افغانستان

زابل: ولایتی روغتون خلګو ته خدمات نه کوی

qalat_hospitalدزابل ولایت خلګ شکایت کوی چه کله ولایتی روغتونته راشی نو له یو لوری څخه په روغتون کی درمل ه ورکوی بل لوری ته بیا اکثره ډاکتران شفري نخسي لیکي چی دوي یی له ګڼوستونزوسره مخامخ کړی دي

دوی له ولایت او مرکزی دولت ته څخه غوښتنه کوی چه دغه موضوع ته دجدی پاملرنه وکړی که نو خلک به دته اړشی چه ګاونډی هیواد ته دتداوی لپاره لاړ شی.

خوبل لوری ته بیا دنوموړی ولایت دمرکزي روغتون رئیس ډاکترملک دین بیا دخلکودا ادعاوي بی ځایه بولي اوزیاتوی چی ددغه ولایت ددرملتونونو چلونکي مسلکي ندی اوپه نخسو نه پوهیږي.نوموي وایی ددوي ناروغان زیات دی نوځکه ورته پوره درمل نشی رسیدلي او اکثره ناروغان بازارته استوي

خوددی ولایت اوسیدونکی وایی چه ولایتی روغتون هیچاته هم صحی تداوی نده کړی.

همداراز دقلات ښار ددرملتونونو خاوندان ددی ولایت دولایتی روغتون خبره ردوی چه دوی غیر مسلکی دی.

دویوایی چه یوشمیر ډاکټرا ن دامهال پر مریضان باندی تجارت کوی

دیادوني وړده چی په زابل کی دامهال یوشمیر رغتونونه د نا امنیو له امله تړل شوی دی .

شاهجوي ددي ولایت یو دهغه ولسوالیو څخه ده چی دتیرو دریو اونیو راهیسي پکی کلینیکونه تړل شوی دی اواوسیدونکی یی دناروغیو په مهال یا مرکز قلات او یاهم کاونډیو ولایتونو ته د درملني لپاره ځي .

احمد ولي – سرحدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x