رسمي خبرپاڼه یا خبر نه دی نشر کړی او نه هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د رسنیو سره په اړیکه کې په دې اړه څه ویلي خو د طالبانو یوې ډیري نیژدې سرچیني نن ټکی اسیا ته وویل چې د دوی پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د «شهادت» تر مخه د طالبانو د کومکونو د توزیع ادارې ته امر کړی وو چې خوراکي توکي خریداري کړي او په افغانستان کې مختلفو ولایاتو ته وروسوي تر څو هلته بیا په کونډو، یتیمانو او بې وزلو کورنیو توزیع شي.

د نن ټکی اسیا د معلوماتو سره سم طالبان د کونډیو، یتیمانو او شهیدانو په نامه یو مستقل کمیسون لري، او وخت په وخت د امکان په صورت کې پر کونډو او یتیمانو مالي کومکونه توزیع کوي.

تر اوسه مالومه نه ده چې طالبانو دغه خوراکي توکي په کومو کومو ولایتونو کې توزیع کړي خو په فیسبوک کې د نشر شوي ویډیو سره ویل شوي چې د فراه ولایت د بالابولک ولسوالۍ د شیوان په کلي کې توزیع شوې. په خوراکي توکو کې وړه، بوره، نخود، او غوړي شامل دي.

د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د سرې میاشتې مسؤلین مسکینانو ته خوراکي توکي توزیع کوي.
#فراه ولایت بالابلوک ولسوالی د شیوان کلی.

Posted by ‎سیف الله عمري‎ on Thursday, June 9, 2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x