افغانستان

غزني: بهرنیو ځواکونو ډاکټره عاقله حکمت د خپلې کورنۍ له درو غړو سره ووژل

afghan-mother-childتېر مازيګر بهرنيو ځواکونو په سيد آباد ولسوالۍ کې د ډاکتر عاقلې پر موټر ډزې وکړې او هغه يې د خپلې يوې لور، زوی او لېورزۍ سره ووژله او خاوند يې ټپي شو.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.

په سميه کې د عيني شاهدانو په وينا بهرنيو ځواکونو تر چاودنې وروسته د عامو خلکو پر موټرو ډزې وکړې

او په دې ترڅ کې ډاکتر عاقله له خپلې لور، زوى او لېور زۍ سره ووژل شوه او خاوند يې ټپي شو.

د غزني ملكي روغتون رئيس داكټر اسماعيل ابراهيمزي د دې پيښي دپخلي تر څنګ وويل تيرمازيګر ډاکتر عاقله له خپلې کورنۍ سره کابل ته روانه وه، چې د بهرنيو ځواكونو لخوا پري ډزي وشوي.

د ابراهيمزي په وينا د ډزو په پايله کې ډاکتره عاقله له خپلې لور، زوى او لېورزۍ سره په شهادت ورسېده او خاوند يې ټپي شو

ډاکتره عاقله حکمت په کابل پوهنتون کې د خپلې لور او بل زوى د ليدو لپاره روانه وه، خو نصيب يې دا ارمان پوره نه کړې او د لارې په اوږدو کې يې د بهرنيو ځواکونو په ډزو له خپلې لور، زوى او لېورزۍ سره يو ځاى له دې نړۍ او د بنده له زورواکۍ سره مخه ښه وکړه.

ډاکټره عاقله حکمت د غزني ملکي روغتون ډاکټره وه، د خپل ژوند اوږده کلونه يې په همدې روغتون او همدې ښار کې د دردمنو پر آهونو پټۍ ولګولې.

نوموړې په کابل کې د رابعه بلخي له ليسې نه فارغه شوې او په کابل طبي پوهنتون کې يې خپلې زده کړې په کدري نمرو پايته ورسولې.

د هېواد په ډېرو نا آرامه شرايطو کې يې هم د خپلو خلکو خدمت پرې نښود او په پوره ايماندارۍ يې د خپلو بې وزلو خلکو خدمت وکړ او په پاى کې له خپلې لور، زوى او لېورزۍ سره يوځاى پر هېواد دراغلې بد مرغۍ خوراک شوه. روح يې دې ښادي

فرحت راحت- غزني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x